خيبرپښتونخوا کې د کم عمرۍ ودونه؛ "ماشومتوب مې له لاسه ورکړ"

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, خالده نياز
- دنده, خپلواکه خبرياله، پېښور
- د خپرېدو وخت
- د لوستلو وخت: ۶ دقیقې
"زما د عمر والا نجوني زده کړې کوي، د خپلي خوښې مسلک په اړه بحثونه کوي خو زه د خپل ماشوم فکر وړې يم، زده کړي مي هم نيمه کې پاتي شوې او کور مي هم جوړ نه شو".
د خيبرپښتونخوا د پېښور يوې کلي والي سيمې اوسېدونکې چې مستعار نوم یې صابره دی، په ۱۴ کلنۍ کې واده شوه، زده کړې يې نيمګړې پاتي شوې او د دې په وينا له واده يو کال پس ورسره د خواښي کور کې جنګ جګړي پېل شوي چي له دې امله د مور کره بېرته تګ ته مجبوره شوه.
شل کلنه صابره وايي، مور کره يې زوی وزیږېده او لا هم د مور په کور ناسته ده.
صابره وايي، پلار یې نشته او د ټولنې له خوا پر کورنيو فشار وي چې لوڼې په کم عمرۍ کې واده کړي، ګڼې په کور به زړې شي. دا وايي اوس یې زدکړې پيل کړې خو د زوی بوج له کبله، زده کړو ته زياته توجه نه شي کولې او کم عمرۍ کې د واده له امله یې پر روغتيا هم ناوړه اغېز پريوتې دې.
دا یوازې د صابرې کيسه نه ده، په خيبرپښتونخوا کې ګڼ شمېر نجونې په کم عمرۍ کې ودېږي چي علتونه یې ټولنيز فشار، بېوزلي، ګراني، قانوني او ځينې نور شامل دي.
نوښار کې په کم عمرۍ د یوې واده شوې نجلۍ کيسه
د نوښار ۱۵ کلنه نجلۍ هم د ۲۰۲۶ کال په جون کې واده شوه. د هغې مور وایي، لور یې غوښتل زده کړې وکړي، پر خپلو پښو ودرېږي او ښه راتلونکی ولري، خو د کورنۍ خراب مالي حالت یې دا هیله پوره کېدو ته پرېنښوده.
دا وايي، "زما هیله دا وه چې لور مې زده کړې وکړي، ښه راتلونکی به جوړ کړي او د خپل هېواد په پرمختګ کې به ونډه واخلي. خو بېوزلۍ زموږ ټولې هیلې شنډې کړې او اړ شوم چې په کم عمرۍ کې یې واده کړم".
هغه وایي، مېړه یې په میاشت کې په سختۍ شاوخوا لس زره روپۍ ګټي او په دومره لږو سپينو د کورنۍ د لګښتونو پوره کول ورته ډېر ستونزمن دي.
هغې زیاته کړه، "زموږ په ټولنه کې خلک وایي چې د لور د واده لپاره یو ټاکلی عمر وي که عمر یې زیات شي، بیا څوک د هغې د رشتې پوښتنه نه کوي. ما فکر وکړ چې لور به مې واده شي، د کور یو بوج به کم شي او خپل کور به هم جوړ کړي".
خیبر پښتونخوا کې د نجونو لپاره د واده قانوني عمر څه دې؟

د عکس سرچینه، UNICEF
په خیبر پښتونخوا کې د نجونو لپاره د واده لږ تر لږه قانوني عمر ۱۶ کاله دی، په داسې حال کې چې په وفاقي کچه، سند، بلوچستان او پنجاب کې د قانوني بدلونونو له مخې د هلکانو او نجونو لپاره د واده لږ تر لږه عمر ۱۸ کاله ټاکل شوی دی.
په خیبر پښتونخوا کې لا هم د ۱۹۲۹ کال د ماشومانو د ودونو د مخنیوي قانون عملي کېږي. د دغه قانون له مخې، د هلک لپاره د واده لږ تر لږه عمر ۱۸ کاله او د نجلۍ لپاره ۱۶ کاله دی.
