د امریکا پوځ وايي د چورلکې ويشتل کېدو په ځواب کې یې پر ایران بریدونه کړي

د امریکا مرکزي قومندانۍ (سېنټکام) ويلي، ځواکونو یې د ایران پر وړاندې دفاعي بریدونه پيل کړي دي. د مرکزي قومندانۍ په وینا، دا عمليات د عمان په سمندر کې د امریکا د اپاچي چورلکې د غورځېدو په ځواب کې شوي دي. په بيان کې ويل شوي چې، دا بریدونه "د ایران د بې دليله یرغل پر وړاندې متناسب غبرګون" دی. د برید د موخو او یا د هغه له کبله د اوښتي زيان په اړه لا معلومات نه دي خپاره شوي.

لنډیز

  • د امریکا پوځ وايي د چورلکې ويشتل کېدو په ځواب کې یې پر ایران برید کړی
  • ټرمپ وايي، ایران امریکايۍ چورلکه ویشتلې او د ځواب ويلو ګوتڅنډنه یې کړې
  • د ایران له اعلان وروسته اسرائيل وايي، "د ټرمپ په غوښتنه" پر ایران بریدونه دروي
  • پزشکیان: "هېڅ ګواښ به هم" ایران په شا نه کړي
  • ایران له اسرائیل سره د ګوزارونو له تبادلې وروسته د اوسنیو بریدونو پای ته رسېدو اعلان وکړ
  • اسماعیل بقايي: امریکا پر ایران د اسرائیلو د "تېري مسؤله" ده

ژوندی پوښښ

  1. اردن وايي د ایران پنځه توغندي یې شنډ کړي

    اردن د ایران له لوري د توغول شويو پنځه توغنديو د شنډولو ادعا کوي. د اردن پوځ اعلان کړی چې دوی د ایران له لوري توغول شوي پنځه موخې ته له رسېدا وړاندې ویشتلي دي.

    د اردن وسله‌والو ځواکونو په یوه ویناپاڼه کې ویلي: "موږ د ایران له لوري پر الازرق سیمې توغول شوي پنځه توغندي شنډ او وویشتل."

    د اردني پوځ په وینا، توغندي د هوايي دفاعي سیستم له لارې په فضا کې ویشتل شوي او د توغندیو پاتې شوني په بېلابېلو سیمو کې لوېدلي، خو د توغندیو له ټوټو هېڅ ډول مالي یا ځاني زیان نه دی اوښتی.

    ایراني رسنیو د سپاه پاسداران پر حواله راپور ورکړی و چې دوی په اردن کې د امریکایي پوځ پر اډو د توغندیو برید کړی دی.

  2. حامد کرزي پر افغانستان بريدونه غندلي او له پاکستانه یې غوښتي چې د "جګړې او ویجاړۍ پاليسي" پرېږدي

    پخوانی ولسمشر حامد کرزی

    د عکس سرچینه، Getty Images

    د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د افغانستان پر خاوره د پاکستان وروستي بریدونه غندلي او په کونړ، خوست او پکتیکا ولایتونو کې یې د ماشومانو او ښځو پر وژنې خواشيني ښودلې ده.

    نوموړي پر خپله فېسبوکپاڼه يوه پوسټ کې د قربانيانو له کورنيو سره د خواخوږۍ ښودلو تر څنګ ليکلي، "پاکستان په سیمه کې د خپلو بې غوره پاليسو او دښمنانه کړنو له پايلو سره لاس او ګرېوان دی او بايد پوه شي چې د دې پاليسو په دوام او تعقيب سره به خپل منزل ته ونه رسېږي".

    ښاغلي کرزي ويلي، "د پاکستان خير په دې کې دی چې د افغانستان پر وړاندې د جګړې او يجاړۍ پاليسي پرېږدي او پر ځای یې ښه ګاونډيتوب او متمدنې اړيکې غوره کړي".

