تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د لمر سطحې دقیق انځورونه د هغه د تاوېدو رازونه بربنډوي
- Author, وېکټوریا ګېل
- دنده, د ساینسي چارو خبریاله
- د خپرېدو وخت
- د لوستلو وخت: ۴ دقیقې
پوهانو د نړۍ له تر ټولو پیاوړي لمریز تلسکوپه په کار اخیستو د لمر د سطحې داسې انځورونه اخیستي چې تر دې مخکې یې ساری نه دی لیدل شوی.
دغه انځورونه او ویډیويي ثبتونه د لمر پر سطحه د فعالیتونو داسې "تاو راتاو" ښيي چې تر دې وړاندې یې لیدل ممکن نه وو.
دا تاو راتاو د ګرمو ګازونو د حرکت له امله رامنځته کېږي. دغه ګازونه د لمر مقناطیسي میدان خوځوي او تاووي یې.
دغه دوامدار دوران د لمر له خوا د انرژۍ د لویو څپو د خپرېدو یو مهم لامل بلل کېږي. دا چاره هغه څه رامنځته کوي چې د "فضايي هوا" په نوم یادېږي. فضايي هوا پر ځمکه د برېښنا شبکې او سپوږمکۍ ګډوډولی شي او ان فضانوردانو ته د زیان رسېدو لامل کېدای شي.
د امریکا د ملي لمریز څارځای ډاکټر ډیویډ بوبولټز وویل: "لمر د دې انرژۍ او د فضايي هوا د ټولو پدیدو سرچینه ده."
هغه زیاته کړه چې زموږ د لمریز نظام د ستوري، یعنې لمر، د لا ډېرو دقیقو انځورونو اخیستل به له ساینسپوهانو سره مرسته وکړي چې فضايي هوا ښه درک او مدیریت کړي.
نوموړي وویل: "د دې لپاره چې فضايي هوا درک کړو او په پای کې یې وړاندوینه وکړای شو، غواړو د لمر فزیک تر ټولو کوچنیو او دقیقو کچو پورې درک کړو."
دا پایلې، چې په علمي مجله "نېچر" کې خپرې شوې دي، د انوي لمریز تلسکوپ په مرسته ترلاسه شوې دي. دغه تلسکوپ د هاوايي په یوه لوړه څوکه کې جوړ شوی، چې اسمان یې صاف او له دوړو پاک دی.
د لمر د سطحې د انځورونو په لویولو سره، څېړونکي وتوانېدل چې د لمر د خوځېدونکو کږلېچونو ډېرې دقیقې صحنې ثبت کړي.
د امریکا د ملي لمریز څارځای ستورپوه ډاکټر ډیویډ کوریډزه بيبيسي ته وویل: "دغه تاوېېدونکي حرکتونه مقناطیسي انرژي تولیدوي چې راټولېدای شي او په پایله کې د پراخو چاودنو لامل شي."
سخته فضايي هوا
ساینسپوهان پر لمر لیدل شوې دغې پدیدې ته "د کلوین-هلمهولتز بېثباتي" نوم ورکوي.
دا پدیده هغه مهال رامنځته کېږي چې د سیالونو یا ګازونو بېلابېلې طبقې د یو بل تر څنګ په حرکت کې وي. په دې باره کې خبره د لمر د ډېرې تودې ګازونو ده. دغه حرکتونه کوچنۍ ګډوډۍ ورو ورو غټې کوي او په پای کې یې په مارپیچي تاو راتاوونو بدلوي.
په سمندرونو کې هم همدا پدیده د دې په تشریح کې مرسته کوي چې څنګه واړه څپې په تدریجي ډول په سترو او زورورو څپو بدلېدای شي.
د ملي لمریز څارځای ډاکټر فریدریش فوګر وايي، د لمر پر سطحه د دې پدیدې مشاهده له ساینسپوهانو سره مرسته کوي چې درک کړي د فضايي هوا پدیدې څه شی رامنځته کوي؛ همدارنګه ښايي دا روښانه کړي چې ولې د لمر سطحه دومره ګرمه ده.
دغه کږلېچونه د لمر له سطحې د هغه لوړو طبقو ته د انرژۍ په لېږد کې مرسته کوي. کله چې په کافي اندازه انرژي راټوله شي، کېدای شي ناڅاپه د لمریزې لمبې یا د تاجي جرمغورځونې په بڼه خوشې شي.
بوبولټز اشاره وکړه چې د دغو نوو موندنو اهمیت یوازې په دې پورې محدود نه دی چې له موږ سره د فضايي هوا په درک کولو او د هغې له اغېزو څخه د ځان ساتنې په برخه کې مرسته کوي، بلکې موږ ته دا هم راپه یادوي چې لمر یو "بېساری لابراتوار" دی.
هغه وویل: "لمر موږ ته تر ټولو نژدې ستوری دی او کولی شي له موږ سره د فزیک د ځینو خورا بنسټیزو قوانینو په درک کولو کې مرسته وکړي. د انشټاین د عمومي نسبیت د نظریې لومړنی تجربوي ثبوت هم د لمر د کسوف د مشاهدې له لارې ترلاسه شو."
هغه زیاته کړه: "له همدې امله، موږ داسې تجربو ته اړتیا لرو، که څه هم موخه یې یوازې د انسان د پوهې پراخول وي. "