تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د یوې تاجکستانۍ ښځې تر وژل کېدو وروسته تر ۲۰۰ ډېر افغان کډوال په زور وایستل شول
د تاجکستاني رسنیو د راپورونو له مخې، د تاجکستان له سغد ولایته شاوخوا ۲۵۰ افغان وګړي وروسته له هغې په زور وایستل شول چې په خجند ښار کې یوه تاجکستانۍ ښځه ووژل شوه.
د کندوز ولایت ځايي سرچینو هم د هغو کډوالو له قوله چې دې ولایت ته را اړول شوي، ویلي دي چې هغوی ته اجازه نه ده ورکړل شوې خپل شخصي وسایل له ځان سره راوړي.
د طالبانو حکومت چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
د تاجکستان هغه ځايي اوسېدونکي چې د دغه هېواد د شمال سغد ولایت د جباررسولاف ولسوالۍ کې ژوند کوي، اسیا-پلاس خبري اژانس ته ویلي چې دغه افغان وګړي وروسته له هغې له سیمې وشړل شول چې یو افغان وګړی د "یوې تاجکستانۍ ښځې د وژنې" په تور ونیول شو.
د دغې سیمې ځینو اوسېدونکو، چې په تېرو څو کلونو کې د دغو افغان کډوالو ګاونډیان پاتې شوي وو، ویلي چې د اپرېل په څلورمه "چارواکو ټول افغان وګړي راټول کړل او له ځان سره یې بوتلل."
د تاجکستان د کورنیو چارو وزارت یوه استازي ویلي چې "د بهرنیو وګړو ایستل د دوی دندې پورې اړه نه لري" خو دغه وزارت په خپره کړې اعلامیه کې له افغان وګړو غوښتي چې "د تاجکستان قوانینو، دودونو، کلتور او عنعناتو ته درناوی وکړي."
د تاجکستاني رسنیو د راپورونو له مخې، د افغان کډوالو ایستل وروسته له هغې پیل شول چې یو افغان وګړی د خجند ښار د یوې ښځې د وژنې په تور ونیول شو.
د تاجکستان د کورنیو چارو وزارت ویلي چې دغه ښځه د اپرېل په ۳۰مه وژل شوې وه.
د اسیا-پلاس خبریال چې پرون (د مې په ۵مه) د رسولاف سیمې ته تللی او هلته یې له تاجکستاني اوسېدونکو سره خبرې کړې دي، لیکلي چې ونه توانېد د سیمې دننه کوم افغان کډوال پیدا کړي.
د دغې رسنۍ د راپور له مخې، د سیمې یو شمېر اوسېدونکو ویلي چې د مې په څلورمه، ناپېژاندو کسانو ټول افغان وګړي په څو موټرو کې سپاره کړل او له سیمې یې یووړل. هغوی ویلي چې نه پوهېږي دا کسان څوک وو او افغان کډوال یې چېرته بوتلل.
د رسولاف سیمې یوې اوسېدونکې، روزا حسنوا، ویلي چې شپږ کاله یې له یوه افغان وګړي سره ګاونډیتوب درلود او په ګډه یې د موټرو مینځلو کاروبار کاوه. هغې زیاته کړې: "موږ له خپلو افغان ګاونډیانو هېڅ بد نه دي لیدلي او دعا کوو چې هر چېرته وي، خوندي او سلامت وي."
یو بل ګاونډي، چې نه یې غوښتل نوم یې یاد شي، ویلي چې محمود نومی افغان کډوال د ولسوالۍ د فرهنګ په څانګه کې کار کاوه، خو د مې په څلورمه له خپلې ناروغې مېرمنې او کورنۍ سره ولاړ.
ویل کېږي چې دغه افغان کډوال د تاجکستان د سغد ولایت د جبار رسولاف ولسوالۍ اوسېدونکي وو، هغه یوازینۍ ولسوالۍ چې افغان کډوالو پکې کار او ژوند کاوه.
د چارواکو په وینا، شاوخوا شل کاله مخکې په دې سیمه کې یوازې ۴ تر ۵ افغان کورنۍ اوسېدلې، خو د روان میلادي کال په جنورۍ میاشت کې د جبار رسولاف ولسوالۍ د رئیس مرستیال زمرّت مطلبزاده خبریالانو ته ویلي وو چې د دغو کډوالو شمېر ۲۰۱ کسانو ته رسېدلی او د هغوی موخه درېیم هېواد ته سفر دی، نو ځکه په موقتي ډول دلته ژوند کوي.
د رسمي شمېرو له مخې، د تېر میلادي کال تر جولای میاشتې پورې په تاجکستان کې له ۹ زرو ډېر افغان کډوال اوسېدل، چې ډېرو یې ویلي وو د طالبانو له وېرې دغه هېواد ته پناه وړې ده.
د تاجکستان د دولتي ملي امنیت کمېټې تېر کال د افغانستان د "یو شمېر مشخصو" وګړو د ایستلو خبر هم ورکړی و.
دغه کمېټې ویلي وو چې د دغو کسانو ایستل د تاجکستان د کورنیو قوانینو له مخې ترسره کېږي.
همداراز، د دوشنبې ښار په ۱۵ کیلومترۍ کې د وحدت ښاره د افغان کډوالو د ایستلو انځورونه هم په ټولنیزو شبکو کې خپاره شوي وو.
تاجکستان د افغانستان د طالبانو حکومت په رسمیت نه پېژني، خو په وروستیو میاشتو کې د دواړو لورو اړیکې مخ پر پراخېدو دي.
اوس مهال په دوشنبه کې د افغانستان سفارت د پخواني حکومت د سفیر له خوا اداره کېږي، خو په خاروغ ښار کې د افغانستان د جنرال قونسلګرۍ چارې د طالبانو د حکومت له لوري د ټاکل شوي استازي پر غاړه دي.
افغانستان او تاجکستان شاوخوا ۱۴۰۰ کیلومتره ګډه پوله لري.