    د یادولو وړ ده چې تېره شپه د پاکستان پوځ د افغانستان پر کونړ، خوست او پکتيکا ولایتونو هوايي بریدونه وکړل.

    د طالبانو حکومت چارواکي وايي په بریدونو کې لږ تر لږه "۱۳ تنه وژل شوي" دي. نور معلومات د بي بي سي پښتو پر پاڼه موندلی شئ.

  3. د خوست د والي ویاند وايي یوازې په دې ولایت کې "نهه تنه وژل شوي او لس ټپيان دي"

    خوست

    د عکس سرچینه، SOCIAL MEDIA

    د طالبانو حکومت د خوست د والي ویاند، مستغفر ګوربز وايي، د پاکستان حکومت د تېرې شپې بریدونو کې د دغه ولایت د سپېرې ولسوالۍ په مڼې کلي کې "نهه تنه وژل شوی او لس نور ټپيان دي".

    د نوموړي په وینا په وژل شويو کې "اته ماشومان، يوه مېرمن او يو نارينه" شامل دي.

    د ګوربز له خوا له بي بي سي سره په شريکو شویو عکسونو کې وژل شوي او ټپيان شوي ماشومان ليدل کېږي.

    د خوست په ګاونډ د پکتيکا په برمل ولسوالۍ کې هم د دريو تنو د وژل کېدو راپورونه ورکړل شوي دي. د برمل ولسوالۍ يواوسېدونکی وايي، د شپې نژدې يوه بجه وه چې هوايي برید وشو.

    د پاکستان حکومت تراوسه د دغو بریدونو او یا د مرګژوبلې د ادعاو په اړه څه نه دي ویلي. بي بي سي هم په خپلواکه توګه د دې پخلی نشي کولی.

  4. ذبيح الله مجاهد وايي د "پاکستان هوايي بریدونو کې د ۱۱ ماشومانو په ګډون ۱۳ تنه وژل شوي"

    ذبيح الله مجاهد

    د عکس سرچینه، Getty Images

    په افغانستان کې د طالبانو حکومت وياند ذبيح الله مجاهد وايي، پاکستان تېره شپه د افغانستان "هوايي حريم نقض" کولو سره د ډيورنډ کرښې ته نژدې پرتو څو ولایتونو هوایي بریدونه کړی دي.

    نوموړي پر خپله اېکس پاڼه ليکلي، "تېره شپه د پاکستان متجاوز پوځ يو ځل بيا د افغانستان حريم نقض کړ، په کونړ، خوست او پکتيکا ولایتونو کې یې ملکي کورونه بمبار کړل".

    ښاغلي مجاهد ادعا کړې چې په دغو بریدونو کې "۱۱ ماشومان، يوه مېرمن او يو سپين ږيری کس" وژل شوي دي.

    نوموړي همدا راز د پاکستان پوځ په بمببارۍ کې د ۱۴ تنو ښځو او ماشومانو د ټپي کېدو ويلي دي. بي بي سي په خپلواکه توګه د مرګژوبلې د دغو شمېرو پخلی نشي کولی.

    د پاکستان حکومت هم تراوسه د دغو بریدونو او یا د مرګژوبلې د ادعاو په اړه څه نه دي ویلي.

  5. وروستی, عراقچي وايي وسله وال ځواکونه به یې هېڅ بريد "بې ځوابه پرېنږدي"

    د ایران د بهرنيو چارو وزير د دغه هېواد پر جنوبي سيمو د امریکا غچ اخيستونکو بریدونو وروسته یو ځل بيا پر امریکايي ځواکونو غږ کړی چې د خوندي پاتې کېدو لپاره له سيمې ووځي.

    نوموړي په يوه پيغام کې ويلي، "د جګړې په ډګر کې د خپلې ماتې سره سره امریکا پرېکړه وکړه چې زموږ هوډ وازمويي. زموږ پياوړي وسله وال ځواکونه به هېڅ برید یا ګواښ بې ځوابه پرېنږدي. که تاسو غواړئ خوندي واوسئ، زموږ سيمه پرېږدئ".