د ماشومانو د حقونو فعالان وایي، د خیبر پښتونخوا د ماشومانو د ودونو د مخنیوي د نوي قانون مسوده چمتو شوې، خو لا یې د صوبايي اسمبلۍ له خوا د تصویب پړاو ته لاره نه ده موندلې.
په وفاق، سند، بلوچستان او پنجاب کې د کم عمرۍ ودونو د مخنیوي لپاره په قانون کې بدلون راوستل شوې دی.
د اساسي قانون له اتلسم بدلون وروسته، په ولایتي کچه لومړی د سند ایالت په ۲۰۱۳ کال کې د کم عمرۍ ودونو د مخنیوي قانون منظور کړ، چې له مخې یې د هلک او نجلۍ دواړو لپاره د واده لږ تر لږه عمر ۱۸ کاله ټاکل شوی دی. د دغه قانون له مخې، په دې جرم کې ښکېل کسان تر درې کلونو پورې د بند سزا لري.
همدارنګه، د ۲۰۲۵ کال د مې په ۱۹مه نېټه د پاکستان پارلمان یوه قانوني مسوده منظور کړ، چې له مخې یې د نکاح پر مهال د هلک او نجلۍ دواړو عمر باید لږ تر لږه ۱۸ کاله وي.
د ۲۰۲۵ کال په نومبر کې د بلوچستان اسمبلۍ هم د کم عمرۍ ودونو د مخنیوي قانون منظور کړ. له هغې وروسته، د ۲۰۲۶ کال په اپرېل کې د پنجاب اسمبلۍ هم د کم عمرۍ ودونو اړوند مسوده منظور کړ.
یونيسف: پاکستان کې څلور سلنه تر ۱۵ کلنۍ مخکې واده کېږي

د عکس سرچینه، UNICEF
د یونیسف د ۲۰۲۵ کال د راپور له مخې، په پاکستان کې ۲۹ سلنه نجونې له ۱۸ کلنۍ مخکې او څلور سلنه له ۱۵ کلنۍ مخکې واده کېږي. راپور وایي، هغه نجونې چې له ۱۸ کلنۍ مخکې ودېږي، د نورو نجونو پرتله له ۶۰ سلنې ډېر احتمال لري چې خپلې زده کړې نیمګړې پرېږدي.
د راپور له مخې، په کلیوالو سیمو کې یوازې ۱۳ سلنه نجونې تر لسم ټولګي پورې خپلو زده کړو ته دوام ورکوي. د کمعمرۍ ودونه نجونې له زده کړو بېبرخې کوي او هغوی د کورني تاوتریخوالي، له وختې وړاندې میندوارۍ او بېلابېلو روغتیايي ستونزو له زیات خطر سره مخ کوي.
د خیبر پښتونخوا د ماشومانو د حقونو فعال عمران ټکر وایي، د کمعمرۍ ودونه د نجونو پر ټول ژوند ژورې اغېزې کوي.
دی وایي، "هغه نجونې چې په کم عمر کې ودېږي، ډېری وخت خپلې زده کړې پرېږدي، د کار او اقتصادي خپلواکۍ موقع له لاسه ورکوي او د بېوزلۍ کړۍ لا پیاوړې کېږي". د عمران ټکر په وینا، کم عمرۍ کې واده شوې نجونې له وختنهمخکې میندوارۍ، د مور د روغتیا له ستونزو، کورني تاوتریخوالي او په کورنۍ کې د پرېکړو کولو له محدود واک سره هم مخامخېږي.
هغه ټینګار کوي چې یوازې قانون جوړول د دی مخنیوی نه کوي، بلکې د قانون اغېزمن نفاذ، د نجونو او هلکانو لپاره د واده د لږ تر لږه عمر ۱۸ کلونو ته لوړول، د نجونو پر زده کړو سرمایه ګذاری، عامه پوهاوی او د بېوزلۍ کمولو پروګرامونه هم اړین دي.
نجونې لا هم د کورنۍ له عزت سره تړل کېږي

د عکس سرچینه، KHALIDA NIAZ
د مردان ټولنیزه فعاله زېب النساء وایي، په خیبر پښتونخوا کې د کمعمرۍ ودونه له کلونو راهیسې یوه دوامداره ستونزه ده او بېوزلي یې له مهمو لاملونو څخه ده.
