خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې د مولانا محمد ادریس د هدفي وژنې خلاف احتجاجونه

د عکس سرچینه، Halimullah/JUI-F
د خیبرپښتونخوا په چارسده کې د سېشنبې پر ورځ د مشهور دیني عالم مولانا محمد ادریس د وژل کېدو خلاف نن (چارشنبه) د پاکستان په بېلابېلو سیمو او ښارونو کې کارونه بند او احتجاجونه شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې پولیس وايي، د امنیتي کمرو په مرسته د مشکوکو بریدګرو تر پېژندل کېدو وروسته د هغوی لټون روان دی.
د یادونې ده چې د مولانا محمد ادریس د وژلو مسوولیت د اسلامي دولت په نامه ډلې (داعش) منلی دی.
د هند نیمهوچې لپاره د القاعده شبکې څانګې او د پاکستاني طالبانو تحریک (ټيټيپي) بیا پر نوموړي برید غندلی او د هغه پر وژل کېدو یې خواشینې ښودلې ده.
مولانا ادریس خیبرپښتونخوا کې د مولانا فضل الرحمن په مشرۍ د جمعیت علمای اسلام ګوند سرپرست مشر و.
په دې پېښه کې دوه پولیس، چې د هغه د ساتنې دنده یې درلوده، ټپيان شوي دي.
د چارسدې د پولیسو مشر وقاص خان بيبيسي ته ویلي، له ترهګرۍ ضد ادارې، پولیسو او نورو اړوندو ادارو یوه ګډ ټیم جوړ شوی، چې له بېلابېلو سیمو د امنیتي کمرو په وسیله د ثبت شویو تصویرونو او نورو شواهدو پر بنسټ د بریدګرو د نیولو هڅه کوي.
هغه وویل چې د بریدګرو کره شمېر لا مالوم نه دی، ځکه په یوه ځای کې یوازې یو او بل ځای کې بیا دوه بریدګر لیدل شوی دي.
د مولانا محمد ادریس د وژل کېدو په غبرګون کې نن چارشنبه د خیبر پښتونخوا په چارسدې او ټانک او د بلوچستان د مرکز کوټې په ګډون بېلابېلو سیمو کې احتجاجونه وشول، چې ګڼ شمېر خلکو پکې ګډون کړی.
په چارسده کې خلک فاورق اعظم څلور لارې او تنګي روډ ته راوتلي او دې ولسوالۍ ته ټولې غځېدلې لارې تړلې دي.
په رپوټونو کې هلته حالات ترینګلي ښودل شوي دي.
د فاروق اعظم څلور لارې په احتجاج کې مولانا ګوهر شاه او د جمعیت علمای اسلام نورو مشرانو ویناوې او د مولانا محمد ادریس د قاتلانو د نیولو غوښتنه وکړه.

د عکس سرچینه، X
پر دې سربېره د خیبرپښتونخوا مرکز پېښور کې هم چارشنبه د سراسري کاربندیز او احتجاج غوښتنه شوې.
هممهاله په کوټه کې خبریال محمد کاظم وايي چې د بلوچستان په بېلابېلو ښارونو کې هم د جمعیت علمای اسلام (ف) په غوښتنه کاربندیز او احتجاجونه روان دي او ترڅنګ یې د حکومت لخوا ظاهرآ د هغو مدرسو د تړلو موضوع هم راپورته شوې، چې ثبت او راجستر نه دي.
بلوچستان کې د سوداګرو مرکزي ټولنې په ګډون بېلابېلو کاروباري اتحادیو هم د احتجاج ملاتړ اعلان کړی دی.
له دې کبله په کوټه او څو نورو ښارونو کې ټول لوی سوداګریز مرکزونه تړلي او په سړکونو د موټرونو تګ راتګ هم د معمول خلاف ډېر کم دی.
مولانا ادریس 'دوه ډزه لګېدلی و'