    عراقچي د امریکا له بریدونو وړاندې پر اېکس پاڼه يوه پيغام کې ويلي وو، تر هغه چې امریکايي ځواکونه په سیمه کې موجود وي، خطر به یې ګواښي.

  6. تسنیم: ایران به د امریکا د یرغل ځواب ورکړي

    تسنیم خبري اژانس، چې د ایران انقلابي ګارد یا سپاه پاسدارن سره تړاو لري، تائید کړې چې څو شېبې وړاندې د امریکا د پوځي بریدونو په ترڅ کې د ایران په سویل کې ځينې ځایونه په نښه شوي او ویلي یې دي، "ایران لکه څنګه چې څو ساعته وړاندې خبرداری ورکړی و، د اپاچي چورلکې لوېدل کېدو په پلمه د امریکا د یرغل پر وړاندې به پرېکنده ځواب ورکړي".

    له دې وړاندې د امریکا مرکزي قومندانۍ ويلي وو، چې د عمان په سمندر کې د امریکا د اپاچي چورلکې د غورځېدو په ځواب کې یې پر ایران بريدونه کړي دی.

  7. وروستی, د ایران دولتي رسنۍ پر څو ځايونو بریدونه تائید کړل

    د ایران دولتي رسنۍ صدا او سيما پر خپل ټېلېګرام کانال د خپلو ځايي خبریالانو له خولې راپور ورکړی چې د امریکا په نويو بریدونو کې سيریک، قشم، جاسک او کوه مبارک سيمې په نښه شوې دي.

  8. وروستی, د امریکا پوځ وايي د چورلکې ويشتل کېدو په ځواب کې یې پر ایران بریدونه کړي

    امریکايۍ چورلکه

    د عکس سرچینه، Getty Images

    د امریکا مرکزي قومندانۍ (سېنټکام) ويلي، ځواکونو یې د ایران پر وړاندې دفاعي بریدونه پيل کړي دي.

    د مرکزي قومندانۍ په وینا، دا عمليات د عمان په سمندر کې د امریکا د اپاچي چورلکې د غورځېدو په ځواب کې شوي دي.

    په بيان کې ويل شوي چې، دا بریدونه "د ایران د بې دليله یرغل پر وړاندې متناسب غبرګون"دی.

    د برید د موخو او یا د هغه له کبله د اوښتي زيان په اړه لا معلومات نه دي خپاره شوي.

  9. ټرمپ وايي، ایران امریکايۍ چورلکه ویشتلې او د ځواب ويلو ګوتڅنډنه یې کړې

    د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ

    د عکس سرچینه، Getty Images

    د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ وايي، هغه ته ويل شوي چې ایران تېره شپه امریکايۍ چورلکه ويشتلې ده.

    نوموړي پر خپلې ټولنيزې رسنۍ ټروت سوشل يوه پوسټ کې ويلي، "زموږ د ستر پوځ له خوا ما ته خبر راکړل شو چې تېره شپه ایرانيانو زموږ له پرمختللیو اپاچي چورلکو یوه د هرمز تنګي د ګزمې پر مهال ويشتلې ده".

    د امریکا ولسمشر په وینا، په چورلکه کې دوه پيلوټان وو چې له پېښې ژوندي وتلي دي.

    هغه زياته کړې، "امریکا به د دې برید ځواب ورکړي".

    له دې وړاندې د امریکا مرکزي قوماندې (سېنټکام) د اپاچي چورلکې د غورځېدو په اړه خبرپاڼه کې ويلي وو، چورلکه د عمان په ساحل کې پرېوتلی او دوه امریکایي پيلوټان ژغورل شوي دي.

    سېنټکام ويلي وو، پېښه داسې مهال رامنځته شوې چې چورلکې "ګزمه" کوله.