هغې وویل، "ډېرې ښځې چې ما سره رابطه کوي، وایي د بېوزلۍ له امله یې خپلې درې یا څلور لوڼې په ۱۳ یا ۱۴ کلنۍ کې واده کړې دي، ځکه د هغوی د پالنې او لګښتونو توان نه لري".
زېب النساء وایي، په ډېرو کورنیو کې نجونې لا هم د کورنۍ له عزت سره تړل کېږي او کورنۍ هڅه کوي چې خپلې لوڼې ژر واده کړي، څو د دوی په اند د بدنامۍ هر ډول امکان له منځه ولاړ شي.
د هغې په وینا، د کمعمرۍ واده د نجلۍ ژوند نه خوندي کوي، بلکې هغه له روغتیايي، نفسیاتی او ټولنیزو ستونزو سره مخامخوي.
د یو شمېر مدني فعالانو په وینا که څه هم په خيبرپښتونخوا کې په کم عمرۍ د ودونو قانون کې بدلون ته اړتيا لیدل کېږی او لا پکې عملي پرمختګ نه دې شوې خو د خیبر پښتونخوا د ماشومانو د ساتنې او فلاح کمېسیون وایي، له ۲۰۱۱ کال راهیسې یې په ایالت کې د ۲۴۰ کمعمره ماشومانو د ودونو هڅې شنډې کړې دي، خو چارواکي او د ماشومانو د حقونو فعالان وايي، د کمعمرۍ د ودونو ډېری پېښې هېڅ ادارې ته نه راپور کېږي.
د کمېسیون مشر اعجاز خان بيبيسي پښتو ته ویلي، په دغو قضیو کې ۸۵ سلنه نجونې او ۱۵ سلنه هلکان شامل دي. د هغه په وینا، کمېسیون د کمعمرۍ د ودونو د مخنیوي لپاره د عامه پوهاوي ترڅنګ د قانون د بدلون پر طرحه هم کار کوي، څو په خیبر پښتونخوا کې د نجونو د واده لږ تر لږه قانوني عمر له ۱۶ څخه ۱۸ کلونو ته لوړ شي.
د ماشومانو د حقونو فعالان وايي، که څه هم د کمېسیون له خوا د سلګونو ماشومانو د ودونو مخه نیول شوې، خو لا هم په صوبه کې ګڼې نجونې د بېوزلۍ، د قانون په اړه د پوهاوي د کموالي، دودیزو باورونو او د روزګار د نشتوالي له امله په کم عمر کې واده کېږي.
د بلیو وینز مشر او د "ګرلز ناټ برایډز" د نړیوال سازمان ویاند قمر نسیم وایي، د نجونو او هلکانو لپاره د واده لږ تر لږه عمر ۱۸ کاله ټاکل د ماشومانو د ودونو د مخنیوي لپاره مهم قانوني ګام دی.
هغه وايي، په خیبر پښتونخوا کې د نجونو د واده عمر ۱۸ کلونو ته د لوړولو مسوده د اسلامي نظریاتي شورا د ځینو اعتراضونو له امله له ځنډ سره مخامخ شوې.
د خیبر پښتونخوا د تعلیم څانګې د ۲۰۲۵ کال د راپور له مخې، په صوبه کې ۳۷ سلنه ماشومان له زده کړو بېبرخې دي چې شمېر یې شاوخوا پنځه ميليونو ته رسېږي. په دې ډله کې د نجونو شمېر تر ټولو زیات ښودل شوی دی.
د ماشومانو د حقونو فعالان وایي، تر هغه چې د نجونو زده کړو، اقتصادي ملاتړ او قانوني خوندیتوب ته جدي پاملرنه ونه شي، د کمعمرۍ ودونو د مخنیوي هڅې به له لویو ستونزو سره مخ وي.
صابره غواړي چې يوه نجلۍ دې هم د دې په څېر کم عمرۍ کي واده شي او خپل ماشومتوب له لاسه ورنکړي، دې لپاره دې ټولنيز پوهاوي سره قانون کې بدلون وکړل شي چي د کم عمرۍ د ودونو مخه ونيول شي.


















