د علي خامنه‌اي د جنازې مراسم په کومو ښارونو کې کېږي، مجتبی خامنه‌اي پکې ګډون کوي؟

تشییع نمادین خامنه‌ای در عراق

د عکس سرچینه، Anadolu via Getty Images

    • Author, مسعود اذر
    • دنده, بي بي سي
  • د خپرېدو وخت
  • د لوستلو وخت: ۱۰ دقیقې

ټاکل شوې د علي خامنه‌اي د ''وداع او جنازې'' مراسم، د هغه له وژل کېدو څه باندې څلور مياشتې وروسته د شنبې له ورځې په تهران کې پيل شي. د سپاه پاسداران ځواکونه، امنيتي ادارې او بېلابېل دولتي ارګانونه د دې مراسمو د تنظيم لپاره یو ځای شوي دي او حکومتي چارواکي يې د ''پېړۍ جنازه'' بولي.

د دې مراسمو تر پيل مخکې ورځو کې، منتظمینو د زرګونو سبیلونو(موکبونو) د ثبت، څه باندې يو ميليون کسانو د استوګنې ظرفيت د چمتو کولو او د تهران ښار په مرکزي برخه کې د ګڼې ګوڼې د مديريت لپاره د يوه ''ښاري دهلېز'' د طرحې خبره کړې. دغه راز، ځينې چارواکي اټکل کوي چې له ۱۲ تر ۲۰ ميليونو پورې کسان به په دې مراسمو کې ګډون وکړي.

په تهران کې د ''محمد رسول‌ الله سپاه'' د مراسمو عملي کولو مسووليت پر غاړه لري، او دولت او نور حکومتي بنسټونه هم د چمتووالي او تنظيم په چارو کې برخه اخلي. د مراسمو تنظيموونکي وايي چې د چمتووالي کچه او د دې مراسمو پراخوالی له پخوانيو بېلګو سره د پرتله کېدو نه دي.

دیوارنگاره مراسم خاکسپاری علی خامنه ای

د عکس سرچینه، MEHR

ابهام‌

سره له دې چې د مراسمو د ترسره کېدو څرنګوالي په هکله ډېر جزئیات اعلان شوي، لا هم ځینې مهمې پوښتنې بې‌ځوابه پاتې دي. له دې مهمو پوښتنو یوه دا ده چې ایا مجتبی خامنه‌اي، به چې د اسلامي جمهوریت درېیم مشر بلل کېږي، د خپل پلار د تدفین مراسمو کې ګډون وکړي که نه.

دغه راز تر اوسه دا هم روښانه نه ده چې د علي خامنه‌اي نور اولادونه به په دې مراسمو کې ګډون وکړي او که نه. د هغه زامن د تېر کال له ۱۲ ورځنۍ جګړې وروسته په عام محضر کې نه دي لیدل شوي، او د ۴۰ ورځنۍ جګړې پر مهال هم د هغوی د وضعیت په اړه څرګند معلومات نه دي خپاره شوي.

دا ابهام په داسې حال کې مطرح کېږي چې د تېر کال د کب میاشتې د نهمې نېټې په برید کې د ایران اسلامي جمهوریت د مشر ترڅنګ د هغه د کورنۍ یو شمېر غړي هم وژل شوي وو، چې په هغو کې د هغه زوم، لمسی، یوه لور او د مجتبی خامنه‌اي مېرمن هم شامل وو.

په دې وروستیو کې حسن خجسته باقرزاده، چې د علي خامنه‌اي د مېرمنې ورور دی، په یوه تلویزیوني خپرونه کې له خلکو وغوښتل چې د ''شهید مشر د دویمې لور'' لپاره دعا وکړي.

هغه د علي خامنه‌اي د ''دویمې لور'' د وضعیت په اړه وویل چې ''لکه په دښته کې یوازې او بې‌وسه پاتې وي''، خو د هغې د ټپونو یا روغتیايي حالت په اړه یې نور جزئیات ورنه کړل. دې څرګندونو د خامنه‌اي د کورنۍ د روغتیايي وضعیت په اړه شته ابهامونه لا زیات کړل.

علي خامنه‌اي د خپلو څلورو زامنو ترڅنګ دوې لوڼې هم لرلې. بشری خامنه‌اي د لومړي برید په ورځ وژل شوې وه. له همدې امله، د حسن خجسته باقرزاده څرګندونې غالباً هدۍ خامنه‌اي ته اشاره کوي، چې مېړه یې مصباح ‌الهدی باقري کني هم په هماغه ورځ وژل شوی و.