  10. ټرمپ د نظام بدلون ژمنه کړې وه، خو پرځان د ایران باور زیات شو, جیریمي بوین

    د یادونې وړ ده چې کله دا جګړه د فبرورۍ پر ۲۸مه پیل شوه، په څه ډول نظر ورته کتل کېدل. دواړو، ډونلډ ټرمپ او بنیامین نتنیاهو پوځي اقدام په تاریخي بڼه وړاندې کړ.

    نتنیاهو ویلي وو چې ده د خپل ټول سیاسي ژوند په اوږدو کې دغه فرصت ته انتظار کاوه، چې د هغه څه پر وړاندې ودرېږي چې دی یې د اسرائیلو تر ټولو لوی دښمن بولي او بالاخره یې د امریکا یو داسې ولسمشر وموند چې د ده ملاتړ ته چمتو دی.

    داسې معلومېده، چې ټرمپ ګومان کاوه په چټکۍ سره یو بری کېدای شي او ایرانيانو ته یې ویلي وو چې هغه شېبه رانږدې ده چې دوی به وکولای شي خپل هېواد بېرته ترلاسه کړي.

    خو له دې هېڅ یو هم رامنځته نه شو. برعکس، ایران له نوې رهبرۍ سره را څرګند شوی دی. دا د نظام هغه بدلون نه دی چې ټرمپ یې ادعا کړې وه.

    که څه هم ډېری لوړپوړي مشران وژل شوي، خو د هغوی ځای نوې نسل نیولی دی. دوی لا هم په ژور ایډیالوژیک فکر سمبال دي، خو داسې ښکاري چې د پخوانیو مشرانو پرتله لږ احتیاط کوي.

    د جګړې پر مهال د رامنځته شویو بدلونونو له امله د دوی باور او اعتماد هم زیات شوی، په ځانګړي ډول د هرمز تنګي له لارې د کښتيو د تګ راتګ د ګډوډولو اغېز.

    دا بدلون د سیمې بڼې له سره بدلولو کې مرسته کوي. داسې ښکاري چې د اوسني بېرته ګرځول ستونزمن، او ښايي ناشوني وي.

    د دې پایلې یوازې په ایران او اسرائیلو پورې نه محدودېږي، بلکې د خلیج پر ډېرو هېوادونو اغېز کوي. داسې هېوادونه لکه متحده عربي امارات، چې اقتصاد یې له ثبات سره تړلی دی، لا له وړاندې د دې جګړې د ګډوډۍ له امله د پاموړ زیانونه لیدلي دي

  11. د ملګرو ملتونو عمومي منشي وايي، منځني ختیځ کې د تازه تاوتریخوالي زیاتېدو ته ژوره اندېښنه لري

    ګوتېرش

    د عکس سرچینه، Reuters

    د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتېرېش وايي، په منځني ختیځ کې د تاوتریخوالي بیا زیاتېدو له امله "ژوره اندېښنه" لري.

    نوموړي پر اېکس یوه پیغام کې غوښتنه کړې چې "ټول بریدونه" دې "سملاسي" ودرول شي، او زیاته کړې یې ده چې په لبنان، ایران او غزه کې اوربندونو ته باید "په بشپړه توګه درناوی" شي.

    هغه زیاته کړه:

    "د منځني ختیځ شخړو ته هېڅ پوځي حل لاره نه شته. د مخکې تلو یوازینۍ لار د خبرو او مذاکراتو له لارې ده."

    ګوتېرېش په پای کې له "ټولو اړخونو" وغوښتل چې د داسې دیپلوماتیکو حل لارو لپاره کار وکړي چې د سیمې او نړیوالې سولې او امنیت ته وده ورکړي.

  12. د لبنان روغتیا وزارت وایي، له مارچ میاشتې راهیسې ۳زره ۶۶۶ کسان وژل شوي

    د لبنان دولتي خبري اژانس د دغه هېواد د عامې روغتیا وزارت له قوله وايي، د اسرائیلو او حزب‌الله ترمنځ د جګړې له پیل راهیسې ټولټال ۳,۶۶۶ کسان وژل شوي او ۱۱,۳۲۱ نور ټپیان شوي دي.

