امریکا: اسرائیل او د لبنان حزب‌الله د اوربند پر سر هوکړې ته ورسېدل

امریکا وايي چې اسرائیل او د لبنان حزب‌الله د نوي اوربند پر سر هوکړه کړې ده. دغه اوربند د جمعې په ورځ د ځايي وخت له مخې د مازدیګر په څلورو بجو پیل شو. تر دې مخکې، یوه لوړپوړي امریکايي چارواکي د خپل نوم د نه ښودلو په شرط رویټرز خبري اژانس ته ویلي وو: "امریکايي او قطري مذاکره کوونکو، د ایران په مرسته، دا هوکړه نهایي کړې ده."

لنډیز

  • امریکا: اسرائیل او د لبنان حزب‌الله د اوربند پر سر هوکړې ته ورسېدل
  • د لبنان سوېل کې د اسرائیلو بمباریو ۲۱ تنه وژلي، نتنیاهو به یې هلته د "اړتیا تر وخته" پاتې شي
  • سویس اعلان وکړ چې د واشنګټن او تهران ترمنځ خبرې اترې ځنډول شوې دي
  • د امریکا دفاع وزیر: که ایران له هوکړې سرغړونه وکړي نو امریکا بېرته سمندري کلابندي او عملیات پیلولی شي
  • امریکا متحده ایالاتو د ایران سمندري کلابندي ختمه کړه، د خبرو ۶۰ ورځنۍ موده پیل شوه

ژوندی پوښښ

  1. دغه پاڼه نوره نه تازه کېږي. د تازه خبرونو لپاره د بي بي سي پښتو وېبپاڼه کتلای شئ.

  2. وروستی, امریکا: اسرائیل او د لبنان حزب‌الله د اوربند پر سر هوکړې ته ورسېدل

    لبنان

    د عکس سرچینه، Getty Images

    امریکا وايي چې اسرائیل او د لبنان حزب‌الله د نوي اوربند پر سر هوکړه کړې ده. دغه اوربند د جمعې په ورځ د ځايي وخت له مخې د مازدیګر په څلورو بجو پیل شو.

    تر دې مخکې، یوه لوړپوړي امریکايي چارواکي د خپل نوم د نه ښودلو په شرط رویټرز خبري اژانس ته ویلي وو:"امریکايي او قطري مذاکره کوونکو، د ایران په مرسته، دا هوکړه نهایي کړې ده."

    تر دې مخکې سپینې ماڼۍ اعلان کړی و چې د امریکا مرستیال ولسمشر جې ډي ونس د اجرایي او تدارکاتي ستونزو له امله سویس ته سفر نه کوي.

    څو ساعته وروسته د سویس د بهرنیو چارو وزارت په رسمي ډول د ایران او امریکا ترمنځ د لیدنې لغوه کېدل اعلان کړل.

  3. وروستی, د لبنان سوېل کې د اسرائیلو بمباریو ۲۱ تنه وژلي، نتنیاهو به یې هلته د "اړتیا تر وخته" پاتې شي

    lebanon

    د عکس سرچینه، Getty Images

    له پنجشنبې شپې تر جمعې سهار پورې د اسرائیلو له خوا د لبنان پر سوېل ترسره شویو هوايي بریدونو کې ۲۱ کسان وژل شوي او ۳۹ نور ټپیان شوي دي.

    د اسرائیلو پوځ اعلان وکړ چې د حزب‌الله د ډزو له امله یې څلور سرتېري وژل شوي دي.

    دا د واشنګټن او تهران ترمنځ د منځني ختیځ د جګړې (د لبنان په ګډون) د درولو له هوکړې وروسته تر ټولو سخت تاوتریخوالی بلل کېږي.

    د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو ټینګار وکړ د هغه ځواکونه به په لبنان کې "تر هغه وخته پاتې وي چې اړتیا وي" او ګواښ یې وکړ چې حزب‌الله ته به "درنه بیه" ورکړي.

