هغو افغانانو چې پاکستانيو ښځو سره یې ودونه کړي، ځانګړي کارټونه ورکړل کېږي

د ویډیو تشریح، هغو افغانانو چې پاکستانيو ښځو سره یې ودونه کړي، ځانګړي کارټونه ورکړل کېږي
هغو افغانانو چې پاکستانيو ښځو سره یې ودونه کړي، ځانګړي کارټونه ورکړل کېږي
د خپرېدو وخت

پېښور کې هايي کورټ يا لوړې محکمې هغو لسګونه افغان کډوالو ته چې پاکستانيو ښځو سره یې ودونه کړي د پاکستان اورېجن کارډ يا پي او سي کارټونو ورکولو پرېکړه کړې ده. خو پي او سي کارټ څه دی او دغه ډول کارټونه سره به دغه افغانان پاکستان کې د اوسېدو څه ډول اسانتياوې ولري؟

نورو بهرنيانو ته چې له پاکستانيو ښځو سره یې ودونه کړي وي، د محکمو له پرېکړو پرته پي او سي کارټونه ورکول کېږي نو افغان کډوالو سره ولې توپيري چلن کېږي؟