BBC News, پښتو - کور پاڼه

مهم خبرونه

  • د پوليسو کار

    په کوهاټ کې د پوليسو مرکز ته څېرمه برید کې د ۱۵ پوليسو په ګډون ۲۱ کسان وژل شوي

    د خيبرپښتونخوا په کوهاټ کې د پوليسو مرکز (پخوانی پوليس لانيز) ودانۍ ته نژدې د یوې چاودنې له امله د ۱۵ پوليسو په ګډون لږ تر لږه ۲۱ کسان وژل شوي او ۷۳ نور ټپيان دي.

  • ناچاوده توکي

    افغانستان کې د ماین پاکۍ نوې هڅې: ماشومان لا هم د ناچاوده توکو قربانیان دي

    افغانستان او د ډنمارک د کډوالو شورا د ماینونو او د جګړې د پاتې شویو چاودېدونکو توکو د پاکولو لپاره د څه باندې څلور میلیونه ډالرو په ارزښت دوه تړونونه لاسلیک کړي دي.

  • جمائما خان

    د عمران خان پخوانۍ ښځې جمایما خان بل واده وکړ

    برېتانوۍ فلم جوړوونکې او د پاکستان د مخکېني لومړي وزیر عمران خان پخوانۍ ښځې جمایما خان تېره اوونۍ له یوه ایرلنډي الاصله اسټرالیاوي میلیونر کامرون اوریلي سره واده وکړ. هغې د روانې سپتمبر میاشتې پر ۱۲ پر ټولنیزو رسنیو د خپل واده عکسونه خپاره کړي او له خپلې کورنۍ او دوستانو یې مننه کړې ده.

  • د تېر برعکس د القاعده په نوې ویډیو کې حمزه بن لادن په څرګند ډول کمرې ته مخامخ ناست لیدل کېږي، چې مخامخ خبرې کوي.

    د القاعدې تبلیغاتي ویډیو کې د حمزه بن لادن شتون څه ښيي؟

    القاعده ډلې د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر پر ۱۱مه نېټه پر امریکا د شویو بریدونو ۲۵ کلنۍ په مناسبت یوه ۵۲ دقیقې او ۳۶ ثانیې اوږده مستند ډوله ویډیو خپره کړې

  • د افغانستان کرېکټ

    کرېکټ: ابراهيم ځدراڼ وايي له سترو لوبډلو سره بايد ډېر ولوبېږي

    د افغانستان او هند ترمنځ د کرېکټ شل اوريزو سياليو د لوبلړۍ درېيمه لوبه هم هند له افغانستانه د ۱۲۷ منډو په لوی توپير وګټله. افغان لوبډلمشر ابراهیم ځدراڼ له لوبې وروسته وويل، "له نړيوال شل اوريز جام وروسته دا زموږ لومړنۍ شل اوريزه لوبلړۍ وه، موږ اړتيا لرو چې ډېرې لوبې ترسره کړو په ځانګړې توګه له سترو لوبډلو سره. له همدې لارې موږ کولی شوو پرمختګ وکړو".

  • جورجېت ګنیون

    جورجېت ګنیون: افغانستان کې د اندېښنې وړ مسئلو کې هېڅ پرمختګ نه دی شوی

    په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د استازولۍ یا یوناما چارسمبالې مشرې جورجېت ګنیون د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غونډې ته له کابله په خپلې وینا کې وویل، اقتصادي ثبات، د امنیت ښه والی او بنسټیزه پراختیا په افغانستان کې هیلمنوونکي بدلونونه دي، خو د افغانستان د خلکو او نړیوالې ټولنې لپاره د اندېښنې وړ مسئلو کې هېڅ پرمختګ نه دی شوی

  • کابل ښار

    د طالبانو حکومت وايي، ۱۴ ولایتونو کې یې ۴۹ ښارګوټي‌ 'امارتي' تثبیت کړي دي

    د طالبانو د حکومت د عدلیې وزارت اعلان کړی چې په تېرو څلورو کلونو کې د هېواد په ۱۴ ولایتونو کې د ۴۹ استوګنیزو مېنو 'ښارګوټو' ځمکې په بشپړ یا جزوي ډول دولتي 'امارتي' تثبیت او بېرته ترلاسه شوې دي. دغه وزارت وايي، د "لسګونو نورو ښارګوټو په اړه هم کار روان دی چې ډېر ژر به وروستی شي او په اړه به یې پرېکړه صادره شي." د طالبانو حکومت ځینې هغه مېنې چې د تېر جمهوریت پر مهال جوړې شوې وې، ارزولي او ځمکې یې دولتي، یا د دوی په وینا "غصب شوې" او "امارتي" بللې دي.

  • ترک افغانستان

    افغانستان ته د ترکي او قطري پلاوو سفر؛ د کابل او اسلام اباد د خبرو لړۍ بېرته پیلېږي؟

    د ترکیې او قطر لوړ پوړي پلاوي په ناڅاپي‌ سفر د سې شنبې په ورځ کابل او "کندهار" ته ولاړل او د طالبانو حکومت له لوړ پوړو چارواکو سره یې وکتل.

  • بیکي جانز

    '۱۱ کاله مې کیموتراپي وکړه خو اصلا مې سرطان نه درلود'

    په بریتانیا کې د یوې داسې مېرمنې کېسه چې یوولس کاله یې د سرطان د ناروغۍ لپاره د سرطان درمل یا کیمو تراپي اخیستې، خو اوس معلومه شوې ده چې له سره یې دا ناروغي نه درلوده. دې مېرمن د ناسم تشخیص او بیا د اوږدې غیر ضروري درملنې له امله د انګلستان شمال کې یوه روغتون پر وړاندې قانوني دعوه کړې ده. دا مېرمن چې بیکي جانز نومېږي ۲۱ کلنه وه چې ورته وویل شول "مغزو کې یو پرمختللی سرطاني تومور لري او یوازې څو میاشتې به ژوندۍ وي".