د عکس سرچینه، Wajid Ali Afridi
د خیبرپښتونخوا پولیسو پر مولانا ادریس برید د هدفي وژنې پلان شوې پېښه بللې ده.
د چارسدې د روغتون یوه مسوول ډاکتر جاوید ستار بيبيسي ته ویلي: "چې مولانا صاحب یې روغتون ته راوړ، نو لا مخکې مړ شوی و... هغه دوه ډزه لګیدلی. یوه مرمۍ یې پر غاړه او بله د سر پر وروستۍ برخه لګېدلې."
په دې پېښه کې د مولانا محمد ادریس ټپي شوي ساتونکي د پېښور لیډي رېډېنګ روغتون ته لېږدول شوي دي.
پولیسو ویلي د ښار د امنیتي کمرو په وسیله د اخیستل شویو تصویرونو په مرسته د بریدګرو پېژندلو کې پرمختګ شوی او د نیولو لپاره یې ځای ځای چاپې اچول کېږي.
خیبر پښتونخوا کې تاوتریخوالی او د مذهبي مشرانو هدفي وژنې

د عکس سرچینه، JUI-F
د خیبرپښتونخوا له بیلابېلو سیمو نږدې هره ورځ د امنیتي پېښو خبرونه ترلاسه کېږي، چې پر پولیسو او د نورو امنیتي ادارو پر غړو سربېره پکې وخت ناوخت عام خلک هم اغېزمنېږي.
همدا راز دغلته تر دې مخکې هم ځینې نور دیني عالمان او مذهبي مشران په نښه شوي دي.
د رپوټونو له مخې په دې لړ کې یوازې تېر کال او سږکال تر دې دمه د خیبر پښتونخوا په بېلابیلو سیمو کې لږترلږه شپږ مذهبي شخصیتونه په نښه شوي دي.
د ۲۰۲۵ کال نومبر کې قاري عزتالله له خپلو دوو زامنو سره د پېښور بورډ بازار کې د جمعې له لمانځه وروسته کور ته روان و چې ناپېژانده موټرسایکل سپرو پرې ډزې وکړې.
قاري عزتالله او یو زوی یې (علي) ځای پر ځای ووژل شول او بل زوی یې (مرتضی) ټپي شو.
د ۲۰۲۵ کال مارچ کې مفتي فرمان له خپل یوه ملګري سره د کوهاټ په نصرت خېل سیمه کې په وسلهوال برید کې ووژل شو.
د ۲۰۲۵ کال په همدې مارچ کې د اکوړه خټک په دارلعلوم حقانیه کې چاودنه وشوه چې د مولانا سمیعالحق زوی مولانا حامد الحق پکې ووژل شو.
مشهور دیني عالم مفتي منیر شاکر هم په ۲۰۲۵ کال کې د پېښور په اورمړو کې د خپل جومات مخې ته په چاودنه کې ټپي او روغتون ته له لېږدول کېدو وروسته مړ شو.
د ۲۰۲۵ کال په جولای کې مولانا خانزیب په باجوړ کې په یوه وسلهوال برید کې په نښه او ووژل شو.
هغه د وژل کېدو ورځو شپو کې په باجوړ کې د امن کنفرانس ترسره کېدو لپاره هڅې کولې.
مولانا خانزیب د ملي عوامي ګوند غړی و.

د عکس سرچینه، JUI-F
یو شمېر شنونکي وايي، په خیبرپښتونخوا کې د تاوتریخوالي پېښو کې په لوی لاس دیني عالمان او مذهبي مشران په نښه کېږي او دا چې ظاهرآ د دغو پېښو پای هم نه تر سترګو کېږي.
شنونکی او ژورنالیست لحاظ علي وايي، مولانا ادریس ته د خپلې پوهې او دریځ له اړخه یوازې په جمیعت علمای اسلام (ف) کې نه، بلکې د ټول هېواد په کچه "په ډېره درنه سترګه کتل کېدل."
هغه هم په ۲۰۲۴ کال کې له مولانا فضل الرحمن سره افغانستان ته تللی و چې په کندهار کې یې د طالبانو له مشر مولوي هبتالله اخوندزاده سره کتلي وو.
لحاظ علي وایي، د طالبانو په حکومت کې د مولانا ادریس ګڼ شمېر شاګردان کار کوي.



















