کرېکټ: افغانستان په درېيمه لوبه کې ایرلنډ ته ماته ورکړه او راتلونکي نړيوال جام ته یې لار ومونده

راشد خان توپ اچولی او ترڅنګ یې د ایرلنډ لوبغاړی ښکاري.

د عکس سرچینه، ACB

د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۳ دقیقې

افغانستان ایرلنډ ته د پنځو یو ورځنیو نړیوالو لوبو په درېیمه لوبه کې په دريو وېکټو ماته ورکړه او له دې سره یې د ۲۰۲۷ کال پنځوس اوریز نړیوال جام سیالیو ته مخامخ لاره پیدا کړه.

د بي بي سي پښتو خبریال ندیم اشرف چې د ایرلنډ بلفاسټ لوبغالي کې دی او لوبه یې څارلې، وایي، د افغان لوبډلې لپاره دا لوبه او لوبلړۍ خورا مهمه ده ځکه چې افغان لوبډله به په نړیواله درجه بندۍ کې په اتم ځای پاتې شي او له نننۍ بريا سره یې راتلونکي نړيوال جام سیالیو کې هم خپل ځای یقیني کړ.

دا د دواړو هېوادونو تر منځ په دې لوبلړۍ کې د افغانستان دویمه بریا ده. لومړۍ لوبه د باران له کبله لغوه شوې وه او دویمه افغانستان ګټلې وه.

د افغانستان ورو توپ اچوونکی راشد خان د دريو وېکټو په اخيستو او ۳۷ مهمو منډو په جوړولو سره د نننۍ لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.

د دې لوبې پچه افغانستان وګټله او د توپ‌اچونې پرېکړه یې وکړه. ایرلنډ د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره د ۲۰۷ منډو هدف وټاکه چې افغانستان په ۴۵ اوور کې د اوو لوبغاړو په سوځېدو سره بشپړ کړ.

رحمن الله ګربز

د عکس سرچینه، acb

د افغانستان له لوري په توپ اچونه کې راشد خان او الله محمد غضنفر هر یوه درې درې ویکټې واخیستې.

یمین احمدزي بیا دوه، فضل الحق فاروقي او عظمت الله عمرزي یو یو لوبغاړی وسوځاوه.

د افغانستان توپ‌اچوونکو د ایرلنډ لوبډلې‌ د سر توپ‌وهونکی انډي‌ بالبرني په ۱۷ او لوبډلمشر پاول سټرلېنګ په ۲۳ منډو وسوځول.

تر دوی وروسته کېډ کارمیکل په ۳۲ رنزونو اوټ شو او د اتم لوبغاړي تر سوځېدو بل یوه هم تر ۲۰ ډېرې منډې و نه شوای کړای او په یوه بل پسې یې ژر ژر وېکټې له لاسه ورکړې.

وروسته ګاوېن هوی او جې موندرا وېکټ وساتله او نسبتاً ښه لوبیزه ملګرتيا یې وکړه. دوی دواړو په ګډه تر ۶۵ ډېرې منډې وکړې او د ایرلنډ رنزونه یې پر ۲۰۰ ور واړول.

د افغانستان له لوري په توپ وهنه کې بيا رحمن الله ګوربز پنځوسيزه وکړه او ټولې ۷۱ منډې یې جوړې کړې.

دا په یو ورځنیو نړیوالو سیالیو کې د نوموړي اتمه نیمه سلیزه شوه.

د رحمن الله ګوربز تر څنګ راشد خان ۳۷، صديق الله اتل ۲۷، حشمت الله شهيدي ۲۲، دروېش رسولي ۱۳، عظمت الله عمرزي ۱۳او ابراهيم ځدراڼ ۱۲منډې وکړې.

راشد خان او الله محمد غضنفر

د عکس سرچینه، ACB

د عکس تشریح، په نننۍ لوبه کې راشد خان او الله محمد غضنفر د ایرلنډ درې درې لوبغاړي وسوځول.

د رحمت شاه په لوبډلمشرۍ په نننۍ لوبډله کې دغه لوبغاړي شامل وو:

رحمان الله ګوربز (وېکټ ساتونکی)، ابراهیم ځدراڼ، صدیق الله اتل، هشمت الله شاهدي، درویش رسولي، عظمت الله عمرزی، راشد خان، الله محمد غضنفر، یامین احمدزی او فضل الحق فاروقي.

تر اوسه افغان لوبډله په ښه دریځ کې ښکاري ځکه چې تېره جمعه (زمری ۱۶/اګست ۷) یې له کوربه ایرلنډه د پنځو نړیوالو یو ورځنیو سیالیو د لوبلړۍ دویمه لوبه په لوی توپير ګټلې وه.

کرېکټ

د عکس سرچینه، ACB

درې ورځې مخکې په شوې لوبه کې افغان اتلانو ایرلنډ ته د ۹۲ منډو په لوی توپير ماتې ورکړه او اوس په روانه لوبلړۍ کې له یوه بري سره تر مقابلې لوبډلې مخکې ده.

په هغه لوبه کې افغانستان په ۴۷ اوورونو کې د اتو لوبغاړو په سوځېدو ۲۹۹ منډې کړې وې.

خو د ایرلنډ ټوله لوبډله په ۳۳ اوور کې په ۲۰۷ منډو وسوځېده او لوبه یې وبایلله.

ابراهیم ځدراڼ پکې تر ټولو ډېرې (۸۴) منډې کړې وې او راشد خان پکې د ۳۴ منډو په بدل کې د کوربه ایرلنډ لوبډلې شپږ لوبغاړي سوځولي وو چې د افغان اتلانو په بري کې یې مهم رول ولوباوه.

د تېرې لوبې په اړه بشپړ جزیات په دغه رپوټ کې لوستلی شئ.

د یادولو ده چې تېره لوبه د باران له امله ۴۷ اوورونو ته راکمه شوې وه خو زموږ همکار ندیم اشرف وايي چې نن لا په بلفاسټ کې باران نه شته خو اسمان برګ یا ځاي ځای وریځ دی.

له ايرلنډ سره د افغانستان د دې لوبلړۍ څلورمه لوبه سبا نه بله ورځ یعني د اګست پر ۱۲ او وروستۍ لوبه یې د دې میاشتې پر ۱۵مه نېټه ترسره کېږي.