په عثماني دوره کې د خلکو د مینې کیسې

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, غونچه اکباموک
- دنده, بي بي سي نيوز تركي
- رپوټ له:, لندن
- د خپرېدو وخت
- د لوستلو وخت: ۸ دقیقې
اوس زمانه کې مبایلونه، مخابراتي شبکې او انټرنټي خدمتونه شته چې ورسره خلک د ملګرې یا ملګري موندلو (ډېټېنګ) کاریالونو یا اپلېکشنونو له لارې پېژندګلوي پیدا کوي.
خو تاسو ته به د یوه هلک او جینۍ هغه کیسه چې د استانبول له تفریحي ځای کاغتهانه کې له بېړۍ له ښکته کېدو وروسته په زرغونو ځایونو کې وګرځېدل او د مینې په تار لا ډېر سره ټینګ شول، دېر ناممکن او لېرې ښکاري.
دا چې بالاپوښ کې ښځه ډېره په خیال سترګې اړوي او سړی هغې ته د خپلې نوکرې په خوله هغه شعرونه لېږي چې د هغې لپاره یې لیکلي وو...
د عثماني دورې پاتې شوې سندونه، په ځانګړي ډول هغه چې د ماڼۍ له چاپېریال او د لوستو نخبګانو له طبقې سره تړاو لري، ښيي چې مینه ډېری وخت په همدې غیر مستقیمو لارو بیانېده.
خو هغه څېړونکي چې له بيبيسي ترکي سره یې خبرې کړې، ټینګار کوي چې په میینتوب کې ژوند کولو او د هغې د بیانولو لارې د زمانې او د خلکو د ټولنیز مقام له مخې توپیر درلود.
ډاکټره اسلي چيفتچي، چې د عثماني ادب او تاریخ څېړونکې ده او "په عثماني دولت کې مینه" کتاب لیکواله ده، وایي چې د هغه دور ادبي اثار د دې لپاره مهمې نښې وړاندې کوي چې خلکو به مینه څنګه تجربه کوله.
خو هغه ټینګار کوي چې دا متنونه د واقعي ژوند مستقیم انعکاس نه دی، بلکې د بیانولو یوه ادبي طریقه وه.
ځینې کسانو د مینې شعرونه یوازې د ادبي اثر د جوړولو، یا د ټولنیز مقام د لوړولو، یا په فکري کړیو کې د خپل حضور د تثبیت لپاره لیکل.
چيفتجي د تاجيزاده جعفر چلبی د مثنوي "هوسنامه" (د عشق کتاب) مثال ورکوي، چې هغه یو مامور او شاعر و او په پنځلسمه پېړۍ کې یې ژوند کاوه.
هغه روښانه کوي چې جعفر چلبی په "هوسنامه" کې اوږده کیسه کوي چې څنګه په کاغتهانه کې د ګرځېدو پرمهال د یوې باعفتې او درنې کورنۍ له یوې ښځې سره میین شو، هغه ښځه چې هر چا به ولیده، پرې میینېده به:
"هغه د یوې نوکرې له لارې هغې ته پیغام لېږي. ښځه ډېره هوښیاره ده او شعر هم لیکي. هلته یو جسمي تمایل هم شته، خو هغه یو واقعي شخص دی چې د خپلو پرېکړو توان لري."
هغه زیاتوي چې د مینې دغه کیسې یوازې درې ورځې دوام وکړ.

