د دویم لاس کتابونو پلور ډېر شوی، د مصنوعي ځیرکتیا له امله دی؟

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, فيليبا وين - د ټیکنالوژۍ خبریاله
- د خپرېدو وخت
- د لوستلو وخت: ۴ دقیقې
د دویم لاس کتابونو په تړاو یو ګونګ حالت رامنځته شوی دی. په وروستیو میاشتو کې کتاب پلورونکي ګوري چې د ناولونو لویې کڅوړې اخیستل کېږي او لرې ګودامونو او زېرمتونونو ته استول کېږي.
مانلي چې په شمالي میرلنډ کې (سټوارټ د بارټر) په نوم د کتابونو پلورنځی لري، په یوه عادي اوونۍ کې دوه تر درې زره کتابونه پلوري.
خو په وروستیو کې د یوې کاناډایي کمپنۍ له خوا یو لوی غوښت ورته راغی چې د هغه د اوو ورځو له پلور سره برابر و. هغه وايي: "په دې ۳۰ کلونو کې مې داسې څه نه دي لیدلي."
مانلي یوازې نه دی؛ د نړۍ نور کتاب پلورونکي هم ډول لوی او نا عادي فرمایشونه ترلاسه کوي.
هغوی نه پوهېږي چې د کتابونو وروستی منزل کوم ځای دی.
خو شک دا دی چې دا کتابونه د بهرنیو لوستونکو لپاره نه پېرل کېږي، بلکې د مصنوعي ځیرکتیا (AI) لپاره چې د نویو معلوماتو تږې ده اخیستل کېږي.
دا شک د امریکا په محکمه کې د کتابونو په اړه له یوې پرېکړې وروسته لا زیات شوی دی. د دې پرېکړې له امله داسې انګېرل کېږي چې د دویم لاس کتابونو د پلور زیاتوالی د مصنوعي ځيرکتیا له چټک پرمختګ سره تړاو لري.
په ۲۰۲۵ کال کې یوه قاضي پرېکړه وکړه چې د کتابونو په دې ډول اخیستل او د مصنوعي ځیرکتیا (AI) د روزنې لپاره یې کارول د امریکا د کاپي رایټ له قانون سرغړونه نه ده.
دا پرېکړه د درې لیکوالانو له خوا د AI Anthropic شرکت پر ضد د دعوې پایله وه. قاضي ویلیم السپ په خپله پرېکړه کې وویل چې د Anthropic شرکت له خوا د لیکوالانو د کتابونو کارول "ډېر بدلون راوړونکي" دي او له همدې امله د امریکا د قانون له مخې اجازه لري.
کله چې د محکمې اسناد تېر میاشت خپاره شول، څرګنده شوه چې د Anthropic د AI چټبات "Claude" د روزنې په بهیر کې کتابونه له منځه وړل کېږي.
د کلاوډ شرکت ویاند وویل: " د عامه ویبپاڼو له معلوماتو، د سوداګریزو ډیټا سیټونو، او زموږ له خوا تولید شویو معلوماتو مصنوعي هوښ روزل کېږي." هغوی ټینګار وکړ چې د کتابونو کارول د AI صنعت کې یوه عامه کړنلاره ده.
هغه زیاته کړه: "هیڅ یو زموږ د ډیټا اخیستلو پروګرامونو نادر یا لرغوني کتابونه نه اخلي او نه یې له منځه وړي."
سره له دې، دا تصور چې کتابونه د مصنوعي ځیرکتیا د روزنې لپاره په ټوټه ټوټه کېږي، د خلکو اندېښنه راپارولې ده. د لندن په شمال کې د Walden Books پلورنځي چلونکی ډیویډ ټوبین هم د ناعادي پلور تجربه کړې ده.
هغه وايي: "په ځینو لارو کې دا ښه خبره ده چې داسې کتابونه پلورو چې کلونه کلونه نه وو پلورل شوي، خو که په پای کې له منځه یووړل شي، نو دا به خواشینوونکې وي."
د له منځه وړونکي سکنولو وېره
د Anthropic قضیې اړوند محکمې اسنادو څرګنده کړه چې د زړو کتابونو د هضم کولو پروژه د شرکت په دننه اړیکو کې د "پاناما پروژه" په نوم یادېده.
