د خیبر پښتونخوا واکمن والي ادعا کړې چې د دغه ایالت چارې به له "کابل، کندهار او جلال اباده" سمبالېدې

د عکس سرچینه، HumTV
د خیبر پښتونخوا واکمن والي د دغه ایالت بېواکه شوی حکومت تورن کړی چې چارې به یې "له کابل، کندهار او جلال اباده" سمبالېدې او نور دوی ته د منلو نه و.
فیصل کریم کونډي چې د پاکستان حکومت له لوري په خیبر پښتونخوا کې تر بېړني حالت او واليواکمنۍ نافذېدو سره اوس د دغه ایالت واکمن دی، دا ادعاوې نن سېشنبه (تله۲۱/اکتوبر ۱۳) په یوه خبري غونډه کې کړې دي.
ښاغلي کونډي ویلي، "اوس هغه زمانه لاړه چې د مرکزي او ایالتي حکومتونو ترمنځ به همغږي نه وه، موږ به له بل ایالت سره په جګړه وو؛ اوس هغه خبرې نه شته او زموږ او د مرکزي حکومت ترمنځ به یوه همغږي وي. زموږ تګلارې به له اسلام اباده راځي او له کابل، جلال اباد او کندهاره به نه راځي".
د خیبر پښتونخوا دغه واکمن د دغه ایالت بېواکه شوی حکومت چې د تحریک انصاف سهیل اپریدی یې اعلی وزیر و، له هغو ډلو سره په "خواخوږۍ او اسانچارۍ" تورن کړی چې دی د "ترهګرو ډلو" نوم ورته اخلي.
ښاغلي کونډي دا خبره د هغې نیوکه په ځواب کې وکړه چې خبریال وپوښت، ولې یې یو "جمهوري حکومت" ړنګ کړ. ده په ادعا کولو سره وویل، "هغوی تل د ترهګرۍ ملاتړ کړی، ترهګرو ته یې اسانچاري کړې، دلته به د خلکو وینې بهېدې، جنازې به اوچتېدې او دوی به ویل چې هغوی ته څه مه وایئ او خبرې ورسره وکړئ؟".
غبرګون ورته شته؟
د یادولو ده چې د بېړني حالت په ترڅ کې د سهیل اپریدي په ګډون د تحریک انصاف ګڼ غړي نیول شوي او د ځينو پر کورونو د چاپو خبرونه هم ورکړل شوي دي. نو له همدې کبله معلومه نه ده چې دغو تورونه ته به یې ځواب څه وي.
خو ښاغلي اپريدي او د خیبر پښتونخوا ګڼو نورو چارواکو، فعالانو او ځايي خلکو په تېر کې په دغه ایالت کې له پوځي عملیاتو سره مخالفت ښودلی و او د خبرو له لارې یې د مسئلې د حل سپارښتنې کولې.

د عکس سرچینه، @PTIKPOfficial
تېره اوونۍ چهارشنبه (تله ۱۵/اکتوبر ۷) هم ښاغلي اپریدي په خیبر پښتونخوا کې د "لانګ مارچ" لاریون ګډونوالو ته په وینا کې ویلي وو چې په خپل ایالت یا صوبه کې به د "هر ډول نوو پوځي عملیاتو" مخه ونیسي خو اندېښنه یې څرګنده وه چې "ځینې کړۍ" غواړي چې د پوځي عملیاتو ملاتړ باید وشي خو د ده په وینا، هېڅکه به د دې چارې برخه نه شي.
هغه عملیات چې په تېر کې پکې ملکي خلکو ته د مرګژوبلې د اوښتو رپوټونه ورکړل شوي.
تر اوسه په افغانستان کې د طالبانو حکومت هم د ښاغلي کونډي دې څرګندونو ته کوم غبرګون نه دی ښکاره کړی.
خو تېره ورځ یې ویاند ذبیح الله مجاهد د کوم چارواکي د نوم له اخیستلو پرته په یوه خبرپاڼه کې وویل چې دا د پاکستانیو چارواکو "ناکام سیاست" دی چې "بېځایه تورونه لګوي، د مذاکراتو بهیرونه سبوتاژوي او لوړپوړي چارواکي یې د ستونزو حل پر ځای پر پروپاګند تمرکز کوي."
مجاهد ویلي چې په پاکستان کې روان سیاسي، امنیتي، ټولنیز او اقتصادي مشکلات د اندېښنې وړ دي چې پر ټوله سیمه منفي اغېز لري او له دغه هېواده یې غوښتي چې د ستونزو د حل لپاره رغنده ګامونه واخلي او د خپلو سیاسیونو او ولسونو مشورو او حقونو ته درناوی وکړي.
د ښاغلي مجاهد دا غبرګون له هغه وروسته راغی چې د پاکستان د اطلاعاتو وزیر عطاالله تارړ ادعا کړې وه چې په افغانستان کې تر ۲۰ زرو ډېر سختدریځي او د ټيټيپي تر شپږو زرو ډېر جنګیالي مېشت دي او هلته روزل کېږي.
که څه هم په افغانستان کې د طالبانو پر حکومت د پاکستانیو چارواکو داسې تورونه لګول کومه نوې خبره نه ده چې هغوی تل رد کړي دي، خو دا لومړی ځل برېښي چې د خیبر پښتونخوا یو والي دې د خپل ایالت پر یوه ټاکل شوي یا منتخب حکومت داسې سخت تورونه وتپي؛ هغه هم په داسې حال کې چې مقابل لوری یې اوس بېواکه او زنداني وي.




















