په افغانستان کې د طالبانو د حکومت پنځه کاله: نړیوال د ملاتړ د کموالي خبرداری ورکوي

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, عبد الله الهام
- دنده, بي بي سي
- د خپرېدو وخت
- د لوستلو وخت: ۶ دقیقې
پر افغانستان د طالبانو حکومت د بیا واکمنېدو د پنځمې کلیزې په تړاو د ملګرو ملتونو، اروپايي ټولنې او ځینو لویدیځو هېوادونو استازو په افغانستان کې د ګڼو هم مهاله کړکېچونو، په تېره بیا د ښځو او نجونو ژوند ته د جدي ننګونو په اړه خبرداری ورکړی.
د ملګرو ملتونو د امنیت شورا مشرتابه د لسګونو هېوادونو په استازي خپره کړې ګډه اعلامیه کې ویلي، چې په تېرو پنځو کلونو کې په افغانستان کې د بشري حقونو ناوړه وضعیت، بشري کړکېچ او اقتصادي او امنيتی ستونزو پر افغانانو فشار او ګاونډیو هېوادونو او د سیمې امنیت ته خطرونه ډېر کړي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ښځو برخې د مسؤلې په ګډون د نړیوالو ټولنو او هېوادونو استازو له افغانستانه د نړیوال پام او ملاتړ پر اوښتو هم نیوکې او خواشيني ښودلې.
د امنیت شورا د پړاویزې مشرې خبرداری

د عکس سرچینه، Getty Images
د ملګرو ملتونو د امنیت شورا مشرې او په دې شورا کې د ډنمارک استازې د ملګرو ملتو د شپږ-پنځوس غړو هېوادو په استازیتوب د هغوی په ګډه اعلامیه کې وویل چې په تېرو پنځو کلونو کې افغانستان لا هم د بشري حقونو، بشري مرستو، اقتصاد او امنیت له ژورو ستونزو سره مخامخ دی.
هغې زیاته کړه: "طالبان د تبعیضي فرمانونو د پرله پسې پراخېدونکې شبکې له لارې، چې له ښځو سره توپیري چلند لا ژوروي او د هغوی قانوني خوندیتوب کمزوری کوي، د ښځو او نجونو حقونه، کرامت او د خپلواک تصمیم نیولو واک تروړي".
د هغې په وینا: "د ټولګډوني حکومت نشتوالی لا هم په افغانستان کې د تلپاتې سولې او ثبات د ټینګېدو امکانات کمزوري کوي. بشري اړتیاوې لا هم ډېرې جدي دي، د بشري حقونو سرغړونې دوام لري، او ترهګرې ډلې لا هم د افغانستان د خلکو او همدارنګه د سیمې او نړۍ امنیت ته ګواښ ګڼل کېږي".
هغې زیاته کړه چې د زده کړې د حق دغه جدي نقض د افغانستان پر اقتصادي پرمختګ او د بنسټیزو عامه خدمتونو پر وړاندې کولو هم پراخې منفي اغېزې کړې دي.
د ملګرو ملتونو د ښځو برخې هم ویلي چې له بیاواکمنېدو وورسته پر افغان ښځو د طالبانو حکومت له سلو ډېرو محدودوونکو فرمانونو زده کړو، کار، تګ راتګ، روغتیايي خدماتو او عدالت ته د ښځو ورځنی لاسرسی په ډېرېدونکي ډول محدود کړی.

