عراقچي امریکا ته: که بېرته جګړه پیل کړئ نو "له ډېرې حیرانۍ" سره به مخ شئ

عراقچي د مایکونو شا تر ناست پر خبرو ښکاري.

د عکس سرچینه، EPA

د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۵ دقیقې

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ له ګواښه ډکو هغو څرګندونو ته غبرګون ښکاره کړی چې پر ایران یې د بیا پوځي برید خبرداری ورکړی و.

ښاغلي عراقچي ویلي، "ډاډه اوسئ، جګړې ته راستنېدل به مو له ډېرو حیرانیو سره مل وي".

هغه دا څرګندونې پر خپله اېکس‌پاڼه کړې دي او لیکلي یې دي، "د ایران پر ضد د جګړې له پیله څو میاشتې وروسته د امریکا کانګرس ومنله چې د لسګونو الوتکو په ویجاړېدو سره [امریکا ته] میلیاردونه ډالر تاوان اوښتی. اوس په رسمي ډول هم تایید شوه چې زموږ زړه‌ور وسله‌وال ځواکونه په نړۍ کې لومړی ځواک دی چې پرمختللې او مشهورې اېف-۳۵ الوتکې یې نسکورې کړې دي".

د خپلې لیکنې په پای کې یې د دې دعوې په کولو سره ویلي، "هغه درس او زدکړه چې موږ [د دې جګړې پرمهال] ترلاسه کړې،‌ تاسې ډاډه اوسئ چې د جنګ ډګر ته بېرته راستنېدا به مو له ډېرو حیرانیو سره مله وي".

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ تېره ورځ ادعا وکړه چې پر ایران د سې شنبې ورځې لپاره پلان شوی پوځي برید یې د "جدي مذاکراتو" په موخه د خليجي هېوادونو په غوښتنه ځنډولی دی.

خو د ډونلډ ټرمپ د مرستیال خبرې بیا د دې اپوټه دي.

وېنس: د امریکا او ایران تر منځ خبرو کې د "پام‌وړ پرمختګ" شوی

د ټرمپ تر څرګندونو وروسته د امریکا مرستيال ولسمشر جي ډي وېنس ویلي چې د امریکا او ایران تر منځ په خبرو کې "د پاموړ پرمختګ" شوی او په وینا یې، هېڅ لوری نه غواړي چې پوځي اقدام بيا پيل کړي.

ښاغلي وېنس د سپينې ماڼۍ په يوه خبري کنفرانس کې خبريالانو ته ويلي، "موږ فکر کوو چې د پاموړ پرمختګ شوی دی... زموږ په اند ایران غواړي چې یوه هوکړه وکړي".

جې ډي ونس

د عکس سرچینه، Getty Images

نوموړي زياته کړې، په دې وروستيو کې یې له ډونلډ ټرمپ سره خبرې کړې دي او هغه ټينګار کړی چې د امریکا لپاره اصلي مسئله دا ده چې ایران هېڅکله اټومي وسلو ته لاسرسی پيدا نه کړي.

ښاغلي وېنس ويلي، "موږ غواړو د هغو هېوادونو شمېر محدود وي چې اټومي وسلې ولري او له همدې کبله ایران بايد اټومي وسلې ترلاسه نه کړی".

خو ښاغلي وېنس همدا ډول وويل چې توپ اوس د ایران په ميدان کې دی او امریکا "په بشپړ ډول چمتو ده" چې په لا ځواک سره بيا پر ايران برید وکړي.

وېنس وويل، امریکا به ایران ته اجازه ورنکړي چې اټومي وسلې ترلاسه کړي او په وینا که دا کار وشي د سيمې نور هېوادونه به یې هم د ترلاسه کولو هڅه وکړي.

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ تېره ورځ ويلي وو چې پر ایران د سې شنبې ورځې لپاره پلان شوی پوځي برید یې د "جدي مذاکراتو" په پار د خليجي هېوادونو په غوښتنه ځنډولی دی.

نوموړي پر خپله ټولنيزه رسنۍ، ټروت سوشل يو پوسټ کې ليکلي چې د قطر، سعودي عربستان او متحده عرب اماراتو مشرانو ترې پر ایران د نه برید کولو غوښتنه کړې ده.

هغه زياته کړه چې ده ته ويل شوي داسې يو تړون به وشي چې د امریکا لپاره به "ډېر د منلو وړ" وي او ایران به له "اټومي وسلو تېرېږي".