    نتنیاهو وویل چې پوځ به "د لبنان په سوېل کې په امنیتي سیمه کې تر هغه وخته پاتې شي چې د اسرائیلو په شمال کې د ښارګوټو د ساتنې لپاره اړتیا وي".

    هغه زیاته کړه: "اسرائیل به زموږ پر سرتېرو یا زموږ پر خاوره هېڅ برید ونه مني. "

    له بلې خوا، د لبنان ولسمشر جوزیف عون وویل چې د اسرائیلو "خطرناک او غندل شوی" تاوتریخوالی هغه هڅې په نښه کوي چې د اوربند د ټینګولو لپاره روانې دي.

  4. وروستی, د امریکا- ایران له هوکړې وروسته لومړی ځل اسرائیلو ختیځ لبنان بمبار کړی، بن‌ګوېر د 'ټول لبنان سوځول' غوښتي

    رویټرز خبري اژانس د لبناني سرچینو په حواله راپور ورکړی چې د اسرائیلو په هوايي بریدونو کې چې د لبنان پر سوېل یې کړي، لږ تر لږه ۱۵ کسان وژل شوي دي.

    همدارنګه د خبري راپورونو له مخې، د لبنان په ختیځ کې د بعلبک ښار ته نژدې هم د اسرائیلو هوايي برید شوی، چې دا د "امریکايي-ایراني هوکړې" وروسته لومړی ځل بلل کېږي.

    وروسته له هغه چې جنوبي لبنان کې د اسرائیلو څلور سرتېري ووژل شول، د اسرائیلو پوځ د جمعې په ورځ اعلان وکړ چې په ختیځ لبنان کې یې د "حزب‌الله اهداف" په نښه کړي دي.

    په بیان کې ویل شوي: "څه موده مخکې او د اوربند د تکراري سرغړونو په غبرګون کې چې حزب‌الله یې کوي او د اسرائیلي سرتېرو پر ضد د ترهګریزو بریدونو د پلان او ترسره کولو هڅې کوي، پوځ د بقاع په سیمه کې د حزب‌الله د زیربناوو پر هدفونو برید وکړ."

    د اسرائیلو د ملي امنیت وزیر اتمار بن‌ګوېر ویلي چې "ټول لبنان باید وسوځول شي"، وروسته له هغې چې اعلان وشو د لبنان په سویل کې د اسرائیلو څلور سرتېري وژل شوي دي.

    هغه په خپله د "ایکس" پاڼه کې لیکلي: "د هر اسرائیلي مور د اوښکو په بدل کې باید زر لبناني میندې وژاړي."

    هغه زیاته کړې: "د امریکایانو بشپړ درناوي سره سره، اسرائیل باید نړۍ ته وښيي چې زموږ د اولادونو وینه او د خلکو امنیت بې‌ارزښته نه دي. ټول لبنان باید وسوځول شي. زموږ تر ټولو لوړ مسؤولیت د اسرائیلو د خلکو او د پوځ د سرتېرو ساتنه ده، او دا تر هر څه مخکې ده."

  5. وروستی, د سویس د بهرنیو چارو وزارت په رسمي ډول د ایران او امریکا د خبرو لغوه کېدل تایید کړل

    سویس

    د عکس سرچینه، Getty

    د سویس د بهرنیو چارو وزارت اعلان وکړ چې د متحده ایالاتو او د ایران د اسلامي جمهوریت ترمنځ پلان شوې غونډه، چې ټاکل شوې وه د جمعې په ورځ په بورګن‌اشتوک کې ترسره شي، لغوه شوې ده.

    دا پرېکړه وروسته له هغې وشوه چې سپینې ماڼۍ خبر ورکړ چې د امریکا د ولسمشر مرستیال J. D. جې ډي ونس سفر د "لوژستیکي ستونزو" له امله لغوه شوی دی.

