په تایلنډ کې "۱۴ کلن زدکوونکي د ځان او نیا او نیکه په ګډون اته تنه وژلي"

درې ښځې چې د ښوونځي کارکوونکې برېښي، یوې بلې ته د ډاډګېرنې ورکولو په دود سره راټولې دي او یوې یې د بلې پر اوږه سر ایښی او ژاړي.

د عکس سرچینه، Reuters

د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۲ دقیقې

تایلنډي چارواکي د ادعا له مخې وايي چې د نهم ټولګي یوه "۱۴ کلن زدکوونکي" ښوونځي باندې تر برید مخکې خپل نیا او نیکه هم وژلي دي.

د تایلنډ د روغتیا وزیر ویلي چې مشکوک بریدګر په ښوونځي کې دننه تر ډزو مخکې خپل نیا او نیکه هم وژلي دي چې مړي یې د دوی په کور کې موندل شوي دي.

پولیسو مخکې په دغه برید کې د وژل شوو شمېر شپږ تنه ښودلی و خو اوس وايي چې د مشکوک بریدګر او د هغه د نیا او نیکه په ګډون ټولټال اته کسان وژل شوي چې پنځه یې ښوونکي دي.

پولیس وايي چې زدکوونکي په دغه برید کې د خپل نیکه (۹‌اېم‌اېم) توپنګچه کارولې او وروسته یې ځان هم پرې وژلی دی.

تر اوسه د دغه برید تر شا انګېزه نه ده روښانه شوې.

"بریدګر کوټه په کوټه ګرځېده"

یوه ډله ماشومان په منډه دي.

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، د برید ښکار شوي ښوونځي په ګډون له سیمې ته څېرمه ځينو مکتبونو او وړکتونونو ماشومان خپلو کورونو ته رخصت کړای شوي دي.
د ښوونځي دوو زدکوونکو خپلې استادې ته غېږ ورکړې او ژاړي.

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، دغه برید په تایلنډ کې د وسلو ګرځولو قانون په اړه بحثونه راپورته کړي دي.

د پېښې له ځایه په خپرو شوو ویډيوګانو کې ښکاري چې د ښوونځي کارکوونکي په چټکۍ سره زدکوونکي له ټولګیو باسي او په سیمه کې پولیس او امبولانسونه هم لیدل کېږي.

پېښه د نونتابوري ولایت په بانګ کروای ولسوالۍ کې شوې او د برید ښکار شوي ښوونځي په ګډون سیمې ته څېرمه ځينې مکتبونه او وړکتونونه رخصت کړای شوي دي.

بي‌بي‌سي ته د دغه ښوونځي د اووم ټولګي یوې زدکوونکې د خپلو سترګو لیدلی حال ویلی. هغه وايي چې له خپل ټولګي یې بریدګر لیده چې کوټه په کوټه ګرځېده او وروسته یې د دوی په ټولګي کې ولاړه ښوونکې هم وویشته.

دا زدکوونکې وايي چې له هغې وروسته یې نور څه و نشوای لیدلی.

دې پېښې اوس په تایلنډ کې د وسلو ګرځولو قانون په اړه بحثونه راپورته کړي دي او د حکومت مخالف ګوند ورته د بیاکتنې غوښتنه کړې ده.