لنډې ویډیوګانې پریږدئ او دوام ورکړئ

لنډې ویډیوګانې

  • ملا برادر
  • پر سکرین خبریال په سپينو کالیو کې او ترڅنګ یې د کعبې شریفې عکس هم دی
  • مکه مکرمه
  • وېش بازار
  • مصنوعي ځیرکتیا
  • ګاوزه
  • سهیل اپريدی
  • د Yakkabad ټېسلا موټر
  • .
  • دلجیت
  • islam amiri

بي بي سي پښتو اوس پر وټساپ هم شته

په خپل ګرځنډه ټیلیفون کې د بي بي سي پښتو تازه خبرونه، څېړنیز رپوټونه او د افغانستان، پاکستان او نورې نړۍ په اړه ځانګړې معلوماتي لیکنې لوستلی شئ.

ځانګړي مطالب

  • د پاکستان د پوځ عامه اړیکو اداره (ای اېس پي ار) وايي، د پاور یو اېس پلاوي مشر بریټ ویلیکووچ د پاکستاني پوځ له مشر فیلډ مارشال عاصم منیر سره ولیدل.

    امریکايی شرکت: د هوکړې له مخې د پاکستان پوځ ته ډرونونه ورکوي

    امریکا کې د ډرون (بې پیلوټه الوتکو) چمتو کوونکي شرکت پاور یو اېس ادعا کړې چې له پاکستاني پوځ سره یې د تفاهم یو یادداشت لاسلیک کړی او د دې تړون له مخې یې د ډرونونو اړوند لومړنی فرمایش هم ترلاسه کړی دی.

  • ابراهیم کالین او وثیق

    د ترکیې د استخباراتو مشر د افغانستان پاکستان 'پر کړکېچ د خبرو لپاره' کابل ته تللی و

    د ترکیې د استخباراتو مشر ابراهیم کالین د سې‌شنبې پر ورځ کابل ته تللی و او د طالبانو حکومت له لوړپوړو مشرانو سره یې د "افغانستان او پاکستان ترمنځ د ترینګلتیا کمولو" پر سر خبرې کړې دي. د طالبانو حکومت کې یوه لوړ پوړي امنیتي چارواکي د بي بي سي سید عبد الله نظامي ته ویلي" د ترکیې د استخباراتو مشر پر سه شنبه کابل ته راغلی و او چهارشنبه یې سفر پای ته ورسوه، خبرې پر امنیتي همکارۍ او د افغانستان-پاکستان پر موضوعاتو وشوې."

  • Pakiatan

    د سند عالي محکمې له پاکستانه د افغان محصلانو د ایستلو حکم وځنډاوه

    په پاکستان کې د سند عالي محکمې د پاکستان د طبي او غاښونو شورا هغه حکم ځنډولی چې له مخې یې له افغان محصلانو غوښتل شوي وو، چې د خپلو زدکړو له بشپړولو مخکې بېرته خپل هېواد ته ستانه شي. پاکستانۍ 'ډان' او 'عرب نیوز' رسنیو راپور ورکړی چې محکمې په کراچۍ کې په بېلابېلو پوهنتونونو کې پر زد‌کړو بوختو ۳۴ افغان محصلینو ته لنډمهاله قانوني خوندیتوب ورکړی دی.

  • scooty

    ولې پاکستان کې ځينو ښځو برېښنايي موټرسایکل چلولو ته مخه کړې؟

    "هغه ورځ مې اوس هم په زړه ده چې لومړی ځل مې پلار د موټرسایکل چلول رازده کول او چې په یوه کږلېچ کې رانه بې‌تولې شو نو ترې وغورځېدم". دا د پاکستان د پنجاب ایالت د فیصل اباد ښار اوسېدونکې عرینه خبرې دي چې خپله اووه کاله پخوانۍ خاطره یادوي. دا د موټرسایکل یا ټپټپي د زده کولو پر هغې پرېکړې اوس هم خوشاله ده. ځکه چې وايي، دې پرېکړې یې ژوند بدل کړی دی.

  • درس: منځنۍ دورې لپاره آنلاین زده کړې

    د بي بي سي د درس پروګرامونو ټولګه

    د بي بي سي د درس پروګرامونو ټولګه

افغانستان لپاره د بي‌بي‌سي ټلوېزیوني خپرونې

بي‌بي‌سي نیوز افغانستان چې د سپوږمکۍ (سټلایټ) له لارې خپرېږي، د افغانستان، سیمې او نړۍ پر سیاست، اقتصاد، کلتور، لوبو او ټولنیزو چارو پام ساتي. دا خپرونې پر پښتو او دري ژبو خپرېږي .

غواړئ چې انټرنېټ مو ډېر مصرف نشي؟

د وېب‌سایټ هغه بڼه ولولئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي.

تازه خبرونه واورئ

  • راتلونکې برخه واورئ , غرمني خبرونه, ۰۹:۳۰, ۱۹ سپتمبر ۲۰۲۶, ۱۴،۳۰ موده

    د افغانستان، سيمې او نړۍ وروستي خبرونه

  • راديويي څپې

    نړۍ دا وخت

    د بي بي سي پښتو ټلویزیوني خپرونه چې هره ورځ د افغانستان په شپږ بجو په ژوندۍ بڼه خپرېږي.

    تر ټولو ډېر لوستل شوي