د پاکستان د پوځ مشر فیلډ مارشال عاصم منیر له یوه
لوړپوړي سیاسي-امنیتي پلاوي سره یوځای "د امریکا د پیغام د رسولو او د دويم پړاو خبرو د پلان جوړونې
لپاره" تهران ته ورسېد او د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي یې هرکلی
وکړ.
د پاکستان د
پوځ د مطبوعاتو برخې ویلي چې په دې پلاوي کې ددغه هېواد د کورنیو چارو وزیر محسن
نقوي هم دی.
د "صدا و سیما" خبري اژانس د اسلاماباد له قوله
راپور ورکړی چې دغه پلاوی تهران ته د واشنګټن نوی پیغام وړی او ټاکل شوې ده چې له ایراني
چارواکو سره په لیدنه کې د راتلونکو خبرو موضوع وڅېړي.
دغه راپور د پاکستاني سرچینو له
قوله زیاتوي چې امکان لري دا خبرې په راتلونکو ورځو کې په اسلاماباد کې و شي.
وړاندې،
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي په خپله اونیزه خبري غونډه کې وویل چې د تهران او
واشنګټن ترمنځ اړیکې د یوه پاکستاني منځګړي له لارې لا هم روانې دي.
هغه وویل
چې د ایران دریځ "په څرګند ډول وړاندې شوی او په وروسته اړیکو کې هم تکرار
شوی دی."
بقایي
زیاته کړې وه چې امکان لري د پاکستان یو پلاوی نن ایران ته سفر وکړي،
چې دا به په اسلاماباد کې د پخوانیو خبرو دوام وي او پکې به د ایران او امریکا د
دریځونو په اړه تفصیلي خبرې وشي.
هغه د
امریکا هغه تورونه رد کړل چې وایي ایران د اټومي وسلو د ترلاسه کولو هڅه کوي او
ټینګار یې وکړ چې د ایران اټومي پروګرام سولهییز دی.
د هغه په
وینا، ایران باید دا حق ولري چې د خپلو اړتیاوو مطابق د یورانیمو بډایه کولو ته دوام ورکړي، خو د دې بډایه کولو د کچې او ډول په
اړه د خبرو امکان شته.
د یادونې
وړ ده چې د ایران د لانجمن اټومي پروګرام په اړه د ایران او امریکا ترمنځ د خبرو
درېیم پړاو د فبرورۍ په ۲۶مه ترسره شوی و، چې د جګړې له پیل یوازې دوه ورځې
مخکې و.