په تېرو میاشتو کې د مجتبی خامنه‌اي د روغتیايي وضعیت او د هغه د درملنې د بهیر په اړه متضاد راپورونه او بېلابېل نظرونه خپاره شوي دي.

د علي خامنه‌اي د تدفین مراسمو د مرکز منشي، علي‌اکبر پورجمشیدیان، د ۱۴۰۵ کال د چنګاښ په ۹مه په یوه خبري غونډه کې وویل چې د مجتبی خامنه‌اي د شتون موضوع د مراسمو د تنظیموونکي مرکز د صلاحیتونو او معلوماتو په چوکاټ کې نه راځي.

هغه زیاته کړه چې که د مجتبی خامنه‌اي د ګډون لپاره کوم رسمي پروګرام موجود وي، نو دا به ''په مناسب وخت کې او یوازې د وسله‌ والو ځواکونو د اعلی قوماندانۍ دفتر او د انقلاب د مشر د دفتر لخوا'' خلکو ته اعلان شي.

بل لور، لا هم دا نه ده معلومه چې د علي خامنه‌اي د جنازې لمونځ امامت به څوک ادا کوي. د شیعه روحانیت دود له مخې په ځانګړې توګه د تقلیدي مراجعو ترمنځ، د جنازې د لمانځه د امام ټاکنه له سمبولیک او سیاسي پلوه مهمه ګڼل کېږي.

ځینې څارونکي باور لري چې که مجتبی خامنه‌اي له څو میاشتو غیابت وروسته په عام محضر کې راڅرګند شي او د جنازې لمونځ وکړي، نو دا کار به بېلابېل سیاسي تعبیرونه او ارزونې له ځان سره ولري.

خو تر هغه چې د علي خامنه‌اي د وصیت‌ په اړه رسمي معلومات نه وي خپاره شوي، د دې موضوع په اړه په ډاډه توګه څه نه شي ویل کېدای.

حسن حسن زاده، چې په تهران کې د محمد رسول الله قول اردو قوماندان دی، د دې مراسمو د ترسره کولو مسوولیت لري.

د عکس سرچینه، HAMSHAHRI

د عکس تشریح، حسن حسن زاده، چې په تهران کې د محمد رسول الله قول اردو قوماندان دی، د دې مراسمو د ترسره کولو مسوولیت لري.

بهرني مېلمانه

د هغو سیاسي، مذهبي او امنیتي چارواکو او شخصیتونو ترکیب چې د دې مراسمو د ګډون لپاره تهران ته سفر کوي، ښايي د مراسمو له مهمو او پاموړ اړخونو یو وي. ځینې څارونکي باور لري چې د ځینو هېوادونو استازولي نشتون به هم د بهرنیو مېلمنو د حضور په څېر سیاسي او سمبولیک اهمیت ولري.

د مراسمو ملي مرکز د منشي په وینا، د لسګونو هېوادونو چارواکو او مشهورو شخصیتونو په دې مراسمو کې د ګډون لپاره چمتووالی ښودلی دی.

د ایران د کورنیو چارو وزیر سکندر مومني ویلي چې د بېلابېلو هېوادونو ولسمشران، د پارلمانونو مشران، لومړي وزیران او وزیران به په دې مراسمو کې ګډون وکړي.

چارواکي ادعا کوي چې شاوخوا ۸۰۰ بهرني خبریالان به د دې مراسمو رسنیز پوښښ وکړي.

خاورو ته د سپارلو مراسم څنګه ترسره کېږي؟

د ایران د حکومت له خوا ''باید برخاست'' (باید پورته شو) د علي خامنه‌اي د تدفین مراسمو رسمي شعار او ''ټینګ موټی'' د دغو مراسمو رسمي نښه اعلان شوې ده.

د چارواکو د اعلان شوې طرحې له مخې، د علي خامنه‌اي د ''وداع او جنازې'' مراسم به په څو پړاوونو او د څو پرلپسې ورځو په اوږدو کې ترسره شي.

د تهران د والي او د مراسمو د تنظیموونکي مرکز د معلوماتو له مخې، دغه مراسم به د چنګاښ میاشتې له ۱۳مې نېټې د شنبې په سهار د ''امام خمیني مصلی'' په ودانۍ کې د ''وداع مراسمو'' په ترسره کېدو سره پیل شي. د خلکو پر مخ به د سهار له شپږو بجو دروازې پرانیستل شي او ټاکل شوې چې خلک د دوو ورځو لپاره، د سرطان تر ۱۴مې نېټې ماښام پورې، دې ځای ته د ''وروستي لیدنې'' لپاره ورشي.