    دغه تازه شمېرې د مارچ له ۲مې تر جون تر ۹مې پورې موده رانغاړي، او دا شمېر د هغو پخوانیو راپورونو پرتله لوړ دی چې د دوشنبې پر ورځ خپاره شوي وو. په هغه راپور کې ویل شوي وو چې ۳,۶۳۷ کسان وژل شوي او ۱۱,۱۸۸ نور ټپیان دي.

  13. رپوټونه وايي، کېدای شي د ایران مخکیني مذهبي مشر د جنازې مراسم په جون میاشت کې وشي, غونچه حبیبي ازاد-بي بي سي فارسي څانګه

    ایراني رسنیو د دغه هېواد مخکیني مذهبي مشر د جنازې په اړه نور جزئیات خپاره کړي.

    ایراني رسنیو د ایران د وژل شوي مذهبي مشر ایت الله علي خامنه‌يي د جنازې د مراسمو په اړه نور معلومات خپاره کړي او د تنظیموونکو له قوله یې راپور ورکړی دی.

    ایت الله خامنه‌يي د فبرورۍ پر ۲۸مه، د جګړې په لومړۍ ورځ، هغه مهال وژل شوی و، چې اسرائیلو او امریکا پر ایران برید وکړ. تر اوسه ایران د هغه د جنازې او خاورو ته د سپارلو مراسم نه دي ترسره کړي. د مارچ په لومړیو کې د هغه زوی، مجتبی خامنه‌يي، د نوموړي ځای ناستی شو.

    تنظیموونکو ویلي چې د جنازې مراسم به د اسلامي کال د لومړۍ میاشتې له لسمې ورځې وروسته ترسره شي، چې تمه ده د جون له ۲۵مې یا ۲۶مې سره برابر شي.

    ایراني رسنیو مخکې راپور ورکړی و چې د جنازې مراسم به په تهران، د قم په سپیڅلي ښار او وروسته د ایران په شمال ختیځ کې په یوه بل سپیڅلي ښار مشهد کې ترسره شي، چې د خامنه‌يي د زېږېدو ځای دی او هم هلته به خاورو ته وسپارل شي.

    د امنیتي اندېښنو له امله، چې له جګړې سره تړاو لري، د هغه د جنازې او خاورو ته سپارلو پلانونه څو ځله ځنډول شوي دي. راپورونه دغه راز وايي چې په تهران کې د هغه په استوګنځي د برید له امله څو لوړ پوړي پوځي قوماندانان هم وژل شوي دي.

  14. لبناني رسنۍ: پر صور ښار د اسرائیلو برید کې اته کسان وژل شوي

    د لبناني دولتي خبري اژانس راپور کې د لبنان د روغتیا وزارت په حواله ویل شوي چې د اسرائیلو د هوايي برید له امله په صور ښار کې اته کسان وژل شوي دي.

    په یوه بیان کې ویل شوي چې د ورانو شویو ودانیو کنډوالو د پاکولو کار لا هم روان دی، او ۳۲ نور کسان ټپیان شوي دي.

  15. د امریکا سفیر وایي، د اسرائیل او لبنان ترمنځ به خبرې دوام ومومي

    په بیروت کې د امریکا سفیر میشل عیسي وايي، سره له دې چې د دواړو هېوادونو ترمنځ اوربند لا هم له ستونزو سره مخ دی، تمه کېږي، چې ''ژر'' به د اسرائیل او لبنان ترمنځ په واشنګټن کې خبرې دوام وکړي.

    د جون پر ۳مه نېټه وروستۍ خبرېد اسرائیل او لبنان ترمنځ د اوربند د نوي کېدو لامل شو، خو هغسې چې راپورونه وايي،بریدونه لا هم دوام لري.

