وېنزویلا کې د زلزلې قربانیان ۹۲۰ کسانو ته ورسېدل، ژغورونکي کنډوالو کې پاتې کسان لټوي

د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۵ دقیقې

د حکومتي چارواکو په وینا، په وینزویلا کې د غبرګو زلزلو له امله تر ۹۰۰ زیات کسان مړه شوي او ۳٬۳۶۰ نور ټپیان دي، په داسې حال کې چې د ژغورنې ډلې لا هم د ژوندي پاتې شویو کسانو په لټه کې دي او کورنۍ د خپلو عزیزانو د خبرونو په تمه دي.

وروسته له هغه چې د دې هېواد په شمال کې د دوو زلزلو له امله لسګونه ودانۍ ویجاړې شوې، چې پکې پلازمېنه کاراکاس هم شامله ده، په لنډمهالو روغتیايي مرکزونو کې د ټپیانو درملنه کېږي.

اوسمهال، په بېلابېلو سیمو کې د ځایي او نړیوالو ادارو ژغورنې ډلو لخوا د ژوندي پاتې شویو کسانو د موندلو هڅې روانې دي. په همدې لټون کې یوه ښځه له کنډوالو ژوندۍ راویستل شوې ده.

په کاراکاس او نژدې ساحلي ښار لا ګوایرا کې د نړېدلو ودانیو تر کنډوالو لاندې د بند پاتې کسانو غږونه اورېدل کېږي.

داسې اندېښنه شته چې ښايي د مړو شمېر به نور هم زیات شي، ځکه ډېر خلک بې‌کوره شوي او یا هم د خرابو او ناامن ودانیو له وېرې په کوڅو کې شپه تېروي.

د امریکا د جیولوژیکي سروې (یو اېس جي اېس) د معلوماتو له مخې، د چهارشنبې په ورځ لومړۍ زلزله د اووه اعشاریه ۲ درجې وه، او څو ثانیې وروسته تر هغې بله، لا زوروره زلزله د ۷٫۵ درجې رامنځته شوه. لومړۍ زلزله د ځمکې له سطحې ۲۰٫۳ کیلومتره ژوره وه، او دویمه بیا د ۱۰ کیلومتره په ژوروالي کې ثبت شوې ده.

تر دې مخکې، د هېواد سرپرستې ولسمشرې ډیلسي رودریګیز په هېواد کې بېړنی حالت اعلان کړی و.

د مرستو د عملیاتو لپاره څو هېوادونو د همکارۍ وړاندیز کړی، چې پکې د امریکا لخوا د ۱۵۰ میلیونه ډالرو مرستې اعلان هم شامل دی. د یوه بیان له مخې، د امریکا پوځ د لټون او ژغورنې ټیمونو سره د مرستې او د «چټکو مرستندویه عملیاتو» لپاره بېړۍ او الوتکې لېږي.

د هورخه رودریګیز په وینا، ۲۵۰ ودانۍ یا په بشپړه توګه ویجاړې شوې دي یا یې سخت زیان لیدلی دی. له دې ودانیو ډېری یې په لا ګوایرا کې وې، چې د بي بي سي لخوا د یوې لس پوړیز هوټل د بشپړې ویجاړۍ ویډیو هم تائید شوې ده.

په کاراکاس او دې ته نژدې ساحلي ښار لا ګوایرا کې، د نړېدلو ودانیو تر خاورو لاندې د بند پاتې خلکو د مرستې چیغې او غږونه اورېدل شوي دي.

د ملګرو ملتونو په وینا هلته له ۱۰۰ ډېرې ودانۍ ړنګې شوې دي. په ویډیوګانو کې لیدل کېږي، چې خلک د ځان د ژغورلو لپاره منډې وهي.

دغه زلزلې، چې ځواک یې د ریهکټر په کچه ۷.۲ او ۷.۵ درجې و، یوازې د یوې دقیقې په واټن کې رامنځته شوې. دوهمه زلزله په وینزویلا کې له ۱۹۰۰ کال راهیسې تر ټولو زوروره بلل کېږي.

هغسې چې مخکې بي بي سي راپور ورکړی و چې د نړۍ له بېلابېلو هېوادونو د وینزویلا له زلزله ځپلو سره د مرستو ژمنې شوي دي، چې پکې متحده ایالات هم شامل دي چې د "لوی او چټک" غبرګون ژمنه یې کړې ده، اوس نور تازه معلومات هم رسېدلي دي.

د اروپایي کمېسیون مشرې اورسولا فون ډېرلین په وینا، اسپانیا، ایټالیا، چيک جمهوریت، فرانسه، جرمني، لوګزامبورګ، هالنډ او پرتګال هم د لټون او ژغورنې لپاره د مرستندویانو ډلې لېږي.

نوموړې وايي، دغه کمېسیون "د اروپایي غبرګون همغږي کوي".

د مکسیکو ولسمشرې کلودیا شېنباؤم هم د ژغورنې ډلو او روغتیايي کارکوونکو د لېږلو اعلان کړی دی.