    ټاکل شوې وه چې دا خبرې اترې د دواړو هېوادونو د وروستي تفاهم پر بنسټ د اټومي خبرو اترو لپاره د ۶۰ ورځني مهلت د پیل ټکی وي.

    د پنجشنبې په ورځ د غبرګولي ۲۹مه، د اسلامي جمهوریت انقلاب ساتونکي ګارد ته نژدې تسنیم خبري اژانس راپور ورکړ چې ایراني مذاکره کوونکي د سولې د خبرو د بل پړاو له پیل مخکې غواړي د امریکا له لوري د لنډمهاله هوکړې د عملي کېدو نښې وویني او تر اوسه د ایراني پلاوي د ژنیو سفر په اړه تایید نه دی شوی.

    راپورونه ښيي چې د دې غونډې لغوه کېدل یوازې یوه ورځ وروسته له هغې وشول چې تفاهم‌نامه لاسلیک شوه، او دا کار د تهران له غوښتنې وروسته وشو چې واشنګټن باید د هوکړې د عملي کېدو نښې وښيي.

    سویس، چې په ایران کې د امریکا د ګټو د ساتونکي هېواد په توګه دنده لري، د دې دیپلوماتیکو لیدنو د دې پړاو کوربه و.

  6. نتنیاهو: اسرائیلی پوځ به د سویلي لبنان له امنيتي بفرزونه نه وځي

    د اسرائیل لومړی وزیر بنیامین نتنیا‌هو وايي، چې پوځ به یې د سویلي لبنان له امنيتي بفر زون یا حائلې سیمې نه وځي. نوموړی وايي، هغسې یې چې د غزې سره تړلو سیمو کې امنیت او ثبات بېرته راوست، همداسې به د اسرائیل په شمالي ښارونو او کلیو کې هم سوله ټینګه کړي.

    دا څرګندونې په داسې حال کې شوې چې د اسرائیلي کابینې ځینې غړي د امریکا او ایران ترمنځ د تفاهم پر سند نیوکې کوي. نتنیاهو ټینګار وکړ چې په سویلي لبنان کې د امنيتي بفر زون ساتل اړین دي او دوی به نه ترې په شا کېږي.

    دا په داسې حال کې ده، چې د امریکا او ایران په تفاهم کې د لبنان په ګډون په ټولو جبهو کې د جګړې د ختمولو شرط هم شامل دی، او ایران ویلي چې د لبنان د ځمکنۍ بشپړتیا په اړه به هېڅ ډول جوړجاړی ونه کړي. د امریکا ولسمشر ټرمپ هم د دې هوکړې له لاسلیک څو ساعته وروسته وویل چې د اسرائیل او حزب‌الله ترمنځ د بشپړ اوربند تمه لري.

    د پنجشنبې پر ورځ د سویلي لبنان په بېلابېلو سیمو کې د اسرائیلي پوځ او د حزب‌الله ځواکونو ترمنځ د پرلپسې نښتو ګڼ راپورونه ترلاسه شوي دي.

  7. د اسرائیلي چارواکو نیوکو ته د ټرمپ د مرستیال غبرګون: په اوسنیو شرایطو کې ټرمپ د اسرائیل یوازینی ځواکمن متحد دی

    وینس

    د عکس سرچینه، Reuters

    جې ډي وینس د هغه پوښتنې په ځواب کې، چې د اسرائیلي چارواکو له لوري د ډونلډ ټرمپ پر وړاندې د شوې نیوکې په تړاو وشوه، په کلکه له هغه دفاع وکړه.

    وینس وویل ''تر هر څه لومړی'' ډونلډ ټرمپ د نړۍ یوازینی مشر دی چې په دې وخت کې له اسرائیل سره خواخوږي او ملاتړ څرګندوي، او تصادف د نړۍ د تر ټولو د ځواکمن هېواد مشر هم دی. هغه زیاته کړه: ''که زه د اسرائیل د حکومت د کابینې غړی وای، ښايي ما پر هغه یوازیني غښتلي متحد چې په ټوله نړۍ کې راپاتې دی، لفظي برید نه کاوه.''

