اېلان مسک د ټېسلا د نږدې ۷ میلیارد ډالرو په ارزښت ونډې پلورلې

Elon Musk.
د خپرېدو وخت

د نړۍ تر ټولو شتمن سړي اېلان مسک د برېښنايي موټرو د ټېسلا شرکت ۷ اعشاریه ۹۲ میلیون ونډې پلورلې چې ارزښت یې شاوخوا ۶ اعشاریه ۸۸ میلیارد ډالره کېږي.

ښاغلي مسک د ټېسلا دا ونډې تېره اوونۍ د دغه شرکت د ونډوالو له کلنۍ ناستې وروسته پلورلې.‌

هغه ویلي که په ۴۴ میلیارد ډالرو د ټویټر پلورلو ته اړ شي‌ نو دغو پیسو ته اړتیا لري.‌

د میلیاردر اېلان مسک او ټویټر ترمنځ دمګړۍ حقوقي دعوه روانه ده.‌

دا لانجه تر هغې وروسته پیل شوې چې ښاغلي مسک تېره میاشت وویل د ټویټر د پلورلو له تړونه شاته شوی دی.

ښاغلي مسک د ټېسلا د ونډو د پلور په اړه د خبرونو تر خپرېدو وروسته د یوه ټویټ ځواب کې ومنله چې د میلیاردونو ډالرو په ارزښت ونډې یې پلورلې، ځکه که د ټویټر پلورلو ته اړ شي نو دغو پیسو ته به اړتیا ولري.

هغه ویلي "په بېړني ډول د ټېسلا د ونډو د پلور مخنیوی مهم دی."

نوموړي د ټویټر د یوه بل کارن د پوښتنې په ځواب کې چې که د ټویټر خواله رسنۍ پېرلو ته اړ نه شي نو ایا د ټېسلا ونډې به بېرته وپېرې؟ د "هو" ځواب ورکړی.

ټویټر تېره جولای میاشت کې د ښاغلي مسک لخوا د دې خواله رسنۍ له پېرلو د شاته کېدو له اعلان وروسته، محکمې کې عریضه وکړه.

اېلان مسک هغه مهال ویلي چې دې خواله رسنۍ د جعلي حسابونو په اړه مالومات نه دي ورسره شریک کړي.

قاضي وویل چې په دې اړه پرېکړه به د روان کال اکتوبر کې وشي.

د ټویټر چارواکو په خبره د هغو کاروونکو خبرول یې پیل کړي دي، چې پاڼې یې له دغه ویروسه اغېزمنې شوې دي.

ټویټر هیله من دی چې محکمه به ښاغلی مسک اړباسي چې په ۴۴ میلیارډ ډالرو د دې رسنۍ د پلورلو تړون بشپړ کړي.

له دې سره ویل کېږي چې ښاغلي ایلان مسک هم پر ټویټر عریضه کړې خو جزییات یې لا نه دي راوتلي.

ټویټر جولای کې وویل چې د اېلان مسک تر اعلان وروسته یې که څه هم د کارنو ورځنۍ کچه ۲۳۷ میلیونو ته لوړه شوې، خو ۲۷۰ میلیون ډالره تاوان یې کړی دی.‌