BBC News, پښتو - کور پاڼه

ایران وايي، هرمز تنګی 'پرانیستی' دی، خو د بېړیو څار ادارې وايي، خورا لږ شمېر بېړۍ روانې دي

د ایران د بهرنیو چارو وزیر له جي ایم ټي مهال سره سم ماسپښین یوه بجه وویل، په داسې حال کې چې د لبنان اوربند پر ځای وي، هرمز تنګی د بېړیو لپاره "پرانیستی" دی. بل لور د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ پر ټروت سوشل د پیغامونو یوه لړۍ کې د دې اقدام ستاینه وکړه، ټینګار یې وکړ چې د امریکا لخوا به د ایراني بندرونو محاصره تر هغه وخته دوام وکړي چې د امریکا او ایران تر منځ بشپړ توافق نه وي شوی.

مهم خبرونه

بي بي سي پښتو اوس پر وټساپ هم شته

په خپل ګرځنډه ټلیفون کې د بي بي سي پښتو تازه خبرونه، څېړنیز رپوټونه او د افغانستان، پاکستان او نورې نړۍ په اړه ځانګړې معلوماتي لیکنې لوستلی شئ.

ځانګړي مطالب

  • د افغانستان - پاکستان شخړه: د ماشومانو پر زدکړه یې اغېز

    د افغانستان په یوه لیرې غرنۍ کلیواله سیمه کې ویجاړ ښوونځی، چې د جګړې ناخوالو یې زدکوونکي له زدکړو محروم کړي. دا د کونړ ولایت د بریکوټ کلی دی چې یو ښوونځی پکې د پاکستاني پوځ په مرمیو سوری سوری شوی دی.

  • سیکېډا: د کوویډ-۱۹ نوې بڼه څومره د اندیښنې وړ ده او ولې پرې ماشومان ډېر اخته کېږي؟

    د روغتیا نړیوال سازمان د کوویډ-۱۹ یوه ډېره بدله شوې بڼه، چې تر دې دمه یې بېلګې د نړۍ په ۲۳ هېوادونو کې لیدل شوې، څاري. د امریکا له متحدو ایالتونو، هانک‌کانګ، موزامبیق او بریتانیا پر سیکېډا د اخته کېدو رپوټونه ورکړ شوي دي. د کوویډ-۱۹ دغه وریانټ یا بڼه رسمآ بي‌اې ۳.۲ بڼه بلل کېږي. تر اوسه د دې څه دلیل نشته، چې د کوویډ دا بڼه دې تر نورو هغو ډېره خطرناکه وبلل شي، خو متخصصان وايي داسې برېښي چې ماشومان پرې تر لویانو ډېر ډېر اخته کېږي. نو د کوویډ دې بڼې ته باید څومره اندېښمن اوسو؟

  • مکې مکرمې ته د کڼو مسلمانانو سفر "لکه خپل کور مې چې موندلی وي"

    جاني حسین په ۱۳ کلنۍ کې مکې مکرمې ته د خپل لومړني سفر یادونه ښه په یاد دي. هغه وايي: "زما په زړه دي‌ چې مور مې ژړل، خو زه نه پوهېدم چې ولې ژاړي او دا راته ډېرغمجن احساس و".

  • "اختر کې کور ته راته، خو ان مړی یې هم ونه موندل شو"

    ټاکل شوې وه ۲۶ کلن سید محمد له پنځې میاشتنې درملنې وروسته،‌اختر کې خپل کور ته ستون شي،‌ خو له اختره څو ورځې وړاندې یې د روږدو د درملنې پر مرکز د پاکستان هوايي برید کې ژوند وبایله. طالبانو د برید پړه پر پاکستان اچوي خو پاکستان وايي‌ پوځی تاسیسات یې په نښه کړي. د طالبانو حکومت روسیې ته وړاندیز کړی چې پېښې د ځای ارزولو لپاره یو مسلکي ټیم واستوي.

افغانستان لپاره د بي‌بي‌سي ټلوېزیوني خپرونې

بي‌بي‌سي نیوز افغانستان چې د سپوږمکۍ (سټلایټ) له لارې خپرېږي، د افغانستان، سیمې او نړۍ پر سیاست، اقتصاد، کلتور، لوبو او ټولنیزو چارو پام ساتي. دا خپرونې پر پښتو او دري ژبو خپرېږي .

غواړئ چې انټرنېټ مو ډېر مصرف نشي؟

د وېب‌سایټ هغه بڼه ولولئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي.

تازه خبرونه واورئ

  • راتلونکې برخه واورئ , غرمني خبرونه, ۰۹:۳۰, ۱۸ اپریل ۲۰۲۶, ۱۴،۳۰ موده

    د افغانستان، سيمې او نړۍ وروستي خبرونه

  • راديويي څپې

    نړۍ دا وخت

    د بي بي سي پښتو ټلویزیوني خپرونه چې هره ورځ د افغانستان په شپږ بجو په ژوندۍ بڼه خپرېږي.

    تر ټولو ډېر لوستل شوي