    نوموړي د اسرائیل د کابینې هغو غړو ته، چې د امریکا پر ولسمشر نیوکې کوي، په اشارې سره وویل:

    ''په تېرو درېیو میاشتې کې، د هغو دفاعي تجهیزاتو دوه پر درېیمه برخه چې ستاسو هېواد یې ساتلی، د امریکایي کارګرانو له لوري چمتو شوي او د امریکایي مالیه ورکوونکو له پیسو تمویل شوي دي.''

    د امریکا مرستیال ولسمشر زیاته کړه چې د اسرائیل اصلي ستونزه ډونالډ ټرمپ نه دی:

    ''هر څوک چې په اسرائیل کې فکر کوي تر ټولو ستره ستونزه یې د متحده ایالاتو ولسمشر دی، باید له خوبه راویښ شي او هغه واقعیت درک کړي چې هېواد یې ورسره مخ دی.''

  8. امریکا متحده ایالاتو د ایران سمندري کلابندي ختمه کړه، د خبرو ۶۰ ورځنۍ موده پیل شوه

    ایران امریکا توافق

    د عکس سرچینه، White House/X | Getty Images

    متحده ایالاتو د ایران بحري کلابندي لېرې کړې ده، ځکه چې د امریکا او ایران ترمنځ توافق د چهارشنبې په ورځ له لاسلیک کېدو وروسته اوس د دې عملي کېدل پیل شوي دي.

    دا توافق پر ۱۴ مهمو ټکو متمرکز دی، چې پکې د هرمز تنګۍ بیا پرانیستل هم شامل دي.

    د امریکا څرګندونې

    ولسمشر ډونلډ ټرمپ دغه توافق ستایلی او پر ټولنیزه رسنۍ یې یوه پیغام کې لیکلي: ''تېل روان دي، ایران هیڅکله اټومي وسله نه شي لرلای''.

    وروسته بیا د امریکا ولسمشر ولیکل، دی تمه لري اوربند به ''په ټولو جبهو'' نافذ شي، چې پکې لبنان کې د اسرائیل او حزب الله ترمنځ اوربند هم شامل دی.

    د امریکا مرستیال ولسمشر جې ډي وینس ټینګار وکړ چې تر هغو چې له امریکا سره کړې ژمنې پوره نه کړي، ایران به د دې توافق له مخې هیڅ مالي ګټه تر لاسه نه کړي.

    د ایران غبرګون

    د ایران مذهبي مشر مجتبی خامنه‌يي په یوه بیان کې وویل چې دی په پیل کې له دې تواف قسره مخالف و، خو وروسته یې اجازه ورکړه چې چارې پر مخ لاړې شي.

    خامنه‌يي زیاته کړه، چې ټرمپ دې موافقې ته ''له ناهیلۍ'' وروسته رسېدلی دی.

    د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان وايي، ایران د دې توافق په کولو سره ''پر خپل عزت معامله ونه کړه''، او د خپل هېواد دیپلوماسي او ''زغم'' یې وستایل.

    له دې توافق وروسته اوس امریکا او ایران د ۶۰ورځو د خبرو موده پیلوي، چې هغه څه ته ورسېږي چې په توافق کې یې ''وروستۍ هوکړه'' بللې ده.

    خو د پاکستان په وینا، د سبا لپاره په سویټزرلنډ کې ټاکل شوې د لاسلیک رسمي غونډه لغوه شوې ده. مرستیال ولسمشر جې ډي وینس هم وايي، که څه هم امریکایان په پام کې لري هلته د خبرو لپاره لاړ شي، خو وخت یې اوس نامعلوم دی.