د تهران لوی ښار د محمد رسول‌ الله سپاه ځواک قوماندان حسن حسن‌زاده، چې د مراسمو د عملي اجرا اصلي مسوولیت لري وايي، د علي خامنه‌اي تابوت به پر یوه دریځ کېښودل شي، چې له بېلابېلو ځایونو په اسانه ولیدل شي.

هغه زیاته کړې چې د خلکو د ننوتلو او وتلو لړۍ داسې تنظیم شوې ده چې هر کس وکولای شي په شاوخوا ۱۵ تر ۲۰ دقیقو کې دننه شي، د مخه ښې مراسم ترسره کړي او بېرته ووځي.

د چنګاښ په ۱۵مه نېټه به په تهران کې د جنازې رسمي لاریون او تشییع ترسره شي. د محمد رسول‌الله سپاه ځواک قوماندان ویلي چې د جنازې ځانګړی موټر د امام رضا د ضریح په بڼه ډیزاین شوی دی.

چارواکو څو ځله ټینګار کړی چې امنیت د دې مراسمو تر ټولو مهم لومړیتوب دی. د دوی په وینا، پوځي، انتظامي، استخباراتي او قضايي بنسټونه ټول په دې پروسه کې ښکېل دي، او د تهران د ننوتونکو بیا تر اصلي مراسمو پورې د امنیتي کمربندونو او څو پوړیزو تدابیرو په جوړولو سره هڅه شوې چې مراسم له هر ډول خنډ پرته ترسره شي.

له تهران وروسته به د جنازې مراسم د چنګاښ په ۱۶مه نېټه د قم په ښار کې دوام ومومي. ویل شوي چې د جنازې لمونځ به په جمکران کې د شیعه مذهب د یو لوړپوړي مرجع تقلید په امامت ادا شي.

مراسم تشییع نمادین خامنه‌ای در نجف

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، وروستیو ورځو کې په نجف کې د علي خامنه‌اي د جنازې سمبولیکو مراسمو انځور. ټاکل شوې ده چې اصلي مراسم د چنګاښ په ۱۷مه نېټه په نجف او کربلا کې ترسره شي.

نجف او کربلا

علي خامنه‌اي د خپل ژوند په اوږدو کې يوازې دوه ځله، په اووه او اتلس کلنۍ کې عراق ته سفر کړی و او له هغې وروسته بيا نجف او کربلا ته نه و تللی. د اعلان شوي پروګرام له مخې، ټاکل شوې ده چې د چنګاښ په ۱۷مه نېټه د هغه مړی د نجف هوايي ډګر له لارې عراق ته ولېږدول شي.

له نجف څخه د شيعه‌ ګانو د لومړي امام، امام علي په حرم کې د جنازې له مراسمو وروسته به دا مراسم د کربلا ښار کې هم دوام ومومي. وروسته به مړی بېرته د نجف له لارې ايران ته ولېږدول شي.

ايراني چارواکو ويلي چې په عراق کې د دې مراسمو ترسره کول د بېلابېلو عراقي ډلو او ټولنو د غوښتنې له مخې دي، او ټينګار کوي چې دغه مراسم مذهبي او له ملي پولو اوښتې بڼه لري.

خو ځينې شنونکي په دې باور دي چې په نجف او کربلا کې د جنازې ترسره کېدل ښايي د دې لپاره وي چې د سيمې د شيعه‌ ګانو تر منځ د علي خامنه‌اي له ایرانه بهر او مذهبي مقام لا روښانه او جووت وښودل شي.

يو شمېر څارونکي دا اقدام د اسلامي جمهوريت د هغو هڅو برخه ګڼي چې غواړي د تشيع په يوه تر ټولو مهم مذهبي مرکز کې خپل مذهبي او سياسي نفوذ وساتي او وښيي.

د ايران د بهرنيو چارو وزير، چې څو ورځې مخکې د دې مراسمو د همغږۍ لپاره بغداد ته تللی و، د جنازې مراسم ''سمبولیک ارزښت لرونکي'' بللي دي. هغه ويلي چې په نجف او کربلا کې د دغو مراسمو ترسره کېدل ښيي چې د علي خامنه‌اي نفوذ او مقام د ايران له پولو هاخوا هم د شيعه‌ ګانو تر منځ پراخ دی.

په همدې چوکاټ کې، ځينو ايراني چارواکو دغه مراسم د ''دواړو ولسونو د ژورې اړيکې'' د څرګندولو فرصت بللی او دا يې د سيمې د يوې پراخې سياسي ـ مذهبي کړۍ برخه ګڼلې ده.

د عراق حکومت په هغه هېواد کې د مراسمو له اصلي تنظيموونکو څخه شمېرل کېږي. د راپورونو له مخې، دغه مراسم د عراق د لومړي وزير د دفتر په مستقيمه همغږۍ او د ګڼو دولتي وزارتونو او ادارو په ګډون ترسره کېږي.