    میشل عیسی د دوشنبې پرورځ په بیروت کې د لبنان له ولسمشر جوزف عون سره وکتل. له دې لیدنې وروسته د امریکا سفیر وویل،له وروستي پوځي تاوتریخوالي سره سره به خبرې بیا پيل شي او ولسمشر عون ته یې ویلي چې خبرې «په سمه لار روانې دي».

    وروسته ښاغلي عیسی رسنیو ته وویل:

    "موږ داسې پړاو ته رسېدلي یو چې بېرته تګ نه لري، یخیمات شوی دی،او موږ به لبنان سره مرستوته دوام ورکړو، چېله خپل کړکېچه ووځي."

    بلخوا، ولسمشر عون پرون د (سي این این) لخوا خپرو شویو څرګندونو کې وویل چې روانې خبرې له اسرائیل سره د نه برید تړون پر رامنځته کولو تمرکز لري، او له هغې وروسته به "عادلانه او هر اړخیزه سوله" تعقیب شي.

    اسرائیلي او لبناني چارواکو تېره اونۍ په واشنګټن کې له لیدنې وروسته اوربند اعلان کړ.

    د عکس سرچینه، Reuters

    د عکس تشریح، اسرائیلي او لبناني چارواکو تېره اونۍ په واشنګټن کې له لیدنې وروسته اوربند اعلان کړ.
  16. حزب الله وايي، پر هغو اسرائیلي پوځیانو یې بریدونه کړي، چې د لبنان په سویل کې یې د پرمختګ هڅه کوله

    حزب‌الله وايي، د دوشنبې په شپه یې په سویلي لبنان کې پر هغو اسرائیلي ځواکونو توغندي توغولي چې د پرمختګ هڅه یې کوله.

    حزب‌الله پر ټیلیګرام یوه تازه خپاره‌شوي پیغام کې ویلي، اسرائیلي ځواکونه هڅه کوله چې د بیاضه له ښارګوټي د بیت‌السید پر لور مخکې لاړ شي، خو د “پرلپسې‌ توغندیزو بریدونو” له امله شا ته تګ ته اړ شول.

    اسرائیل تر اوسه د دغې نښتې په اړه څه نه دي ویلي، خو پوځ یې په سویلي لبنان کې ځمکنۍ عملیات پر مخ بیايي، چې د دوی په وینا موخه یې دا ده چې حزب‌الله د اسرائیل پر شمالي سیمو له بریدونو منع کړي.

  17. د لبنان په صور کې د هوايي بمبارۍ تصویرونه

    لبنان

    د عکس سرچینه، AFP via Getty Images

    د عکس تشریح، د سې شنبې پر ورځ د لبنان سویلي ښار صور کې د اسرائیلو له هوايي برید وروسته لوګی پورته کېږي.

    د لبنان له صور ښاره رسېدلي تصویرونو کې هوايي بمبارۍ لبدل کېږي. د لبناني رسنیو په رپوټونو کې هم ویل شوي، چې نن ګهیځ اسرائیلي ځواکونو پر دې ښار بمبارۍ کړې.

    دا بریدونه له هغه څو ساعته وروسته شوي، چې اسرائیلو د دې ښار او شاوخوا اوسېدونکو ته وویل، سملاسي باید له خپلو کورونو ووځي او په شمال کې د ظهراني سیند پر لور لاړ شي.

    د لبنان دولتي خبري اژانس (این این اې) په رپوټ کې ویل شوي، اسرائیلي جنګي الوتکو په صور کې ''درنې بمبارۍ'' کړې.

    اسرائیل دفاعي تر اوسه په دې سیمه کې د بمبارۍ پخلی نه دی کړی.

  18. ټرمپ هرمز تنګي کې د چورلکې غورځېدو په تړاو وايي، 'پیلوټان خوندي دي'

    د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونلډ ټرمپ هرمز تنګي ته نږدې د امریکايي پوځ یوې اپاچي ډوله چورلکې غورځېدو پېښې په هکله ویلي، پیلوټان یې روغ او خوندي دي.