د عکس سرچینه، Getty Images
د غزل طریقې بدلېږي
له دې پړاو وروسته، چې د مینې بیان نسبتاً خلاص و، په شپاړسمه پېړۍ کې د مینې یوه کلاسیکه او ایډیال شوې کیسه رامنځته شوه.
په اولسمه پېړۍ کې بیا مینه تر ډېرو محدودیتونو لاندې راغله.
په اتلسمه پېړۍ کې بیا واقعي او معاصر عناصر دې روایتونو ته ورګډ شول او د اشرافو د مینې کیسې عامو خلکو ته هم ورسېدې او د چيفتچي په وینا، لا ډېرې "ډېموکراتیکې" شوې.
تاریخپوهه ډاکټره بورجو بیلي وایي چې عثماني دولت په نولسمه پېړۍ کې، په ځانګړي ډول د تنظیماتو له اصلاحاتو وروسته، بېلابېلو برخو کې له لوېدیځ سره اړیکې پراخې کړې.
هغه بيبيسي ترکي ته وایي چې د ناولونو ژباړې، د ورځپاڼو زیاتېدل او لوېدیځ ته د سفرونو او له هغه ځایه د بېرته راتګ بهیر د عثماني ټولنې دننه د لوېدیځوالو له انده د میینتوب طریقې هم را پیدا کړې.
ښځې د دې مینې په کیسه کې چېرته دي؟
پروفیسر والتر جي. اندروز او پروفیسر محمد قلپاکلي په خپل کتاب "د عاشقانو زمانه" کې لیکي چې ښځو، په ځانګړي ډول په شپاړسمه او اولسمه پېړۍ کې، د نارینهوو په څېر تعلیمي فرصتونه نه لرل، نو له همدې امله یې ځینو فکري کړیو ته لاسرسی نه درلود.
دوی وایي، نارینه به ډېری وخت له نورو نارینهوو سره ناسته پاسته کوله او کله ناکله به د یو بل د ښکلا او داخلي نړۍ له امله ترمنځ د مینې احساسات هم پیدا کېدل.
د چيفتچي د نقل له مخې، مصطفی عالي ګالیپولي په شپاړسمه پېړۍ کې په خپل یو کتاب کې ښځې، غلامان او یتیمان د داسې کسانو په ډله کې راوستي چې باید ورته زړهسوی او شفقت وښودل شي.
چيفتچي وایي هغه وخت ټولنې دا نه منله چې یو سړی دې په عام ډول د یوې ښځې لپاره شعر ولیکي یا خپله مینه اعلان کړي، ځکه دا د هغې د کورنۍ د عزت خلاف عمل ګڼل کېده.
سره له دې، بیلي او چيفتچي دواړه دا عام تصور ردوي چې ښځې په عثماني ټولنه کې یوازې منفي لوری وې.
بیلي وایي چې ښځو، په ځانګړي ډول د عثماني دورې په وروستیو کې، متقابل احساسات څرګندول، غزلونه یې سره تبادله کول او خپل احساسات یې هم بیانول.
خو هغه زیاتوي چې دې ټولو د ښځې له اقتصادي وضعیت سره نېغ تړاو درلود.

د عکس سرچینه، Getty Images
"ښځو تل ډېر ځواک درلود"
ډاکټره چيفتچي ټینګار کوي چې ښځې په ادب کې یوازې "د الهام سرچینه" نه وې، بلکې فعال شخصیتونه یې لرل، خبرې یې کولې، پرېکړې یې کولې او له نورو سره یې خپل احساسات شریکول.
ان داسې شاعرانې هم موجودې وې چې خپله مینه یې په مستقیم ډول بیانوله.
له هغوی تر ټولو مشهوره مهري خاتون ده، چې په پنځلسمه پېړۍ کې یې ژوند کاوه او حبي خاتون، چې په شپاړسمه پېړۍ کې اوسېدلې ده.
ډاکټره بيلي هم چې وایي "ښځې تل ډېرې پیاوړې وې"، د کورنۍ دننه د ښځو د اغېز او په ځانګړي ډول د پرېکړو په بهیر کې د هغوی د رول یادونه کوي.
واده او مینه