اسنادو ښودلې چې د شرکت هدف دا و چې "د نړۍ ټول کتابونه په ویجاړونکي ډول سکن کړي."
ویجاړونکی سکن کول هغه بهیر دی چې کتابونه ځانګړو ځایونو ته استول کېږي چې په صنعتي کچه ډیجیټل شي. په دې کې د کتاب د پښتۍ لرې کول شامل دي چې ټولې پاڼې په چټکۍ سره سکن شي، او پاتېشوني بیا د بېرته کارونې لپاره واستول شي.
سټوارټ مانلي، د بارټر بوکس پلورنځي څښتن، وايي: "د پاناما پروژه ډېر پټ اړخونه لري. نوم یې راته نوی دی، خو د پروژې حقیقت نوی نه دی، او د کتاب پلورونکو په فورمونو کې د بحث موضوع ده."
هغه نه پوهېږي چې کتابونه یې د دې پروژې یا ورته پروژو لپاره د نورو AI شرکتونو له خوا اخیستل کېږي.
خو هغه وايي چې د پلور حساب کول هم ستونزمن دي، ځکه دا پلور ناڅاپي ښکاري او "هیڅ منطق یا دلیل" نه لري.
کتابونه له نادرو لاتیني متنونو تر د کاوبایانو ناولونو پورې توپیر لري.
کارپوهان وايي چې د موضوعاتو دا ډول پراخوالی هم د AI لور ته اشاره کوي، ځکه نادر او غیرمعمولي متنونه کولی شي د لویو ژبنیو ماډلونو روزنه ښه کړي، هغه ټیکنالوژي چې د تولیدي AI وسایلو لکه چټباتونو بنسټ جوړوي.
پروفیسور ایملي هډسن، چې د فکري ملکیت څېړونکې ده او د اکسفورډ پوهنتون کې کار کوي، وايي چې د بریتانیا د کاپي رایټ قوانین له امریکا سره توپیر لري.
هغې وویل: "په برېتانیا کې د پیل ټکی دا دی چې د نقلولو ټولې کړنې د روزنې کتابتون جوړول او روزنه ترسره کول د کاپي رایټ د څښتن اجازه غواړي."
اخلاقي اندېښنې
د کتاب پلورونکو لپاره دا یو جنجال دی.
کتاب پلورونکي له دې تصور سره ارام نه دي چې کتابونه له منځه یووړل شي که څه هم هغوی مني چې هر سرلیک د خوندي ساتلو اړتیا نه لري.
ډېرک واکر، چې د ایډنبرا د McNaughtan's کتاب پلورنځي مالک دی، وايي: "یوه وروستۍ علمي لیکنه چې یوازې په ۱۰۰ ټوکو کې خپره شوې، چې ۷۵ یې لا دمخه په کتابتونونو کې دي، ښايي په بازار کې ډېره نادره وي خو که یوه کاپي له منځه یووړل شي، ښايي دومره لویه ضایعه نه وي."
خو هغه زیاتوي: "موږ داسې کتابونه هم لرو او پلورلي مو دي چې د ۱۸مې پېړۍ د یوې نسخې یوازینی پاتې شوی مثال دی. که داسې یو کتاب د له منځه وړلو لپاره واخیستل شي، دا به ډېره ستره ستونزه وي، ځکه تر دې دمه پاتې شوی دی."
سټوارټ مانلي وايي چې د کتابونو بیا کارونه (ریسایکل کول) د هغو عنوانونو لپاره ښه حل دی چې خلک یې نور په خپلو الماریو کې نه غواړي په ځانګړي ډول کله چې دا د سوداګرۍ په زیاتوالي کې مرسته وکړي.
هغه وايي: "ځینې خلک ښايي د دې په اړه اخلاقي اندېښنې ولري چې کتابونه په پای کې چیرته ځي او که له منځه یووړل شي. خو نړۍ ته نور د The Da Vinci Code پنځه میلیونه ټوکه اړتیا نشته. ما داسې کتابونه لرل چې شل کاله مې په ویب کې اعلان کړي وو، خو تر اوسه نه وو پلورل شوي، ان تر دې وروستیو پورې."



















