د افغان ستورمزلي عبدالاحد مومند مړی د کابل په مرنجان غونډۍ کې خاورو ته وسپارل شو

ګڼ خلک د عبدلاحد مموند پر قبر ورټول دي.
د عکس تشریح، په عیدګاه جومات کې د جنازې لمونځ له ادا کولو وروسته د عبدالاحد مومند مړی په مرنجان غونډۍ (نادر خان تپه) خاورو ته وسپارل شو.
د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۳ دقیقې

د افغانستان د لومړني ستورمزلي عبدالاحد مومند جنازه نن دوشنبه (چنګاښ ۱۵/د جولای ۶) سهار مهال کابل ته ورسېده او د جنازې لمونځ یې د کابل په عیدګاه جومات کې ادا شو.

په کابل کې د بي‌بي‌سي خبریال پاینده څرګند چې د هغه د جنازې مراسمو ته ورغلی، وايي چې د افغانستان د وفات شوي دغه یوازېني ستورمزلي مړی د کابل په مرنجان غونډۍ (نادر خان تپه) کې خاورو ته وسپارل شو.

جنازه یې نن سهار د کابل هوايي ډګر ته ورسېده چې ګڼ خلک یې بدرګې ته ورغلي وو.

په کابل کې د بي‌بي‌سي خبریال سید عبدالله نظامي وايي، د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت د تشریفاتو رییس ډاکتر عبدالباري عمر په مشرۍ یو جګپوړی دولتي پلاوی، د بېلابېلو قشرونو استازي او همدا راز د ښاغلي مومند دوستان او پخواني همکاران د درناوي لپاره هوايي ډګر ته ورغلي وو.

ګڼ خلک د عبدلاحد مموند پر قبر ورټول دي.
د عکس تشریح، پر مرنجان غونډۍ د عبدالاحد موند پر قبر ورټول خلک

عبدالاحد مومند د جون ۲۱مه د سرطان ناروغۍ له کبله د ۶۷ کلونو په عمر جرمني کې مړ شو.

د کابل له نړیوال هوايي ډګره په خپرو شویو عکسونو او ویډیوګانو کې ښکاري چې د تشریفاتو قطعه هم د ښاغلي مومند جنازې ته ولاړه وه.

کابل
د عکس تشریح، جنازه یې نن سهار د کابل هوايي ډګر ته ورسېده چې ګڼ خلک یې بدرګې ته ورغلي وو.
کابل افغانستان

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت د تشریفاتو رییس هوايي‌ ډګر کې په جوړو شویو مراسمو کې رسنیو ته خبرو کې ویلي، چې عبدالاحد مومند "یوازې یو کادر او علمي شخصیت نه و، بلکې د اسلامي فکر خاوند او پر خاورې، اسلام او هېواد مئین سړی کس و."

هغه د نوموړي مړینه "هېواد لپاره لویه ضایعه" وبلله.

د عبدالاحد مومند ورور پیر محمد مومند وویل، چې د نوموړي د مړینې د خبر له خپرېدو وروسته ورسره د طالبانو له حکومت نیولې د هغه تر پخوانیو همکارانو، دوستانو او عامو افغانانو پورې خلکو اړیکه نیولې او د هر راز همکاریو ډاډ یې ورکړی و.

د یادونې ده چې عبدالاحد مومند له ۱۹۹۲ کال راهیسې له خپلې کورنۍ سره د جرمني په شتوتګارډ کې اوسېده.

هغه دوه لوڼې او يو زوى لري.

هغه افغان ستورمزلی چې فضا ته یې قرآن شریف ورسره یووړ

د ویډیو تشریح، عبدالاحد مومند، هغه افغان ستورمزلی چې فضا ته یې قرآن کریم ورسره یووړ

عبدالاحد مومند لومړنی افغان ستورمزلی و چې په ۱۹۸۸ کال یې میر فضايي مرکز ته د سفر پر مهال له ځان سره فضا ته قرآنکریم ولېږداوه او هلته یې تلاوت وکړ.

نوموړي له هغه ځایه له خپلې مور سره تلېفوني خبرې هم کړې وې او په دې توګه پښتو څلورمه رسمي ژبه شوه، چې په فضا کې ویل کېده.

ښاغلی مومند د دغه فضايي سفر پر مهال ۲۹ کلن و.

د ده د کار او ژوند په اړه نور معلومات په دغه رپوټ کې لوستلی شئ.