د کونړ، باجوړ او مومندو قومي مشرانو د سولې تړون وکړ

د عکس سرچینه، Facebook@Tank Jirga/File
- Author, سمیع الله موسیزی
- دنده, کابل
- د لوستلو وخت: ۲ دقیقې
د کونړ ولایت او د ډیورنډ کرښې بلې غاړې ته د باجوړ او مومندو ولسوالیو قومي مشران د کونړ د سرکاڼو ولسوالۍ په نواپاس سیمه کې جرګه شوي.
دې جرګې یو ولسي تړون هم کړی، بي بي سي یې یوه کاپي تر لاسه کړې او له دواړو خواوو څه د پاسه ۳۰ قومي مشرانو لاسلیک کړې ده.
دا هوکړه چې د "سولې او امن لپاره ګډ ولسي تړون" نوم ورکړل شوی پنځه مادې لري.
لومړۍ ماده کې راغلي چې د دواړو خواوو ځواکونه به خپلو "سابقه ځایونو" کې ځای پر ځای کېږي او یو پر بل د "تېري حق" نه لري.
په بله ماده کې ویل شوي چې که د پاکستان له لوري پر کونړ برید کیږي نو مسؤولیت به یې د پاکستان د حکومت پر غاړه وي او که له کونړ ولایته پر باجوړ او مومندو برید کېږي نو مسؤولیت به یې افغانستان کې د طالبانو د حکومت پر غاړه وي.
په درېیمه ماده کې راغلي چې د دې تړون له مخې به بې ځایه شوې کورنۍ بېرته خپلو سیمو ته ستنېږي او که بیا جګړه کېږي نو خلک دې نه په نښه کیږي.
په څلورمه ماده کې ویل شوي چې "هر نظام د خپل داخلي امنیت مسؤل دی".
په پنځمه او وروستۍ ماده کې ټینګار شوی چې له دې تړونه سرغړوونکی لوری به "پړ او ملامت" وي.
د دې تړون په یوه بله برخه کې یادونه شوې چې د جرګې غړي به په هرو درېو میاشتو کې د دې تړون د "تطبیق او نظارت" لپاره یو وار ناسته کوي، خو د ناستې ځای نه دی په ډاګه شوی. دغه راز ویل شوي چې دا تړون د پاکستان لور ته د دیر له شاهي تر مهمندو او د کونړ له دانګام ولسوالۍ تر خاص کونړ پورې سیمې رانغاړي.
د طالبانو حکومت غبرګون

د عکس سرچینه، AFP via Getty Images
که څه هم په یاد ولسي تړون کې ویل شوي چې دا جرګه د دواړو هېوادونو د حکومتونو په اجازه شوې ده، خو افغانستان کې د طالبانو حکومت لا په دې اړه څه نه دي ویلي.
دا جرګه د دوشنبې پر ورځ شوې ، خو په همدې ورځ د طالبانو حکومت د مرستیال ویاند حمد الله فطرت وویل چې د پاکستان له لوري د توغندیو او ډرون بریدونو کې درې ولسي وګړي وژل شوي او۱۴ نور ژوبل شوي چې ډېر یې مېرمنې او ماشومان دي.
نوموړي پر ایکس بیان کې ویلي چې د کونړ پر دانګام ولسوالۍ دې برید کې د نجونو او هلکانو دوه ښوونځي، یو روغتیايي مرکز او دوه جوماتونه زیانمن شوي او ۸۰ څاروي هم له منځه تللي دي.
ځايي خلک وايي چې په تېرو څو میاشتو کې د کونړ ولایت پر بېلابېلو سیمو د پاکستان له لوري څو ځله د توغندیو او ډرون بریدونه شوي دي. په دې بریدونو کې د ځايي چارواکو د وینا له مخې لسګونه ولسي وګړي وژل شوي او ګڼ شمېر نور ژوبل شوي دي.
افغانستان کې د طالبانو حکومت وايي دې بریدونوته یې ځواب ورکړی دی .
له تېرو څو میاشتو راهیسې د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې په نورو سیمو کې هم څو ځله نښتې شوي چې ولسي وګړو ته یې د سر او مال درانده زیانونه اړولي دي.



