  9. وروستی, پوتین: په منځني ختیځ کې ثبات به د انرژۍ بازارونو په ګټه وي

    پوتین

    د عکس سرچینه، Getty Images

    د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د کازان ښار کې د جنوب ختیځې اسیا هېوادونو د ټولنې (آسان) د غړو هېوادونو د مشرانو په غونډه کې وویل چې په منځني ختیځ کې ثبات به د نړۍ د انرژۍ بازارونو لپاره ګټور وي.

    هغه دا څرګندونې د امریکا او ایران ترمنځ د یوه تفاهم‌لیک د لاسلیک په غبرګون کې وکړې، چې هدف یې د دواړو لورو ترمنځ د جګړې پای ته رسول بلل شوي دي.

    ښاغلي پوتین همدارنګه وویل چې روسیه او د 'اسان' غړي هېوادونه د اوربند د هوکړې هرکلی کوي او باور لري چې دا هوکړه په راتلونکې کې د لا پراخو تړونونو لپاره بنسټ جوړولی شي.

  10. وروستی, له سپینې ماڼۍ خپاره شوي د هوکړه لیک یادښت بشپړ متن کې څه راغلي؟

    په دې مطلب کې به ټکی په ټکي هغه څه ولولئ چې سپینې ماڼۍ د چهارشنبې په ماښام، د امریکا او ایران ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک بشپړ متن خپور کړ، چې سپینې ماڼۍ پکې شامل شوي توضیحات هم شامل کړي دي.

    flags

    د عکس سرچینه، Getty Images

  11. وروستی, لبنانۍ رسنۍ: د اسرائیلو برید د لبنان په جنوب کې درې تنه وژلي

    د لبنان دولتي ملي خبري اژانس خبر ورکړی چې نن سهار د اسرائيل په بریدونو کې کفرتبنیث او زبدین کلي په نښه شوي چې په پایله کې یې درې تنه وژل شوي‌ دي.

    اسرائيلو په لبنان کې کوم تازه برید نه دی تایید کړی خو ویلي یې دي چې ځواکونه یې په دغه هېواد کې خپل عمیات روان ساتي.

    د یادولو ده چې د امریکا او اسرائیل ترمنځ د شوې هوکړې له مخې، امریکا او "متحدان یې" باید په لبنان کې خپل عملیات پای ته ورسوي.

    اسرائيل د امریکا نژدې متحد بلل کېږي او په تېر کې یې هم د ایران او امریکا له غوښتنې سره سره په لبنان کې عملیات نه دي درولي.

    ایران د هوکړې له لاسلیکېدو لږ وروسته وویل چې که اسرائيل پر لبنان بریدونو ته دوام ورکړي نو دا به له تړونه سرغړونه وي.

  12. وروستی, د امریکا دفاع وزیر: که ایران له هوکړې سرغړونه وکړي نو امریکا بېرته سمندري کلابندي او عملیات پیلولی شي

    هېګست د خبرو پرمهال ښکاري او شا ته یې الوتکه او ورسره ځينې چارواکي برېښي.

    د عکس سرچینه، Reuters

    د امریکا دفاع وزیر پيټ هېګسېت خبرداری ورکړی که ایران په هوکړه کې کړې ژمنې عملي نه کړي نو امریکا د دې وړتیا لري چې پر ایران بېرته "سخته کلابندي" ولګوي او که اړتیا شوه نو ان پوځي عملیات هم له سره پیل کړي.

    د امریکا او ایران ترمنځ هوکړه کې امریکا منلې هغه سمندري کلابندي پای ته ورسوي چې د ایران د بار وړونکو کښتیو مخه یې نیوله.

    هېګسېت ویلي، "که ایران پرخپلو کړو خبرو عمل و نه کړي او د اټومي‌ وسلو ترلاسه کولو ارمان ته د رسېدو په اړه له خپلو څرګندونو لاس وانخلي نو دفاع وزارت چمتو دی چې د اړتیا پرمهال بېرته پوځي‌ عمیات پیل کړي".

    هغه ټینګار کړی چې په راتلونکو مذاکراتو کې به د امریکا پام د ایران پر اټومي پروګرام ورټول وي.