په ورته مهال، واتیکان وایي، پاپ لیو د بېړنۍ مرستې په توګه ۱۰۰,۰۰۰ یورو مرسته استولې، دا یې "لومړنی ګام" بللی، او زیاته مرسته به هم وروسته ورکړل شي.

له دې مخکې د وېنزویلا سرپرستې ولسمشرې ډېلسي‌ روډریګز پر دولتي‌ تلویزون وینا کې وویل چې له غبرګو زلزلو وروسته ۳۰ ټکنانونه حس شوي او د مرګ‌ژوبلې شمېر هم لوړ شوی دی.

اغلې روډریګز تائید کړه چې د ژوبلو۹۷۱ ته ختلی دی.

په دغه هېواد کې تېر ماښام له یوې دقیقې هم لږ وخت کې د دوو زورورو زلزلو له امله د زرګونو کسانو د مړینې وېره څرګندېږي.

لومړنۍ زلزله چې شدت یې د ریهکټر په کچه ۷.۲ درجې و، په کارابوبو ایالت کې رامنځته شوه او مرکز یې له پلازمېنې کراکس نه شاوخوا ۲۰ کیلومتره لېرې و.

د امریکا د جیولوجیکي سروې (یو اېس جي س اېس) په وینا، یوازې ۳۹ ثانیې وروسته تر دې هم زوروره دوهمه زلزله راغله چې شدت یې ۷.۵ ثبت شو.

د (یو اېس جي س اېس) رپوټ له مخې، د پراخې مرګژوبلې او لویې ویجاړۍ احتمال شته، او اټکل کېږي چې له دوهمې زورورې زلزلې وروسته ۴۴ سلنه احتمال شته چې د مړو شمېر له ۱۰ زرو واوړي، او ۳۰ سلنه احتمال څرګندېږي چې دا شمېر حتی له ۱۰۰ زرو څخه هم زیات شي.

په کراکاس کې هم سخت ټکانونه محسوس شوي، ودانۍ نړېدلې دي، د تېلو رسونه بنده شوې ده، او تر خاورو، خځلو لاندې بند پاتې خلک د مرستې غوښتنه کوي.

د کورنیو چارو وزیر له خلکو غوښتي چې خپل کورونه پرېږدي او بهر ووځي.

د وېنزویلا سرپرستې ولسمشرې ډیلسي رودریګز د دې هېواد پر ملي تلویزون خپله وینا کې په ټول هېواد کې د بېړني حالت اعلان وکړ.

هغې وویل: ''زموږ لومړنی پیغام خلکو ته دا دی چې د ژوند ژغورنې لپاره متحد پاتې شي.''

ولسمشرې زیاته کړه چې د اوونۍ د پاتې ورځو لپاره به ټولې تعلیمي ادارې تړلې وي، او له اړینو خدمتونو پرته به ټول فعالیتونه ودرول شي.

رودریګز له ډاکټرانو او نرسانو وغوښتل چې سمدلاسي روغتیايي مرکزونو ته حاضر شي.

د وېنزویلا مرکزي نړیوال هوايي ډګر مایکیتیا د زلزلې له امله د ''سختو زیانونو'' له کبله تړل شوی دی.

د وېنزویلا سرپرستې ولسمشرې ډیلسي رودریګز په ملي ټلویزیون خپله وینا کې تائید کړه چې د زلزلې له امله د هوايي ډګر ترمینل ته جدي زیان اوښتی او له همدې امله تړل شوی دی.

له دې وړاندې خپرو شویو ویډیوګانو کې لیدل کېږي چې د زلزلې پر مهال خلک د هوايي ډګر په دهلېزونو کې منډې وهي، او له چتونو خاورې، خځلې ښکته پرېوځي.

امریکا او د لاتینې امریکا هېوادونو د مرستې غږ کړی

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د بهرنیو مرستو مرستیال وزیر جېرمي لوېن ویلي، امریکا به وینزویلا ته د لټون او ژغورنې ډلې، او دغه راز روغتیايي او بشري مرستې ولېږي.

هغه وايي، د بهرنیو چارو وزارت د ناورین مرستو ځانګړې ډله لري چې د وینزویلا له سرپرست حکومت سره په ګډه کار کوي.

د لاتینې امریکا یو شمېر هېوادونو هم د مرستو وړاندیز کړی دی.

د السلواډور ولسمشر نایب بوکیله ویلي، هېواد یې ۵۰ ټنه تجهیزات او مرستې، او دغه راز ۳۰۰ ژغورونکي ''چمتو دي کراکاس ته ولاړ شي''.

د ایکواډور ولسمشر دانیل نوبوا ازین هم ویلي چې هېواد یې بېړنۍ مرستې وینزویلا ته د استولو لپاره برابرې کړې دي.

په ورته وخت کې، د برازیل ولسمشر لوئیز اناسیو لولا دسیلوا ویلي چې هېواد به یې ارزونه وکړي چې کوم ډول مرسته کولای شي، چې د خپل ''ورور هېواد'' د ملاتړ لپاره یې ترسره کړي.

د مکسیکو د بهرنیو چارو وزیر روبېرتو ویلاسکو الوارېز هم وینزویلا ته ''هر ډول یووالی او ملاتړ'' وړاندې کړی چې اړتیا ورته ولري.