ځينو عراقي چارواکو د دغو مراسمو کوربتوب ''يو تاريخي وياړ'' بللی او ويلي يې دي چې د اداري، خدماتي او امنيتي برخو ټول امکانات به په بریالیتوب سره د مراسمو ترسره کېدو لپاره ځانګړي شي.

د مهر خبري اژانس د عراقي چارواکو له قوله راپور ورکړی چې د نجف او کربلا ولايتونه، د عراق د ترانسپورت، کورنيو چارو او بهرنيو چارو وزارتونه، د حشد الشعبي اداره او د عراق د لومړي وزير دفتر هغه بنسټونه دي چې د دغو مراسمو د تنظيم او همغږۍ مسووليت پر غاړه لري.

له تهران، قم، نجف او کربلا وروسته، ټاکل شوې ده چې د چنګاښ په ۱۸مه نېټه د مراسمو وروستی پړاو د مشهد په ښار کې ترسره شي او علي خامنه‌اي به د شيعه‌ ګانو د اتم امام، امام رضا په حرم کې خاورو ته وسپارل شي.

د مراسمو مسوولينو اعلان کړی چې له تدفين وروسته به د ايران په بېلابېلو ولايتونو کې د څلوېښتو ورځو لپاره مذهبي غونډې او د دعا مراسم ترسره شي. دغه راز ويل شوي چې خاورو ته د علي خامنه‌اي د سپارلو تر کليزې پورې به نورې غونډې، يادغونډې او مذهبي مراسم هم تنظيم او ترسره شي.

د مراسمو سیاسي اهمیت

مراسم عزاداری برای علی خامنه ای

د عکس سرچینه، Getty Images

د علي خامنه‌اي د تدفین مراسم په داسې حال کې ترسره کېږي چې د ايران اسلامي جمهوريت له ګڼو سياسي او ټولنيزو ننګونو سره مخ دی.

د ځينو شنونکو په وينا، د تېرو مياشتو پراخ لاريونونه او د معترضينو ځپل کېدل د هغه څه د لا ژورېدو لامل شوي چې هغوی يې ''د مشروعيت بحران'' بولي.

د دغو شنونکو په باور، په ايډيالوژيکو نظامونو کې د مشرانو د جنازې مراسم يوازې د وير او ماتم بڼه نه لري، بلکې د يووالي د ښودلو، د رسمي روايت د بيا پياوړتيا او د سياسي پيغامونو د لېږد لپاره هم کارول کېدای شي.

له همدې نظره، راتلونکي مراسم د مذهبي اړخ تر څنګ سياسي ابعاد هم لري. ځينې شنونکي باور لري چې دغه مراسم د واک د لېږد او له علي خامنه‌اي وروسته د سياسي نظام د ټينګښت په بهير کې سمبوليک رول لرلای شي.

ځينې نور شنونکي هم په دې اند دي چې دا مراسم به نه يوازې د حکومت لپاره د ملاتړ او د خلکو د یو ځای کېدو د کچې د ښودلو وسيله وي، بلکې په ايران کې د واک د لېږد او د سياسي نظم د تثبيت په بهير کې به هم اغېز ولري. ان ځينو د دې مراسمو يادونه له مجتبی خامنه‌اي سره د ''بيا بيعت'' په توګه کړې ده.

خو د شنونکو بله ډله ټينګار کوي چې د داسې پراخو مراسمو ترسره کېدل په خپله دا معنی نه لري چې ژورې سياسي او ټولنيزې ستونزې به هوارې شي. د دوی په اند، دغه مراسم په يوازې توګه نه شي کولای د حکومت او د ټولنې د ځينو برخو ترمنځ شته واټنونه او اختلافات له منځه يوسي.

په ورته مهال، دا مراسم په داسې شرايطو کې ترسره کېږي چې د ډېرو شنونکو پام د واک د لېږد څرنګوالي، د سياسي ځواکونو ترتيب او د تېرو مياشتو د بدلونونو پر وړاندې د ټولنې غبرګون ته اوښتی دی.

له همدې امله، د ډېرو شنونکو لپاره د دغو مراسمو ارزښت د يوې عادي ويرغونډې له کچې ډېر لوړ ګڼل کېږي. هغوی دا داسې مهم سياسي او مذهبي مراسم بولي چې ښايي له علي خامنه‌اي وروسته د ایران اسلامي جمهوريت د سياسي راتلونکې او تګلارې په تړاو ځينې نښې او اشارې وړاندې کړي.