د عکس سرچینه، Getty Images
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې ځانګړې استازې سوزان فرګوسن ویلي، په افغانستان کې هممهاله ګڼ ناورینونه د دې لامل شوي چې له نیمايي ډېر د ښوونځي عمر لرونکي ماشومان له ښوونځیو پاتې او په درېیمه برخه ولایتونو کې د ماشومانو خوارځواکي جدي کچې ته لوړه شوې.
هغې د ملګرو ملتونو د پروګرامونو په ګډون افغانستان ته د نړیوال ملاتړ پر کمېدو هم خواشيني ښودلې او زیاته کړې چې په افغانستان کې د ښځو د ملاتړ له نيمايي ډېر فعال بنسټونه هم تر راتلونکي کال د فعالیت وس نه لري.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنېټ هم ویلي، "تېر پنځه کاله د مېلیونونو افغانانو لپاره د فرصتونو د مخنيوي، د آزادیو د تروړل کېدو او په سیستماتیک ډول د هیلو د له منځه تګ دوره وه".
هغه زیاته کړه "په دغو پنځو کلونو کې طالبانو یوازې فردي محدودیتونه نه دي لګولي بلکه د ځپنې یو اداراتي او بنسټیز سیستم یې جوړ کړی. اساسي قانون ختم شوی، د څار خپلواک بنسټونه له منځه تللي، د ښځو د وزارت ځای امر بالمعروف او نهی عن المنکر ته ورکړل شوی چې اوس په عملي ډول د ورځني ژوند په هره برخه کې د پولیسۍ رول لوبوي".
د اروپايي ټولنې د پارلمان یوې غړې حنا نیومن هم له افغانستان سره د نړیوالو د ملاتړ پر کمېدو نیوکه کړې او پر ټولنیزو شبکو یې د طالبانو له محدودیتونو سره د مخ افغانانو د ملاتړ پر ځای د هغوی له حکومت سره د تعامل پر بحثونو نیوکې کړې.
د استراليا حکومت او د افغانستان لپاره د برېتانیا ځانګړي استازي بیا له افغانستان سره د خپلو مرستو د دوام ژمنه کړې. خو تر څنګ یې ټینګار کړی، چې افغانو ښځو ته باید د هغوی حقونه ورکړل شي.
د ځینو افغان سیاسي څېرو غبرګونونه
د صلاح الدين رباني په مشرۍ د افغانستان اسلامي جمعيت، د مارشال عبدالرشيد دوستم په مشرۍ د افغانستان اسلامي ملي جنبش، د افغانستان د ازادۍ جبهې، د افغانستان د موسيقۍ ملي انسټيټيوټ، د افغانستان د ښځو د اعتراضي خوځښتونو خپلواک ائتلاف او يو شمېر نورو بنسټونو او سياسي څېرو د طالبانو د واکمنۍ د پنځمې کليزې په مناسبت توند او له نیوکو ډک دریځونه خپاره کړي.
د افغانستان اسلامي جمعيت د ۲۰۲۱ کال د اګست ۱۵مه «طالبانو ته د افغانستان د سپارلو ورځ» بللې او په يوه اعلاميه کې يې ادعا کړې چې دې پېښې هېواد د "خطرناک زوال پړاو" ته ورټېل واهه، ښځې له ټولنيز ژونده "وايستل شوې"، د قانون واکمني "کمزورې" شوه او "دولتي او اقتصادي جوړښتونه ړنګ" شول.
په اعلاميه کې راغلي چې طالبان تر پنځو کلونو وروسته هم نړيوال مشروعيت نه لري او د هغوی په مقابل کې درېدو ته د خلکو" اراده پياوړې شوې" ده.
د افغانستان د ښځو د اعتراضي خوځښتونو خپلواک ائتلاف هم د ښځو د اعتراضي غونډو له انځورونو او د «جنسيتي تبعيض ته د پای ټکی کېږدئ» په څېر شعارونو په خپرولو سره ويلي چې د طالبانو له واکمنېدو وروسته د ميليونونو وګړو، په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو، ازادي، عدالت، انساني کرامت او بنسټیز حقونه په" پراخه کچه تروړل" شوي.
دغه ائتلاف له نړيوالې ټولنې او نورو هېوادونو غوښتي چې د هغه څه په اړه چوپ پاتې نه شي چې دوی يې «جنسيتي اپارتايد» او د بشري حقونو پراخې سرغړونې بولي.
د افغانستان د موسيقۍ د ملي انسټيټيوټ مشر احمد سرمست ويلي چې د طالبانو د تګلارو پر ضد يې د موسيقۍ يو اعتراضي اثر چمتو کړی دی.
د افغانستان د ازادۍ جبهې هم د طالبانو د پنځه کلنې واکمنۍ په اړه ويلي چې دا موده د طالبانو د کړنو ارزولو ته بس ده، خو دغه ډله له دې سره چې پر ټول هېواد واکمنه ده، "نشي کولی چې په زور ولاړه واکمني په يوه مشروع، ټولګډونه او پایېدونکي سياسي نظام بدله کړي".
دې جبهې د نړيوالې ټولنې پر چلند هم نيوکه کړې او ويلي يې دي چې په افغانستان کې تلپاتې ثبات يوازې د داسې رژيم په ساتلو نه شي راتلای چې" يوازې پر خاورې کنټرول ولري، بلکې مشروع، حساب ورکوونکی، د وګړو حقونو ته ژمن او د ترهګرۍ او افراطيت پر ضد د مبارزې وړ دولت ته اړتيا ده".
مارشال عبدالرشيد دوستم هم په يوه پيغام کې خبرداری ورکړی چې "د طالبانو د واکمنۍ دوام د سيمې او نړۍ په ګټه نه دی، ځکه د هغه په وينا د القاعده په ګډون په افغانستان کې لسګونه وسلوالې ډلې فعالې دي او د دې حالت له پامه غورځول په سيمه کې د يوې نه اټکلېدونکې فاجعې لامل کېدی شي".
ځينو نورو سياسي څېرو هم ويلي چې د طالبانو د حکومت سختې واکمنۍ افغانستان له "نړيوالې ګوښه کېدنې سره مخامخ کړی دی".
د دوی په باور، د حل لاره دا ده چې د يوې لويې جرګې له لارې د افغانستان د بېلابېلو قومونو استازي راټول شي او د تفاهم او پخلاينې لار خپله کړي، ځکه د اوسني حالت دوام کولای شي افغانستان يو ځل بيا بې ثباتۍ ته ورټېل وهي.
د روادارۍ په نامه د بشري حقونو یوه ټولنه ادعا کوي، د طالبانو د حکومت په تېرو پنځو کلونو کې په چاودنو، ځانمرګو بریدونو، د پاکستان پوځي بریدونو، هدفي او خپلسرو وژنو کې "نږدې اووه زره افغان ملکي وګړي وژل شوي یا ټپیان شوي دي".
دې ټولنې ادعا کړې چې، "د وژل شویو کسانو په ډله کې ۴۷ معترضان هم شامل دي چې اته ښځې هم پکې دي".
دغه ټولنه زیاتوي چې په "همدې موده کې تر شپږو زرو ډېر کسان هم په خپل سري او ناقانونه ډول نیول شوي دي".
د دې ټولنې په وینا، پخواني حکومت کارکوونکي، مدني فعالان، خبریالان او د بشري حقونو فعالان هم په نیول شویو کسانو کې وو.
د دې ټولنې مشره شهرزاد اکبر وايي، دغه شمېرې يې د خپلو شپږ مياشتنيو راپورونو پر بنسټ او له سيمهييزو سرچينو او نړيوالو ادارو سره تر کره کتنې وروسته راټولې کړې دي.
د طالبانو حکومت تر اوسه د دې راپور په اړه څه نه دي ویلي.

















