ټرمپ: ایران او امریکا هوکړې ته ډېر نژدې شوي؛ تهران بايد اټومي وسلې ترلاسه نه کړی

د عکس سرچینه، EPA/Shutterstock
د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ وايي امریکا او ایران د یوې هوکړې رسېدو ته "ډېر نژدې" شوې او په وینا یې جزئیات به یې ډېر ژر په ډاګه شي.
نوموړي د امریکا سي بي اېس رسنۍ ته ويلي، "زه یوازې هغه هوکړه لاسلیکوم چې زموږ ټولې غوښتنې په کې پوره شوې وي."
هغه ټينکار وکړ چې نوې هوکړه بايد ایران "د اټومي وسلو" له ترلاسه کولو او د غني شويو يورانيو له "ناسم مديريت" څخه راوګرځوي که نه "اصلا خبرې پرې نشي کېدلی".
تر دې وړاندې د ایران د بهرنيو چارو وزارت وياند اسماعيل بقايي دولتي تلويزيون ته ويلي وو چې د امریکا او ایران دريځونه په تېره يوه اوونۍ کې بو بل ته نژدې شوي دي خو خبرداری یې ورکړ چې دا په دې معنی نه ده چې په مهمو مسئلو به هوکړې ته غاړه کېږدي.
سي بي اېس نيوز د باخبره سرچينو له خولې ليکلي چې په وروستي وړانديز کې د هرمز تنګي پرانیستل، په بهرنيو بانکونو کې د ایران د کنګل شويو شتمنيو د يوې برخې ازادول او د خبرو دوام شامل دي.
دې سرچينو سي بي اېس ته ويلي چې ښاغلي ټرمپ لاخپله وروستۍ پرېکړه نه ده کړې او دا مهال له خپلو سلاکارانو سره په سلا مشورو او د بهرنيو مشرانو لکه سعودي او د خليج د نورو هېوادونو له مشرانو سره په خبرو بوخت دی.
د امریکا ولسمشر ګواښ کړی چې که هوکړه ونشي "له داسې وضعيت سره به مخامخ شي چې هېڅ هېواد تراوسه په دې کچه د برید هدف نه دی ګرځېدلی."
د يادولو وړ ده چې پرون د پاکستان د پوځ مشر عاصم منير په يوه ورځني سفر تهران ته تللی و. نوموړي هلته د ایران د پارلمان له مشر محمد باقر قاليباف، ولسمشر مسعود پزشکيان او د بهرنيو چارو له وزير عباس عراقچي سره ليدلي وو.
دا په تېرو څو اوونيو کې ایران ته د عاصم منير دويم سفر دی.
بل لور د بيبيسي خبري شریکې رسنۍ سيبياېس نیوز راپور ورکړی چې امریکا په داسې حال کې د ایران پر وړاندې د نويو پوځي بریدونو لپاره چمتووالی کوي، چې دیپلوماتیکې هڅې لا هم روانې دي.
د سيبياېس نیوز د راپور له مخې، هغه سرچینې چې په مستقیمه توګه د پلانونو په هکله معلومات لري وايي چې د ټرمپ ادارې د جمعې پر ورځ د نویو بریدونو لپاره چمتووالی کاوه، خو تر ماښامه پورې وروستۍ پرېکړه ونه شوه.
ښاغلي ټرمپ په ټولنیزو رسنیو کې په یوه پیغام کې ویلي چې ''د حکومت چارې'' به د ده مخه ونیسي چې د شنبې په ورځ د خپل زوی، ډونلډ ټرمپ جونیر، د واده په مراسمو کې ګډون وکړي.
هغه پلان درلود چې د اونۍ پای رخصتي په نیو جرسي ایالت کې په خپل ګالف کلب کې تېره کړي، خو اوس بېرته سپینې ماڼۍ ته ستنېږي.
یو شمېر سرچینو ویلي چې د امریکا د پوځ او څارګرو ادارو ځینو غړو خپلې رخصتۍ لغو کړې دي او دا ګام د نویو احتمالي بریدونو د انتظار له امله پورته شوی دی.
د دې سرچینو په وینا، د امریکا پوځي او استخباراتي چارواکي په بهرنیو اډو کې د چمتو ځواکونو لېست تازه کوي، هممهاله په منځني ختیځ کې د مېشتو ځواکونو یوه برخه ایستل کېږي، چې دا په سیمه کې د امریکا پوځي شتون د کمولو او د ایران د احتمالي غبرګون د اندېښنو په چوکاټ کې ترسره کېږي.
د اپريل په پیل کې د موقت اوربند له پیل راهیسې، ایران او امریکا تر ډېره پر یو بل له مخامخ بریدونو ډډه کړې، چې د اوږدمهاله تړون په تړاو د غیر مستقیمو خبرو لپاره فرصت برابر شي.
د سپینې ماڼۍ ویاندې، انا کلی، سيبياېس نیوز ته ویلي: ''ټرمپ خپل سرې کرښې په بشپړ ډول روښانه کړې دي: ایران هېڅکله باید اتومي وسلو ته لاسرسی پیدا نه کړي او نه شي کولای خپل بډایه شوی یورانیم وساتي.''
امریکا او اسرائیلو د روان کال د فبرورۍ پر ۲۸ پر ایران پراخ بريدونه پیل کړل چې له کبله یې په منځني ختیځ کې شخړې راپور شوې. ایران په ځواب کې پر اسرائیلو او د امریکا پر متحدو خليجي هېوادونو بریدونه وکړل.


















