په ډيلي کې د برېکس سرمشریزه؛ شي جین پینګ اووه کاله وروسته هند ته سفر وکړ

بریکس غونډه

د عکس سرچینه، X/IraninHyderabad

د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۴ دقیقې

د برېکس ډلې د غړو هېوادونو مشرانو د سږ کال کلنۍ غونډه د سپتمبر په ۱۲ او ۱۳ نېټه په نوي ډيلي کې پیل کړې ده.

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین، د چین ولسمشر شي جین پینګ، اود ایران ولسمشر مسعود پزشکیان په دې غونډه کې ګډون کړی دی.

د هند لومړي وزیر نرېندرا مودي دغې غونډې ته په وینا کې وویل، د برېکس ډلې په نړیواله کچه ځانته ځانګړی هویت رامنځته کړی او د هېوادونو دا ډله د هېچا پر ضد نه ده.

هغه دا څرګندونې د یکشنبې په ماسپښین په نوي ډيلي کې د برېکس سرمشریزې د پرانیستونکې غونډې پر مهال وکړې.

د هند لومړي وزیر وویل:

"برېکس په تېرو شلو کلونو کې په نړیوال ډګر کې خپل ځانګړی هویت جوړ کړی دی. موږ د یو بل لیدلورو ته درناوی کوو او د اجماع له لارې مخ پر وړاندې ځو. زموږ هڅه دا ده چې ټول له ځان سره مله کړو، نه دا چې د چا پر ضد ودرېږو. اوس وخت رارسېدلی چې خپله یووالي او ګډ تفاهم په نړیواله کچه په عملي او ملموسو پایلو بدل کړو."

نرېندرا مودي زیاته کړه چې د برېکس هېوادونه د متقابل درناوي، مشورې او ګډو ګټو پر بنسټ همکاري کوي او غواړي په نړیوالو مسایلو کې لا اغېزناک رول ولوبوي.

له دې مخکې مودي په خپل اېکس حساب کې یو انځور هم خپور کړی و، چې پکې نوموړی د شي جین پینګ او ولادیمیر پوتین ترمنځ ولاړ او د دواړو مشرانو لاسونه یې نیولي وو. د دغه انځور له خپرېدو وروسته د برېکس د غړو ترمنځ د یووالي او همغږۍ په اړه بحثونه هم زیات شوي دي.

شي جين پينګ وايي، د بریکس هېوادونه بايد هڅه وکړي چې د خپل وخت مخکښان او لارښوونکي شي.

د عکس سرچینه، X/SpoxCHN_MaoNing

د عکس تشریح، شي جين پينګ وايي، د بریکس هېوادونه بايد هڅه وکړي چې د خپل وخت مخکښان او لارښوونکي شي.

د برېکس سرمشریزې پر مهال د چين ولسمشر شي جين پينګ وويل، غړي هېوادونه بايد د تاريخ په سمه خوا کې په ټينګه ودرېږي.

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياندې ماو نينګ د ايکس خواله رسنۍ له لارې د شي جين پينګ د وينا جزييات خپاره کړي دي.

د هغې د څرګندونو له مخې، شي جين پينګ ويلي، د برېکس هېوادونه بايد هڅه وکړي چې د خپل وخت مخکښان او لارښوونکي شي.

شي جين پينګ دا څرګندونې داسې مهال کوي، چې نړۍ له دوو لويو جګړو سره مخ ده.

له يوې خوا د روسيې او اوکرایين جګړه روانه ده، او له بلې خوا امريکا او اسرائيل د ايران پر ضد په جګړه کې ښکېل دي، په داسې حال کې چې ايران هم د خليج په ځينو هېوادونو کې پر امريکايي اډو بريدونه کوي.

کله چې شي جين پينګ دا خبرې کولې، د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين او د ايران ولسمشر مسعود پزشکيان هم په غونډه کې ناست وو.

شي جين پينګ ټينګار وکړ چې د برېکس هېوادونه بايد د نړيوالې سولې او ثبات په ساتنه کې هم مخکښ رول ولوبوي.

هغه دغه راز د بېلابېلو تمدنونو ترمنځ د خبرو اترو، متقابلې زده کړې او ګډ تفاهم د پياوړتيا پر اړتيا ټينګار وکړ.

د هغه په وينا، دا کار به د هېوادونو ترمنځ همکاري او باور لا پياوړی کړي.

د چين ولسمشر وايي، بریکس بايد د نړيوالې حکومتولۍ د نظام د اصلاحاتو مشري هم وکړي، چې دغه نظام لا عادلانه، اغېزمن او د ټولو هېوادونو استازيتوب کوونکی شي.

مودي، شي جین پینګ او پوتین

د عکس سرچینه، X/Narendramodi

د غونډې د امنیت د ټینګښت لپاره شاوخوا ۳۰ زره امنیتي ځواکونه ګومارل شوي دي، او د هغو هوټلونو شاوخوا لارې چې بهرني مشران پکې مېشت دي، د تګ راتګ پر مخ تړل شوې دي.

ولادیمیر پوتین، مسعود پزشکیان او د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتېرش د جمعې په ورځ نوي ډيلي ته ورسېدل، چې د غونډې له رسمي پیل مخکې د هند له لومړي وزیر نریندرا مودي سره دوه اړخیزې لیدنې وکړي.

دغه راز په دې غونډه کې شي جین پینګ هم برخه اخیستې، چې له اوو کلونو وروسته هند ته سفر کوي.

خو برېکس له کورنیو ننګونو سره هم مخ دی. له ایران سره د امریکا او اسرائیلو د جګړې په اړه د غړو هېوادونو د نظر اختلاف، په یمن کې د سعودي عربستان او د ایران له ملاتړه برخمنو حوثیانو ترمنځ روانې نښتې، او د هند او چین ترمنځ سرحدي کړکېچونه د دې غونډې د بحثونو او پرېکړو بهیر لا پېچلی کړی دی.

دا غونډه په داسې حال کې کېږي چې په منځني ختیځ او اوکرایین کې جګړو نړیواله سوداګري بې ثباته کړی او د نفتو بیې یې لوړې کړې دي. تمه کېږي چې دغه موضوعات به د نوي ډيلي د غونډې له مهمو بحثونو یوه وي.

د برېکس ډله د نړۍ ۱۱ لوی مخ پر ودې او راڅرګندېدونکي اقتصادونه سره راټولوي، چې په کې برازیل، چین، مصر، ایتوپیا، هند، اندونیزیا، ایران، روسیه، سعودي عربستان، سویلي افریقا او متحده عربي امارات شامل دي.