تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
بریتانیا، فرانسې، جرمني، ایټالیا او کاناډا لوېدیځه غاړه کې د اسرائیلو د استوګنیزو ښارګوټو پروژه وغندله
- Author, روت کمرفورډ او ټام مکارتر
- د خپرېدو وخت
- د لوستلو وخت: ۳ دقیقې
د اشغال شوې لوېدیځې غاړې په یوې ستراتیژیکه مهمه سیمه کې د شاوخوا ۱۲۰۰ استوګنیزو واحدونو د جوړولو لپاره د اسرائیل د داوطلبۍ اعلانولو پلانونو د لوېدیځو قدرتونو نوې او پراخې نیوکې راپارولي دي.
بریتانیا، فرانسې، جرمني، ایټالیا او کاناډا په یوې ګډې اعلامیې کې دغه پرېکړه ''د نه منلو'' بللې او له اسرائیلو یې غوښتي چې ''دا پلانونه سملاسي بېرته واخلي''.
د نړیوال قانون له مخې ټول اسرائیلي مېشت ځایونه ناقانونه ګڼل کېږي، او اسرائیل د نړیوال فشار له امله د لسیزو لپاره د بیت المقدس ختیځ ته په اي ون (E1) سیمه کې د ودانیزو پروژو له پلي کولو ډډه کړې وه.
د اسرائیل ډېرو متحدینو او فلسطینیانو استدلال کړی چې دغه پروژه به د دوو دولتونو د حللارې هیلو ته سخت زیان ورسوي، ځکه چې دا به په عملي ډول لوېدیځه غاړه په دوو برخو ووېشي او ختیځ بیت المقدس به لا ډېر منزوي کړي.
د اروپايي متحدینو او کاناډا په هغه ګډه اعلامیه کې چې د پنجشنبې په ورځ خپره شوه، راغلي:
"په داسې حال کې چې په لوېدیځه غاړه کې بې ثباتي خورا زیاته شوې، د مېشتو کسانو له لوري د ملکي وګړو پر ضد د تاوتریخوالي کچه بې سارې لوړې شوې او د فلسطین اقتصاد له جدي محدودیتونو سره مخ دی، دا پرېکړه لا نوره هم د اندېښنې وړ ده."
اعلامیه زیاتوي: "دا پلانونه نه یوازې موږ له سولې څخه لا لېرې کوي، بلکې د اسرائیل نړیوال اعتبار هم نور زیانمنوي."
په یوه جلا اعلامیه کې د ملګرو ملتونو سرمنشي هم ویلي چې د E1 سیمې پروژه د یو پرلپسې او جغرافیایي پلوه تړلي فلسطیني دولت لپاره "وجودي ګواښ" رامنځته کوي. د بلجیم د بهرنیو چارو وزیر هم ورته اندېښنې څرګندې کړې دي.
د برېتانیا د بهرنیو چارو وزیر اېډ مېلیبنډ د پنجشنبې په ورځ تر دې مخکې د دغو پلانونو غندنه کړې وه، خو د اسرائیل د بهرنیو چارو وزیر د هغه څرګندونې په "بشپړ ډول رد" کړې.
سره له دې چې د سیمې مېشتو کوچیانو فلسطینیانو او د اسرائیل د سولې پلوه ډلو د دغو پلانونو پر ضد په محکمه کې دعوه کړې، د اسرائیل د کور جوړونې وزارت د چهارشنبې په ورځ د هغو ۳۴۰۱ کورنیو واحدونو له ډلې د ۱۲۳۴ واحدونو لپاره د داوطلبۍ اعلان وکړ چې تېر اګست د اسرائیل حکومت تصویب کړي وو.
دا پروژه شاوخوا ۱۲ مربع کیلومتره (۴.۶ مربع میله) سیمه پوښي، چې د ختیځ بیت المقدس او د معالي ادومیم د مېشت ځای ترمنځ پرته ده.
کله چې دغه پلانونه لومړی ځل اعلان شول، د اسرائیل د مالیې وزیر بزالیل سموتریچ، چې یو سخت دریځی ملتپال او مېشتو کسانو ته نږدې سیاستوال دی، وویل چې د فلسطیني دولت مفکوره ''له منځه وړل کېږي''.
د داوطلبۍ وروستۍ نېټه د اکتوبر ۱۹مه ټاکل شوې، چې د اکتوبر تر ۲۷مې د اسرائیل له ټولټاکنو یوازې څو ورځې مخکې ده. دا چاره به د هر راتلونکي حکومت لپاره د دغو صادر شویو داوطلبیو لغو کول ډېر ستونزمن کړي.
اسرائیل د ۱۹۶۷ کال د منځني ختیځ له جګړې وروسته، چې په ترڅ کې یې لوېدیځه غاړه او ختیځ بیت المقدس اشغال کړل، شاوخوا ۱۶۰ مېشت ځایونه جوړ کړي دي. په دغو مېشت ځایونو کې نږدې ۷۰۰ زره یهودان اوسېږي. فلسطینیان غواړي دا سیمې، له غزې سره یو ځای، د خپل راتلونکي خپلواک دولت برخه وګرځوي. اټکل کېږي چې په لوېدیځه غاړه او ختیځ بیت المقدس کې شاوخوا ۳.۳ میلیونه فلسطینیان ژوند کوي.
سره له دې چې له ډېرې مودې راهیسې نړیوال مخالفت روان دی، پرلپسې اسرائیلي حکومتونو د مېشت ځایونو پراختیا ته اجازه ورکړې ده.
خو د دغو مېشت ځایونو پراختیا د ۲۰۲۲ کال په وروستیو کې د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو له بیا واک ته رسېدو وروسته، د یوه ښي اړخي او د مېشت ځایونو پلوي ائتلاف په مشرۍ، په څرګند ډول زیاته شوې ده. دغه بهیر د غزې له جګړې وروسته لا چټک شو، هغه جګړه چې د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر په ۷مه پر اسرائیل د حماس تر برید وروسته پیل شوه.
د E1 پروژې مخالفان خبرداری ورکوي چې دا پروژه به په عملي ډول د فلسطیني دولت د جوړېدو مخه ونیسي، ځکه چې د لوېدیځې غاړې شمالي او سویلي برخې به له یو بل څخه جلا کړي او دغه راز به د رام الله، ختیځ بیت المقدس او بیت اللحم ترمنځ د یوه پرلپسې فلسطیني ښاري کمربند د پراختیا مخه ونیسي.