د عکس سرچینه، Getty Images
ډاکټره بيلي د دې تصور ردوي چې په عثماني دولت کې ټول ودونه یوازې د کورنیو له خوا ترتیبېدل.
هغه وایي چې په عثماني ښارونو کې دواړه ډولونه موجود وو: هغه ودونه چې د کورنۍ په ترتیب ترسره کېدل او هغه ودونه چې د مخکېني معرفت او متقابلې پېژندګلوۍ وروسته رامنځته کېدل.
د بيلي له خوا وړاندې شویو مثالونو کې د انور پاشا او ناجیه سلطان ترمنځ لیکونه شامل دي، چې د هغه دور د عاطفي اړیکو د څرنګوالي په اړه مهمې نښې وړاندې کوي.
د مینې ځایونه: له کاغتهانه تر کښتیو پورې
په عثماني دولت کې د مینې د نښو د تعقیب لپاره باید هغه ځایونه وکتل شي چې مینه پکې رامنځته کېده؛ دا ځایونه په ادبياتو، انځورونو او میناتور انځورونو یا تزییني انځورګرۍ کې هم ښکاري.
ډاکټره چيفتشي تفریحي ځایونه لکه کاغتهانه، ګوکسو او اناضولو حصاري د داسې فضاوو په توګه یادوي چې پکې ټولنیز محدودیتونه تر یوه حده نرمېدل.
هلته د کورونو د حرم د سختې څارنې برعکس، ښځو کولی شول تر یوې اندازې خپل مخونه ښکاره کړي.
خلک به دغو ځایونو ته په ښکلو جامو کې تلل، په قصدي ډول "چې نور خلک وويني او نور خلک دوی وویني".
بازارونو، د اخترونو مېلو او جشن ځایونو هم ورته رول درلود، چېرې چې ښځې او نارینه یو بل سره مخامخېدای شول. همدارنګه په لویو کورونو کې د مېلو او محفلونو تنظیم هم دا فرصت برابراوه.
کښتۍ په باسفورس او طلایي ښکر کې هم له هغو ځایونو وې چې ښځو او نارینهوو ته یې اجازه ورکوله چې څنګ په څنګ سره کښېني او د "مینې او عاشقانه خبرو" په ډول اړیکه تجربه کړي.
د ډاکټره بيلي په وینا، دې صحنې د عثماني دورې په وروستیو کې هم دوام درلود او د باسفورس په کښتیو کې به مسافرو مخامخ یو بل ته کتل، سلامونه یې تبادله کول او ان کوچني لیکونه به یې یو او بل ته ورکول.

د عکس سرچینه، Getty Images
د سلطان حرم کې مینه څنګه تجربه کېده؟
کله چې د عثماني دولت د مینې خبره کېږي، نو سملاسي څو مفاهیم ذهن ته راځي: د حرم برخه، د سلطانانو مېرمنې او د دېواني شعر دود.
ډاکټره اسلي چيفتچي روښانه کوي چې د "حرم برخه" یا "شخصي فضا" مفهوم یوازې په ماڼیو پورې محدود نه و، بلکې په عادي کورونو کې هم موجود و.
دا د ټولنیز ژوند هغه بنسټیز جوړښت و چې د ښځو ورځنی ژوند یې تنظیماوه.
هغه زیاتوي سره له دې چې دې فضا محدودیتونه لرل، خو په خپل وخت کې د ساتنې، وقار او لوړې ټولنیزې مرتبې نښه هم بلل کېده.
د ماڼۍ د حرم تر ټولو مشهورې یوې مینې اړیکه د سلطان سلیمان قانوني او حرم سلطان ترمنځ اړیکه ده.
د چيفتچي په وینا، هغه عبارتونه چې سلطان حرم سلطان ته لیکلي، لکه:
"زما ځلانده سپوږمۍ، زما ژوند، د څوارلسمې سپوږمۍ"
ښيي چې په هغه وخت کې احساسات څومره ژور، شاعرانه او په رسمي ادبي ژبه کې بیانېدل او مینه څومره پیاوړې تجربه کېدای شوه.





