    د امریکا دفاع وزیر همداشان ویلي چې ځينې اروپايي هېوادونه له ماینونو د هرمز تنګي د پاکولو په عملیاتو کې برخې اخیستو ته چمتو دي.

    ښاغلي هېګسېت له برېتانیا هم د "پراخ رول" لوبولو غوښتنه وکړه او ویې ویل چې دغه هېواد باید په دې برخه کې "لا ډېر ګامونه اوچت کړي".

  13. وروستی, ټرمپ: پر هوکړه نیوکې کوونکي یا "ناپوه" دي او یا "حسادت کوي"

    ټرمپ شین‌بخونه درېشي اغوستې چې د امریکا بیرغ یې هم پر ښۍ خوا ټومبل شوی، سپين یخنکاک سره یې سره نېکټايي اچولې او د خبرو په حال کې دی.

    د عکس سرچینه، Getty Images

    د امریکا ولسمشر له ایران سره د هوکړه‌لیک له لاسلیکولو وروسته پر ده شوو ځینو نیوکو ته غبرګون ښکاره کړی دی.

    هغه پر خپله خواله رسنۍ (ټروت سوشل) د دې په ځواب کې چې ګواکې له ایران سره یې "تر کافي کچې سختي و نه کړه" د خپل دریځ دفاع کړې.

    ټرمپ لیکلي، "دا ناپوهان په داسې حال کې فکر کوي چې له ایران سره مې تر کافي اندازې سختي و نه کړه چې د ونډو بازار د تاریخ لوړې کچې ته رسېدلی او د تېلو بیې هم په ټيټېدو دي، یا خو حسود دي، یا بد خلک دي او یا هم نادان دي".

    ښاغلی ټرمپ دا څرګندونې داسې مهال کوي چې ځينو امریکاییو قانون جوړوونکو پر هغه د امریکا او ایران ترمنځ‌ د هوکړې لاسلیکولو له امله نیوکه کړې او خبرداری یې ورکړی چې دا تړون په کافي کچه د ایران اټومي پروګرام نه محدودوي او برعکس ایران ته دا امکان هم برابروي چې د فشار د یوې الې په توګه د هرمز تنګي کارولو ته دوام ورکړي.

    چین د هوکړې هرکلی کړی

    د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند لي‌جیان دریځ ته ولاړ خبرې کوي، عینکې یې په سترګو دي.

    د عکس سرچینه، Getty Images

    د عکس تشریح، د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند لين‌جیان

    چین وايي چې په منځني ختیځ کې د جګړې د پای ته رسولو لپاره د ایران او امریکا ترمنځ د هوکړې لاسلیکېدو هرکلی کوي او له دواړو خواو غواړي چې د مذاکراتو په دویم پړاو کې هم خپله همکاري روانه وساتي.

    د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند لین‌جیان دا څرګندونې نن په یوه خبري کنفرانس کې کړې دي او هیله یې څرګنده کړې ده چې "د امریکا او ایران په ګډون به ټولې ښکېلې خواوې هوکړې ته غاړه کېږدي او خپلې ژمنې به په جدي ډول عملي کړي".

    ټاکل شوې د دواړو هېوادونو پلاوي او منځګړي د دویم پړاو مذاکراتو لپاره په سویس کې سره راټول شي.

    کوربه سویس ویلي چې دې غونډې ته یې چمتوالی نیولی دی.

  14. وروستی, شهباز شریف د منځګړي په توګه د ایران او امریکا هوکړه‌لیک لاسلیک کړ

    شهباز شریف هوکړه‌لیک په لاس کې نیولی او په خپله دفتر کې ناست دی چې څنګ ته یې د پاکستان بیرغ هم ښکاري.

    د عکس سرچینه، @PakPMO

    د پاکستان د لومړي وزیر دفتر وايي چې شهباز شریف د منځګړي په توګه د ایران او امریکا هوکړه‌لیک لاسلیک کړی دی.