    ښاغلي ټرمپ چې جان ایف کینیډي نړیوال هوايي ډګر کې یې واشنګټن ته تر ستنېدو مخکې خبرې کولې، وویل:

    ''هېڅوک نه دي ټپي شوي.''

    هغه زیاته کړه چې د امریکا حکومت به د سې شنبې په ورځ د دې پېښې په تړاو راپور خپور کړي.

    نیویارک ټایمز ورځپاڼې پرون ناوخته د دوومعلومات لرونکو سرچینو له قوله راپور ورکړی و چې د امریکا د پوځ یو اپاچي ډوله چورلکه هرمز تنګي ته نږدې غورځېدلې او د عملې کسان یې ژغورل شوي دي.

    راپور کې ویل شوي چې تر اوسه څرګنده نه ده چې دا چورلکه د ایراني ځواکونو د ډزو له امله وغورځېده که تخنیکي ستونزه وه او یا د بل علت له امله سقوط کړی دی.

  19. ټرمپ: د یوهخورا ښه توافق په وروستیو پړاوونو کې یو

    د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د سې شنبې په ورځ وویل، دوی د منځني ختیځ سولې موافقې ته د رسېدو په"وروستي پړاوونو" کې دي.

    ولسمشر ټرمپ د این بي اې له پایلوبې د ستنېدو پر مهال خبریالانو ته وویل: "موږ یوهډېر ښهتوافقته د رسېدو په وروستیو پړاوونو کې یو."

    له هغه وپوښتل شول چې دا به څومره ورځې یا اونۍ وخت ونیسي، ښاغلي ټرمپ وویل،دا به "دوېیا درې ورځې" وخت ونیسي.

    له دې مخکې په ملګرو ملتونو کې د ایران سفیر امیر سعید ایرواني تائید کړه چې هېواد یېلهمتحده ایالاتو سره د احتمالي موافقې د متن نهایی کولو په اړه خبرې کوي.

    هغه هیله څرګنده کړه چې دا خبرې به بالاخره د روانې جون میاشتې تر وروستیو پورې پای ته ورسیږي.

  20. ټرمپ وايي پنځو هېوادونو ترې غوښتي وو چې پر نتنیاهو د بریدونو درولو لپاره فشار راوړي

    د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ له اکسيوس رسنۍ سره په يوه مرکه کې ويلي، د منځني ختيځ پنځو هېوادونو ورسره اړيکه نيولې وه او غوښتنه یې ترې کړې وه چې د بریونو درولو لپاره د اسرائیلو پر لوړي وزير فشار راوړي.

    اکسيوس د ډونلډ ټرمپ له خولې ليکلي، "دا هېوادونه ډېر اندېښمن وو. دوی د هغه تړون پلوي دي چې موږ یې په اړه خبرې کوو".

    د اکسيوس او اسرائیلو ۱۲ کانال په وینا، ښاغلي ټرمپ همدا ډول ادعا کړې ده چې حکومت یې د دوشنبې په سهار له ایرانه پيغامونه ترلاسه کړي وو چې په هغو کې تهران په دې شرط چې اسرائیل هم بریدونه ودروي د توغنديو درولو لپاره چمتووالی ښودلی و.

    "[ایران] موږ ته زنګ وواهه او ویې ويل چې دوی به نور بریدونه ونکړي او له موږ یې وغوښتل چې اسرائیلو ته د بریدونو درولو ووايو".

    دا څرګندونې په داسې وخت کې مخې ته راځي چې ټرمپ په دې وروستيو کې په وار وار د ایران او اسرائیلو تر منځ د شخړې د زياتېدو د مخنیوي پر اړتيا ټينګار کړی او پر دواړو غاړو یې غړ کړی چې د خبرو اترو له لارې موافقې ته ورسېږي.