ډونلډ ټرمپ

د عکس سرچینه، Getty Images

خو په عین وخت کې ټرمپ خبرداری ورکړی چې "که د منلو وړ تړون ونشي، امریکا به هره شېبه د ایران پر ضد د بشپړ او پراخ برید لپاره چمتو وي."

په ځواب کې یوه لوړپوړي ایراني پوځي قومندان امریکا ته ويلي چې بيا دې "ستراتېژيکې تېروتنې او ناسم حسابونه" نه کوي.

د ایران په اړه ټرمپ وروستۍ څرګندونې په داسې حال کې کړې چې په امریکا کې د هغه د محبوبيت کچه راټيټه شوې او نظرپوښتنې ښيي چې دا جګړه په کور دننه ورځ تر بلې پلويانه له لاسه ورکوي.

د دوشنبې په ورځ د نيويارک ټايمز/سينا د يوې نظرپوښتنې له مخې، ۶۴ سلنه رايه ورکوونکي باور لري چې له ایران سره د جګړې پرېکړه ناسمه وه.

دغه سروې دا هم ښيي چې يوازې ۳۷ سلنه رايه ورکوونکي د ولسمشر په توګه د ټرمپ له کارونو خوښ دي.

دا نظر پوښتنه په داسې وخت کې چې خلک د جګړې، اقتصاد او ګډوالۍ په ګډون ډ ترمپ له چلند څخه ورځ تر بلې ناراضه دي، هغه ننګونې په ګوته کوي چې جمهوريپال د منځمهاله ټاکنو پر مهال ورسره مخامخ دي

اسرائیلي او امریکايي ځواکونو د روان کال د فبرورۍ پر ۲۸مه پر ایران پراخ هوايي بریدونه پيل کړل، په ځواب کې تهران پر اسرائیلو او د خليج پر بېلابېلو هېوادونو کې د امریکا پر موخو د ډرون او توغنديو ګوزارونه وکړل.

دلته يو مهم عامل دا دی چې د خلیج هېوادونه وېره لري چې ایران به د امریکا د نورو بریدونو په ځواب کې څه ډول غبرګون ښيي.

داسې ښکاري چې ایران لا هم ګڼ ډرونونه او توغندي لري چې کولی شي پر ګاونډيو هېوادونو، د هغوی پر هوايي ډګرونو، د نفتو پر تاسيساتو او ان د اوبو د تصفيې پر مرکزونو خپل پراخ بریدونه بيا پيل کړي.

هرمز تنګی کې بېړۍ

د عکس سرچینه، Getty Images

د امریکا ولسمشر له خبريالانو سره په خبرو کې مذاکرات "یو ډېر مثبت پرمختګ" وباله او زیاته یې کړه "وبه ګورو چې دا به کومې پایلې ته ورسېږي او که نه".

نوموړي وويل، "وړاندې داسې شبېبې وې چې فکر مو کاوه یوې هوکړې ته نژدې شوي یوو، هغه به بریالۍ نشوه خو دا ځل وضعيت لږ توپیر لري."

ډونلډ ټرمپ وويل، له ایران سره د یوې هوکړې لپاره، "ډېر ښه چانس" ليدل کېږي. "که موږ وکولی شو دا کار پرته له دې چې هغوی سخت بمبار کړو، ترسره شي، زه به ډېر خوشحاله شم."

که څه هم کله ناکله د بریدونو راپورونه ورکول کېدل خو د امریکا او ایران تر منځ د اپرېل مياشت کې شوی اوربند تر ډېره مراعات شوی دی.

ایران همدارنګه د هرمز تنګي ګنټرول لري او په عملي ډول یې دا مهمه سمندري لار چې د نړۍ شاوخوا ۲۰ سلنه تېل او ګاز پرې لېږدول کېږي، تړلې ده.

دغه ګام چې ایران وايي د امریکا او اسرائیلو د بریدونو په غبرګون کې شوی د نړۍ په کچه یې د تېلو بيې لوړې کړې دي.

بل پلو امریکا د ایران بندرونه کلابند کړي چې پر دغه هېواد فشار راوړي چې د امریکا شرايط ومني.

د دوشنبې په ورځ ایران وويل، د امریکا وروستي وړانديز ته یې ځواب ورکړی او له واشنګټن سره خبرې د پاکستاني منځګړو له لارې روانې دي.

ایراني رسنيو تر دې وړاندې راپور ورکړی و چې امریکا، تهران ته هېڅ عملي امتياز نه دی ورکړی.

د تېرې يکشنبې په ورځ ټرمپ خبرداری ورکړی و چې "د ایران لپاره وخت تېرېږي، هغوی بايد ژر حرکت وکړي، کنه هېڅ به ورته پاتې نشي".