د کوټې له نړېدلي کانه "د ۳۴ کانکېندونکو مړي" رایستل شوي

د عکس سرچینه، EPA
د بلوچستان د کوټې په (سورینج) سیمه کې د سکرو کان د نړېدو په پېښه کې هلته د ایسارو کانکېندونکو لټون روان دی او چارواکي وايي چې تر اوسه "د ۳۴ مړي" رایستل شوي دي.
د بلوچستان طبیعي پېښو ته د رسېدو اداره یا (پيډياېماې) وايي چې دا پېښه د مرکز کوټې د ختیځ په ۴۰ کیلومترۍ کې په یوه کان کې تر چاودنې وروسته شوې. په وینا یې، هغه شېبه "لږترلږه ۳۶ کانکېندونکي په کان کې دننه وو".
د کارګرانو مشر پير محمد کاکړ بيبيسي ته په ټلیفوني خبرو کې ویلي چې د ده د لومړنیو معلوماتو له مخې، په کان کې چاودنه "د میتان ګاز ټولېدو له امله" شوې ده. خو ځايي چارواکو لا په رسمي ډول د دې چاودنې اصلي لامل نه دی په ډاګه کړی.
د کارګرو د اتحادیې استازو ویلي چې چاودنه دومره سخته وه چې د کان یوه لویه برخه نړېدلې او را لوېدلې ده.
د بلوچستان د کانونو وزیر میر شعیب نوشیرواني ویلي چې د کان د نړېدو له پېښې سملاسي وروسته د ژغورنې عملیات پیل شول. د کارګرو یوه مشر پیر محمد کاکړ بي بي سي اردو څانګې ته ویلي چې د لومړنیو معلوماتو له مخې په کان کې د میتان ګاز د راټولېدو له امله چاودنه شوې ده.
یوه لوړپوړي دولتي چارواکي ویلي چې د کان له مالکانو سره د خبرو پر مهال ورته ویل شوي چې د پېښې پر وخت په کان کې له ۳۵ ډېر کارګران موجود وو.
چارواکو خبرداری ورکړی چې د چاودنې د شدت او د پرمختللو ژغورنیزو وسایلو د نشتوالي له امله کېدای شي د تلفاتو شمېر نور هم لوړ شي.
سورینج سیمه او د سکرو کانونو د پېښو مخینه

د عکس سرچینه، Getty Images
سورینج د بلوچستان له مرکز کوټې ښار ختیځ لوري ته شاوخوا ۴۰ کیلومتره واټن کې موقعیت لري. دا یوه غرنیزه سیمه ده چې پکې د سکرو ګڼ شمېر کانونه شته.
د سورینج او شاوخوا سیمو په سکرو کانونو کې تر دې مخکې هم ورته خونړۍ پېښې رامنځته شوې دي.
د نورو پرمختللو صنعتي فعالیتونو د نشتوالي له امله، د سکرو کان کېندنه په بلوچستان کې له مهمو صنعتونو یوه ګڼل کېږي.
د سکرو کانونه تر ډېره د کوټې، کچي، هرنای او دوکۍ سیمو کې موقعیت لري، او زرګونه کان کېندونکي او کارګران په مستقیم او غیرمستقیم ډول له دې صنعت سره تړلي دي.
د کارګرو یو مخکښ مشر لالا سلطان وايي چې د خوندیتوب د عصري تدابیرو نشتوالی او قراردادي (ټېکه دارۍ) سیستم هغه مهم عوامل دي چې له امله یې د بلوچستان په کانونو کې د پېښو کچه د پاکستان د نورو صوبو پرتله لوړه ده.
د هغه په وینا، هر کال په دغو پېښو کې ګڼ شمېر کان کېندونکي خپل ژوند له لاسه ورکوي او یا هم ټپیان کېږي.


















