له سپينې ماڼۍ بهر ډزې کوونکی کس د "ناصر بیسټ" په نوم پېژندل شوی

د عکس سرچینه، AARON SCHWARTZ/BLOOMBERG VIA GETTY IMAGES
په امریکا کې د بيبيسي همکارې رسنۍ سيبياېس نیوز د سرچینو له قوله ویلي، هغه تورن بریدګر چې له سپينې ماڼۍ بهر یې ډزې وکړې او وروسته د امنیتي کسانو په ځوابي ډزو کې ووژل شو، د ناصر بیسټ په نوم پېژندل شوی دی.
سرچینو ویلي چې دغه کس د امریکا د میریلېنډ د ډانډالک سیمې اوسېدونکی و.
سيبياېس داسې اسناد ترلاسه کړي چې وايي، بیسټ د تېر ۲۰۲۵ کال په جون کې هم د سپينې ماڼۍ دروازه تړلې وه او افسرانو ته یې ځان "حضرت عیسی علیه سلام" معرفي کړی و او ویل یې چې غواړي، ونیول شي.
ناصر بیسټ تر هغې پېښې وروسته د رواني روغتیا معاینې ته لېږل شوی و خو د همدغه کال په جولای میاشت کې یې بیا هم سپينې ماڼۍ ته د ننوتلو هڅه وکړه. له دې سره د امریکا د څارګرې یا د پټو خدمتونو ادارې یوې منع شوې سیمې ته د ننوتلو په تور هغه ونیو. د محکمې اسناد ښيي چې قاضي هغه ته امر کړی و چې له دې وروسته د سپينې ماڼۍ خوا ته نه نږدې کېږي.
دغه سړی وروسته خوشی شو خو باید د ۲۰۲۵ کال د اګست پر اوومه محکمې ته حاضر شوی وای. خو حاضر نه شو او محکمې یې د نیولو امر وکړ.
د امریکا قانون پلي کوونکو ادارو ځينو سرچینوې سيبيایس نیوز ته ویلي چې ناصر بیسټ تېره شنبه بیا د سپينې ماڼۍ مخې ته راڅرګند شو، له یوې کڅوړې یې توپنګچه را و ویسته او د امریکا د استخباراتو یا پټو خدمتونو ادارې اړوند پوستې باندې یې ډزې پیل کړې.
وروسته دی د امنیتي کسانو په ځوابي ډزو کې ووژل شو.
پېښه څنګه وشوه؟

د عکس سرچینه، Bloomberg via Getty Images
د امریکا د استخباراتو یا د پټو خدمتونو ادارې د غبرګولي پر درېیمه (مې ۲۴) وویل چې له سپينې ماڼۍ بهر یو وسله وال کس د امنیتي کسانو په ځوابي ډزو کې وژل شوی دی.
د امریکا د استخباراتي ادارې په خبرپاڼه کې راغلي، د شنبې په ماښام له شپږو بجو وروسته یوه کس د ۱۷ کوڅې او پېنسلونيا اوېنيو په سیمه کې وسله راوايستله او ډزې یې پيل کړې.
د راپور له مخې، "د استخباراتي ادارو امنيتي کسانو هم ځوابي ډزې وکړې او مشکوک بریدګر یې په نښه کړ. دغه کس يوه سيمه ييز روغتون ته ولېږدول شو او هلته یې مړينه اعلان شوه. د ډزو له له کبله يو لاروی هم ټپي شوی دی".
د امریکا د استخباراتي ادارې په خبرپاڼه کې ټينګار شوی چې هېڅ یوه امنيتي کسان ته زيان نه دی اوښتی او په وینا یې "ولسمشر ډونلډ ټرمپ د پېښې پر مهال په سپينه ماڼۍ کې و".

د عکس سرچینه، AFP via Getty Images
باخبره سرچينو سيبياېس ته ویلي وو چې په دې پېښه کې له ۱۵ تر ۳۰ مرمۍ کارول شوې دي.
د پېښې په پيل کې په سپينه ماڼۍ کې موجودو څو خبريالانو راپور ورکړ چې د وادنۍ شاوخوا یې د احتمالي ډزو غږونه اورېدلي دي.
هغه ويډيو چې د اېبيسي نيوز خبريالې سلينا وانګ خپره کړې، په کې ليدل کېږي چې نوموړې د ډزو د غږونو له اورېدو وروسته پر ځمکه کېني او خوندي ځای کې پناه اخلي.
هغې پر ټولنیزه رسنۍ اېکس ليکلي، "موږ ته وويل شول چې په بيړه د سپينې ماڼۍ د خبري غونډې خونې ته منډه کړو ".
وروسته د سپينې ماڼۍ شاوخوا سړکونو څخه ګڼې ویډيوګانې او عکسونه خپاره شول چې لسګونه پوليس او امنيتي کسان پکې ولیدل شول.

د عکس سرچینه، AFP via Getty Images

د عکس سرچینه، AFP via Getty Images



