    د شهباز شریف دفتر دا "د اسلام اباد تفاهم‌لیک" بللی او پرخپله اېکس‌پاڼه یې د هغه عکسونه او ویډيو خپره کړې چې پر هوکړه امضا کوي.

    د پاکستان د لومړي وزیر دفتر همداراز لیکلي چې پر دې هوکړه د امریکا او ایران ولسمشرانو لاسلیکونه هم شته.

    دې X پوسټ نه تېرشئ
    ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

    دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

    خبرداری: بي بي سي د بهرنیو وېبپاڼو د منځپانګې مسؤله نه ده

    د ‍پوسټ X پای

  15. وروستی, سویس: ایرانی، امریکايی او منځګړی پلاوی سبا د مذاکراتو په موخه سره ګوري

    د سویس بیرغ

    د عکس سرچینه، Getty Images

    سویس چې د ایران او امریکا ترمنځ پر شوې هوکړې د خبرو اترو رسمي کوربه دی، ویلي چې د پلاوو ترمنځ غونډې ته یې چمتووالی نیولی دی.

    دغه هېواد په یوه اعلامیه کې ویلي "اوسنی پلان دا دی چې سبا د امریکا او ایران پلاوي او همدراز د منځګړو په توګه د پاکستان او قطر استازي او نور ښکېل هېوادونه به د هوکړه‌لیک د پلي کېدو په اړه د لومړنیو خبرو اترو لپاره په برګن‌سټاک کې سره وګوري".

    په خبرپاڼه کې همداراز راغلي چې، "د دې غونډې د وخت او جزیاتو په اړه د اوس لپاره نور معلومات په لاس کې نه شته".

  16. وروستی, جرمن دفاع وزیر: د ماین پاکۍ ماموریت کې د ګډون لپاره د ایران او عمان رضا شرط ده

    د جرمني دفاع وزیر بورېس پیسټوریوس وايي چې هېواد یې یوازې هغه وخت په سیمه‌ييزو اوبو کې د ماین پاکۍ ماموریت کې برخه اخیستلی شي چې "فضا مناسبه" وي.

    د ده په وینا، په دغو عملیاتو کې د جرمني ګډون په دې شرط ممکن دی چې پارلمان یې تصویب کړي او همدراز د جرمني په شمول ایران او عمان هم پرې رضا وي.

    ښاغلي پیسټوریوس دا خبره په فارس خلیج او د عمان سمندر کې د امنیت ساتنې په عملیاتو کې د جرمن ځواکونو د ګډون احتمال په هکله د رپوټونو په ځواب کې راپورته کړه او ټينګار یې وکړ چې له یادو شرطونو پلي کېدو پرته به ورته هلته د ځواکونو ځای‌پر‌ځای کول شوني نه وي.

    ده وویل، "موږ یوې مناسبې فضا ته اړتیا لرو. د ماین پاکولو په عملیاتو کې د ګډون لپاره د ایران او عمان رضایت او همدارنګه د جرمني پارلمان تصویب اړین دی".

    د یادولو ده چې د امریکا او ایران ترمنځ په شاوخوا ۴۰ ورځنۍ جګړه کې داسې اټکلونه وشول چې ایران د هرمز تنګي د تړلو لپاره په سمندر کې دننه ماینونه ځای‌پر‌ځای کړي دي. خو ایرانیو چارواکو په رسمي ډول دا خبره نه ده تایید کړې.

  17. وروستی, له ایران سره د هوکړه‌لیک د لاسلیکېدو شېبه

    د ویډیو تشریح، له ایران سره د هوکړه‌لیک د لاسلیکېدو شېبه

    سپينې ماڼۍ هغه ویډیو خپره کړې چې ډونلډ ټرمپ د امریکا او ایران ترمنځ هوکړه‌لیک لاسلیکوي.

    دی وايي، "دومره به درته ووایم چې دا کار اسان نه و".

