د افغانستان ختیځ کې په دوو ترافیکي پېښو کې ۲۲ کسان مړه شوي

د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۳ دقیقې

د افغانستان په ختیځ کې په دوو ترافیکي پېښو کې لږترلږه ۲۲ کسان مړه او ۳۶ نور ټپیان شوي دي.‌

ځايي چارواکي وايي، د لغمان د قرغیو ولسوالۍ په سرخکان سیمه کې د کابل – جلال اباد پر لویه لاره د کورنیو کډوالو یوه لېږدونکې لارۍ اوښتې او د نورستان مرکز پارون کې بیا د سیلانیانو یو ټوډي ډوله موټر سیند ته لوېدلی دی.

چارواکو ویلي، چې د کابل - جلال اباد د لارې په ټرافیکي پېښه کې ۱۸ کسان مړه او ۳۵ نور ټپیان شوي دي.

د طالبانو حکومت کې د لغمان د ولایتي ادارې ویاند عبدالمالک نیازي بي بي سي ته ویلي، مړه شوي او ټپیان د ستنېدونکو کورنیو غړي او دا چې لویه برخه په کې ښځې او ماشومان دي.

ښاغلی نیازی وايي، په مړو شویو کسانو کې لس ماشومان، پینځه ښځې او درې نارینه شامل دي.

پېښه د شنبې پر سهار پنځه نیمې بجې شوې. دې کورنیو کونړ کې له دمې وروسته کابل کې د مېشتېدا لپاره سفر کاوه.

ښاغلی نیازی وايي ټپیان د ننګرهار حوزوي او نږدې نورو روغتونونو ته لېږدول شوي دي او د هغوی چې روغتیايي حالت نازک دی کابل ته وړل شوي دي.

ننګرهار کې روغتیايي چارواکو بیا بي بي سي ته ویلي چې پېښه کې مړه او ژوبل ټول د یوې کورنۍ غړي دي او د هېواد شمالي سیمو کې د کار لپاره کډه کېدل.

د نورستان د ترافيکي پېښې په اړه ویل شوي چې ۴ سیلانیان په کې مړه او یو تن ټپي شوی دی.

نورستان کې د طالبانو حکومت ولایتي چارواکي وايي، دا پېښه تېره شپه د مرکز پارون اړوند د ځنګل پوستې سیمه کې شوې.

د نورستان د امنيه قومندانۍ ویاند احمد بشیر برګزاده ویلي، د سیلانیانو یو ټوډي ډوله موټر سیند ته لوېدلی او پکې سپاره څلور کسان اوبو وړي دي.

هغه زیاته کړې چې چلوونکي په ټپي حالت کې ژغورل شوی او د بې‌درکه کسانو لټون روان دی.

د امنیه قومندانۍ ویاند وايي، د پېښې قربانیان د فراه ولایت اوسېدونکي دي او دغه ولایت په چکر ورغلي‌ وو.‌

هغه ویلي، دا‌ پېښه د چلوونکي د بې‌احتیاطۍ له کبله رامنځ ته شوې.

د دې پېښو جوت لامل تر اوسه نه دی روښانه شوی، خو په تېر کې تر ډېره ناسازې لارې، د چلوونکو بې احتیاطي او د ترافیکي قوانینو نه مراعتول د افغانستان د لویو لارو په اوږدو کې د ګڼو خونړیو ترافیکي پښو لاملونه بلل شوي.

د تېر کال اګست کې له ایرانه د ستنېدونکو کډوالو یو لېږدونکی بس موټر په هرات کې له یوه ټانکر سره ټکر شو او اور یې واخیست.

په هغې پېښه کې ۷۹ کسان مړه شوي وو.

د هرات پولیسو ویلي وو چې پېښه د بس د چلوونکي د ''زیات سرعت او بې پروايۍ'' له کبله شوې ده.