تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
دوو ځواکمنو بوړبوړکیو د چین ښاري سیمو کې ۱۱ کسان وژلي
دوو ځواکمنو بوړبوړکیو د چین ښاري سیمو کې ۱۱ کسان وژلي
د خپرېدو وخت
د چین دولتي رسنۍ وايي، د دغه هېواد په مرکزي هوبيي ولایت کې دوو ځواکمنو بوړبوړکیو لږترلږه ۱۱ کسان وژلي او لسګونه نور ټپیان کړي دي.
چارواکو ویلي په دغه ناورین کې زرګونه ودانۍ زیانمنې شوې او دا چې له اغېزمنو خلکو سره مرستې او ژغورنې لپاره بیړي عملیات اعلان شوي.
د چین په دغو سیمو کې بوړبوړکۍ ډېرې نادرې دي.