    وروسته د ایران دولتي اژانس (ایرنا) هم د مسعود پزشکیان هغه عکس خپور کړ چې د هوکړه‌لیک پاڼه یې په لاس کې نیولې او د ده او ټرمپ لاسلیکونه پرې ښکاري.

    مسعود پزشکیان

    د عکس سرچینه، IRNA

  18. ایران: په لبنان کې د اسرائیل حضور به د توافق نقض وي

    د ایران بهرنیو چارو وزارت وايي، د لبنان په خاوره کې د اسرائیل د شتون دوام به د جګړې پای ته رسولو توافق ''نقض'' وي.

    د ایران دولتي ټلویزیون په رپوټ کې د ایران بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقايي له قوله ویل شوي، که اسرائیل د لبنان ''اشغال'' ته دوام ورکړي،''لازم اقدامات'' به وشي.

    لبنان په توافق کې د اختلاف پر یوه بنسټیزه موضوع بدل شوی. اسرائیل وايي، د لبنان موضوع د دې توافق برخه نه ده، خو د لبنان ولسمشر جوزف عون بیا ټینګار کړی، چې له اسرائیل سره یې د هېواد خبرې د امریکا او ایران له خپلمنځي توافقه ''ازادې'' دي.

    بل لور ایران او پاکستان چې له منځګړو یو دی، ټینګار کوي، چې په لبنان کې اوربند د توافق لیک یوه مهمه برخه ده، چې کېدای شي راتلونکو دوو ورځو کې پرې امریکايي او ایراني چارواکي لاسلیکونه وکړي. د توافق لیک هغه امریکايۍ نسخه چې بي بي سي ته رسېدلې، د لبنان په ګډون په ټولو جبهاتو کې ''په سملاسي او دائیمي توګه د پوځي عملیاتو پای ته رسولو'' غوښتنه کوي.

  19. ایران به له هغو بېړیو 'فیس' اخلي، چې له هرمز تنګي تېریږي

    د ایراني پارلمان مشر محمد باقر قالیباف په یوه مرکه کې چې د دې هېواد دولتي ټلویزیون خپره کړه وايي، هرمز تنګی به'' له جګړې مخکې شرایطو ته نه ګرځي.''

    نوموړي زیاته کړه:'' ایران پر هرمز تنګي د حاکمیت حق لري او بې له شکه، چې موږ به د خدمتونو بدل کې فیس اخلو.''

    دغه هېواد به اوس له ۶۰ ورځو وروسته له هغو بېړیو پیسې اخلي، چې له دې مهمې سمندري لارې تېرېږي.

    په هغه تفاهم کې چې ټرمپ لاسلیک کړ، ویل شوي، چې په اوږده مهال کې به ایران له عمان او نورو جلیجي هېوادونو سره په شریکه داسې یوه ''پراخه'' هوکړه رامنځته کوي، چې د هرمز تنګی څنګه اداره شي.

    یوه چارواکي وویل، امریکا په دې باور ده چې ایران به خپل حقونه "په یرغلګرانه توګه" ثابت کړي، خو د خلیج هېوادونه به "هېڅکله" داسې راتلونکی ونه مني چې پکې د مالیې یو سیسټم موجود وي.

  20. ټرمپ: دا لاسلیک شو، په ورسای کې لاسلیک شو

    ټرمپ مکرون

    د عکس سرچینه، Reuters

    د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونلډ ټرمپ د جي-۷ له غونډې پای کې د فرانسې له ولسمشر ایمانویل مکرون سره په مېلمستیا کې له ګډون وروسته له ورسای ماڼۍ روان شو.

    کله چې د ولسمشرۍ موټرو کاروان ته له رسېدو مخکې خبریالانو له ولسمشر ټرمپ نه د تفاهم لیک په هکله پوښتنه وکړه، هغه وویل: "لاسلیک شو. په ورسای کې لاسلیک شو. همدا اوس مې لاسلیک کړ".