تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
کرېکټ: هند په اوو وېکټو له افغانستانه لوبه وګټله
هند افغانستان ته د شل اوریزو لوبلړۍ په لومړۍ لوبه کې په اوو وېکټو ماته ورکړه. هند د پچې له ګټلو سره لومړی افغان لوبډلې ته د منډو جوړولو بلنه ورکړه.
افغانستان د اتو لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۵۶ منډې وکړې چې هند د دريو لوبغاړو په سوځېدو سره په ۱۴ اوور کې پوره کړې.
د افغانستان لپاره عظمت الله عمرزي تر ټولو ډېرې (۶۴) منډې جوړې کړې او ناسوځېدلی پاتې شو. دا په شل اوریزو نړیوالو سیالیو کې د عمرزی دویمه نیمه سلیزه ده.
بل افغان لوبغاړی محمد نبي بیا ۳۳ منډې جوړې کړې. د ده تر څنګ صدیق الله اتل ۱۳، ابراهيم ځدراڼ ۱۱ او مجيب الرحمان نهه منډې وکړې.
د هند لپاره ارشديپ سېنګ دری، جسپريت بومر، اکشر پټېل او ورون چکرورتي يو يو لوبغاړی وسوځاوه.
په توپ وهنه کې بيا ابيشېک شرما ۸۲، اېشان کېشن ۴۲، سنجون سمسن ۱۰، شرېیاس اير ۸ او تېلک ورما دری منډې وکړې.
د افغانستان لپاره محمد نبي دوې او عظمت الله عمرزي يوه وېکټه واخيسته.
د دواړو هېوادونو تر منځ د دريو شل اوريزو لوبو لړۍ د افغانستان په کوربتوب په ډيلي کې ترسره کېږي.
د نننۍ لوبې لپاره د افغانستان له لوري ابراهیم ځدراڼ، رحمان الله ګوربز، صديق الله اتل، دروېش رسولي، عظمت الله عمرزی، ګلبدين نايب، محمد نبي، راشد خان، مجيب الرحمان، نور احمد او فضل الحق فاروقي غوره شوي دي.
بل پلو د هند له لوري به سنجو سمسن، ابيشېک شرما، اېشان کېشن، شرېيس اير، تېلک ورما، نېتېش کومار رېډي، شېوم ډوبې، اکشر پټېل، ارشديپ سېنګ، جسپريت بومرا او ورون چرکرورتي لوبېږي.
د هند تر څنګ افغانستان هم د شل اوريزو سياليو تکړه لوبغاړي لري چې د هند غوره ليګ په ګډون د نړۍ په بېلابېلو لیګونو کې د لوبېدو له کبله د پراخې تجربې خاوندان دي. د سپېن يا ورو توپ اچونې برخه یې د نړۍ په کچه خورا پياوړې ده چې د هند لپاره سرخوږی جوړولی شي.
خو که دواړو لوبډلو او د هغوی تاريخ ته وکتل شي، هند د کرېکټ اوږد تاریخ لري او څو ځله یې نړيوال جامونه هم ګټلې دي، بل پلو د افغانستان کرېکټ نوی د راغوړېدو په حال کې دی او په دې وروستيو کې یې په نړيواله کچه د ډېرو پام ځانته را اړولی دی.
د افغانستان او هند ترمنځ دری واړه شل اوريز لوبې د افغانستان په کوربتوب د ډيلي په ارون جېټلي لوبغالي کې ترسره کېږي.
لومړي لوبه د سپټمبر پر ۱۳ مه نېټه، دويمه لوبه د سپټمبر پر ۱۵ او درېیمه لوبه د سپټمبر پر ۱۷ نېټه پلان شوې دي.
لوبو ته د افغانستان کرېکټ بورډ تياری
د افغانستان او هند تر منځ د لوبې کپ ته د "دوستۍ جام" نوم ورکړل شوی، هسې چې دا لوبلړۍ تاریخي بلل کېږي هماغسې کوربه افغانستان یې د لا ښه ډاګیزه او رسنیزه کېدو لپاره نوښتونه کړي دي.
د دغې لوبلړۍ ټولې تخنیکي چارې د افغانستان کرېکټ بورډ پر غاړه دي، د تبصرو په برخه کې به یو افغان احمد فرهاد فدايي د نورو مخکښه تبصره کوونکو تر څنګ په لومړي ځل د نوي ډیلي په لوبغالي کې د افغانستان او هند پر لوبه ژوندۍ تبصره کوي.
د لوبې له شپږو لوبڅارانو پنځه هغه یې افغانان دي، شپږم ډېېن کاسکر به د ریفري دنده پر غاړه لري.
د تلویزیوني نشراتو حقوق هم د افغانستان کرېکټ بورډ سره دي او د افغانستان او هند سربېره په پاکستان، اسټرالیا، شمالي امریکا، بریتانیا، اروپا او افریقا کې ځيني تلویزیوني چینلونو یې د خپریدو حق اخیستی دی.
د افغانستان په کوربتوب دا لوبې د نوي ډیلي په ارون جیټلي لوبغالي کې چې په کوچني کابل د مشهور بازار لاجپت نګر څخه شاوخوا ۱۳ کیلومتره لرې دی کېږي.
دا ځای پخوا د کډوالو یوه مېنه وه او اوس د زرګونو افغانانو استوګنځی دی. افغانان دلته خپل رستورانتونه، د وچو مېوو هټۍ، درملتونونه او د اسعارو د تبادلې ګڼ مرکزونه لري، دلته ګرځيدو سره به دې کابل سترګو ته دریږي داسې چې ان پښتو او دري ګڼې لیکدړې لېدل کېږي.
هند د ایرلنډ او انګلنډ څخه د سر په سر سختو ماتو وروسته د افغانستان خلاف تر ټولو پیاوړې لوبډله اعلان کړې او داسې ښکاري چې د تېرو نړیوالو جامونو اتله لوبډله بله کومه ماته نشي زغملی.
بلخوا د افغانستان ملي لوبډله ده چې د تېرې فبرورۍ میاشتې راهیسې یې کومه لوبه نه ده کړې، لوبډلمشر یې بدل شوی، لوبغاړي یې لوبو ته ښه جوړ ښکاري او په دې وروستیو کې پرلپسې ښه ځلیدلي دي.
دوی د هند پر وړاندې د ځان ثابتولو او هند ته په لومړي ځل د ماتې ورکولو ښه موکه په مخکې ویني.
هند کې سرچینو ویلي د لومړۍ لوبې کتلو لپاره ټول ټکټونه پلورل شوي، او میلیونه نور یې په رسنیو څاري.
اټکل کېږي چې د افغانستان کرېکټ بورډ به له دې لوبلړۍ تر ۳ میلیونو ډالرو عواید تر لاسه کړي.