فوټبال نړیوال جام؛ بریالۍ لوبډلې ته به ځانګړې ګوتمۍ ورکړل شي، ولسمشر ټرمپ به هم د پایلوبې نندارې ته ورشي

فیفا پر خپله وېبپاڼه د ګوتمیو تصویر خپور کړی.

د عکس سرچینه، Fifa.com

د عکس تشریح، فیفا پر خپله وېبپاڼه د ګوتمیو تصویر خپور کړی.
د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۳ دقیقې

د فوټبال نړیوالې شورا فیفا وايي، د یکشنبې پر ورځ به د نړیوال جام پایلوبې ګټونکو ته د اتلولۍ ځانګړې ګوتمۍ ورکړل شي.

په دې لوبه کې به ارجنټاین او اسپانیا لوبډلې سره مخامخ شي او د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ به هم پکې ګډون وکړي.

د اتلولۍ د ګوتمیو ورکولو دود په امریکایي ورزشونو کې ډېر مشهور دی. د بېلګې په توګه، 'این ایف ایل' د سوپر باول (Super Bowl) ګټونکي لوبډلې هم د اتلولۍ ځانګړې ګوتمۍ ترلاسه کوي.

فیفا وايي، د نړیوال جام اتلې لوبډلې لپاره به ۳۰ ځانګړې ګوتمۍ چمتو شي. د دې تر څنګ به ۱۹۹۶ نورې ګوتمۍ مینه ‌والو ته د پلور لپاره وړاندې شي.

په هره ګوتمۍ کې به د نړیوال جام یو کوچنی ډیزاین شامل وي او د ګوتمۍ په دننه برخه کې به ځانګړې لیکنه هم حکاکي شي.

ولسمشر ټرمپ، چې ټاکل شوې د اتلولۍ جام وړاندې کړي، تر اوسه د نړیوال جام له ۱۰۲ لوبو څخه په هېڅ یوه کې هم ګډون نه دی کړی. کله چې امریکا لوبډله د شپاړسو لوبډلو له پړاو کې د بلجیم پر وړاندې له سیالیو ووتله، هغه د امریکا د ملي لوبډلې لوبې هم نه وې کتلې.

په ورته مهال د کاناډا د ځنګلي اورونو له امله د رامنځته شوې هوايي ککړتیا په تړاو په نیویارک کې خبرداری ورکړل شوی، خو تر اوسه داسې کومه نښه نشته چې د 'میټ لایف لوبغالي' پایلوبه به ترې اغېزمنه شي.

د فیفا مشر جیاني انفانتینو له دې مخکې ویلي وو چې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ به د نړیوال جام پایلوبه له نژدې وګوري، او د سپینې ماڼۍ ویاندې کارولین لیویټ هم دا خبره تائید کړې ده.

د انفانتینو او ټرمپ اړیکې د سږني نړیوال جام د تر ټولو جنجالي موضوعاتو له ډلې ګڼل کېږي. دا موضوع وروسته له هغه راپورته شوه چې د امریکا ولسمشر د فیفا له مشر سره اړیکه ونیوله او غوښتنه یې وکړه چې د امریکا د ملي لوبډلې د بریدګر فولارین بالوګون د سره کارت پرېکړه بیا وارزول شي.

له هغه وروسته، د بالوګون د اتومات بندیز د ځنډولو پرېکړه له پراخو نیوکو سره مخ شوه او د سیالیو د روڼتیا او عادلانه کېدو په تړاو پوښتنې راپورته شوې.

بالوګون ته اجازه ورکړل شوه چې د بلجیم پر وړاندې د حذفي پړاو په لوبه کې برخه واخلي، خو د امریکا لوبډلې په پای کې ۴-۱ درنه ماتې وخوړه.

د راپورونو له مخې، د دې نړیوال جام په ترڅ کې تر اوسه د هېڅ بل لوبغاړي سور یا ژېړ کارت نه دی ځنډول شوی، سره له دې چې فرانسې او انګلستان دواړو غوښتنه کړې وه چې د خپلو لوبغاړو اړوند پېښې دې بیا وارزول شي.

ډونلډ ټرمپ د مهمو ورزشي سیالیو نندارې مخینه لري. ده دواړو ولسمشرۍ دورو کې د سوپر بول (Super Bowl)، د امریکا ټینس سیالیو (US Open)، د NBA پایلوبو او رایډر کپ (Ryder Cup) سیالیو ننداره کړې او ان په سپینه ماڼۍ کې یې د یو ایف سي سیالیو کوربتوب کړی.

دا ډېره غیر عادي خبره نه ده چې د کوربه هېواد مشران د نړیوال جام پایلوبه له نژدې وګوري.

سږ کال نړیوال جام د متحده ایالاتو، کاناډا او مکسیکو په ګډ کوربتوب ترسره شوی، خو وروستۍ دوې لوبې یې په امریکا کې کېږي.

انګلنډ به د شنبې په ورځ د برېتانیا پر وخت د شپې په لسو بجو په میامي کې د درېیم مقام لپاره له فرانسې سره لوبه وکړي.

دغه راز، د نړیوال جام پایلوبه د ارجنټاین او اسپانیا ترمنځ د یکشنبې پر ورځ د ماښام په اتو بجو کېږي.

دواړه لوبې به د بي بي سي ون او بي بي سي ایپلیر له لارې په ژوندۍ بڼه خپرېږي، او د متن، راډیويي او غږیزو تبصرو پوښښ به د بي بي سي ساونډز، بي بي سي راډیو ۵ لائیو او بي بي سي سپورټس ویبپاڼې او اپلېکېشن له لارې هم موجود وي.