ایران کې لاریونونه؛ د وژل شویو شمېر په ډېرېدو دی

د خپرېدو وخت

په ایران کې د پړوني ناسم پرسرولو د سرغړونې په تور د ۲۲ کلنې مهسا امیني تر نیول کېدا او مړینې وروسته ایران کې پیل شویو لاریونونو کې تر ۴۰ ډېر کسان وژل شوي. که څه هم انټرنېټ پرې شوی، ویل کېږي په لاریونونو کې د ګډونوالو له لوري ځینې وېډیوګانې پر خواله رسنیو شریکې شوې دي. د بښنې نړیوال سازمان وايي، ۱۰ ورځې مخکې پیل شویو لاریونونو کې د دولتي ځواکونو له لوري لږ تر لږه څلور ماشومان وژل شوي.