توانا جمال؛ فرانسه کې په انساني قاچاق محکوم ولې بریتانیا کې پنا غواړي؟

    • Author, سو میچل
    • Author, بېن میلن
    • دنده, بي بي سي نيوز
  • د خپرېدو وخت
  • د لوستلو وخت: ۸ دقیقې

د بي بي سي یوې څېړنې څرګنده کړې د، د انسانانو په قاچاق یو محکوم شوی سړی، چې یو وخت د فرانسې د کډوالو کمپونو د "مخکښ" په توګه یادېده، اوس د بریتانیا لیسټرشایر کې ژوند کوي او باور کېږي چې په غیرقانوني ډول د کار کولو ترڅنګ د پنا غوښتنه هم کوي.

توانا جمال په ۲۰۱۶ کال کې په فرانسه کې د پنځو کلونو د بند سزا واورول شوه، چېرې چې چارواکو هغه د هغو تر ټولو بریالیو انساني قاچاقبرانو له ډلې بللی و چې تر اوسه نیول شوي دي.

څارنوالانو ویلي چې دغه ۳۶ کلن عراقي کرد د بریتانیا او فرانسې ترمنځ د مانش کانال له لارې د ناقانونه کډوالو د لېږد له لارې په اونۍ کې تر ۱۰۰,۰۰۰ پونډه پورې عاید ترلاسه کاوه.

سږ کال د یوې پټې خبرتیا وروسته، موږ جمال د بلابي کلي پورې وڅاره او ولیدل مو چې هغه کار کوي، بې له لایسنسه موټر چلوي او داسې ښکاري چې له جعلي نومه کار اخلي.

د جمال موجودیت په بریتانیا کې جدي اندېښنې راپورته کوي چې ایا اوسني سرحدي کنټرولونه د هغو پناه غوښتونکو د جرمي مخینې د معلومولو لپاره اغېزناک دي که نه، په ځانګړي ډول هغه کسان چې په بهر کې یې سخت جرمونه کړي وي.

د کډوالۍ چارواکو بي بي سي ته ویلي چې له اروپایي ټولنې د بریتانیا له وتلو وروسته، د ځینو هېوادونو د جرمي ریکارډونو څېړل ډېر ستونزمن شوي دي.

موږ ته د اروپا د لوېدیځو هېوادونو د قانون پلي کوونکو له خوا هم ویل شوي چې ۱۵ نور محکوم شوي د انسانانو قاچاقبران اوس په جعلي نومونو په بریتانیا کې ژوند کوي.

هغه سړی چې "پاشا" بلل کېږي

زموږ دا رسوایۍ د بي بي سي د یوې څېړنې برخه وه چې د یو مخکښ انسان قاچاقبر، کاردو جف د نیولو لامل شوه. دا کیسه د بي بي سي راډیو ۴ په پوډکاسټ کې بیان شوې ده: To Catch A King.

موږ یو خبر ترلاسه کړ چې جمال، چې د دې قاچاق شبکې بل مهم غړی بلل کېږي، اوس په بریتانیا کې ژوند کوي او کار کوي. ویل کېږي چې هغه د BMW موټر چلوي او "ډېر، ډېر شتمن" ښکاري.

د جف په څېر، جمال هم د "رانیا بویـز" په نوم ډلې سره تړاو درلود، چې د اروپا د قانون پلي کوونکو ادارو په وینا د کردانو له هغو لږ شمېر ډلو ده چې په تېرو ۱۵ کلونو کې یې د مانش له لارې د انسانانو د قاچاق بازار تر ډېره کنټرول کړی دی.

په فرانسه کې د جمال محاکمې د هغه د شالید مهم جزئیات روښانه کړل. څارنوالانو ویلي چې هغه د ۲۰۱۲ او ۲۰۱۶ کلونو ترمنځ د ډنکرک ترڅنګ د ګراند سنت کمپ څخه فعالیت کاوه او له خپلو مشتریانو یې بریتانیا ته د تګ له کبله له ۴,۵۰۰ تر ۵,۰۰۰ پونډه پورې فیس اخیست.

په هغه وخت کې، د قاچاقبرانو تر ټولو غوره طریقه د کوچنیو کښتیو پر ځای د بار وړونکو لاریو (فریټ ټرکونو) کارول و.

محکمې دا هم واورېدل چې د کمپونو دننه د جمال مستعار نوم "پاشا" و، چې په ترکي ژبه کې د لوړ مقام یا لوړ رتبه کس معنی لري.

جمال په فرانسوي محکمه کې ادعا کړې وه چې دا د هویت د تېروتنې قضیه ده، خو هغه مجرم وپېژندل شو او حکم وشو چې له خوشې کېدو وروسته به د عراق کردستان ته وشړل شي.

که څه هم هغه په فرانسه کې د زندان سزا تېره کړې وه، جمال بیا هم بریتانیا راغلی او کله چې ورسره مخامخ شوو، ویلي یې دي چې ده د پناه غوښتنه کړې او "لا هم په انتظار" دی.

په بریتانیا کې د پناغوښتنې لپاره د محکومو مجرمینو په وړاندې څو قانوني خنډونه شته. قانون وايي هر هغه څوک چې په بهر کې یې ۱۲ میاشتې یا له هغې زیات بند تېر کړی وي، باید په عادي ډول د پناه غوښتنه یې رد شي.

خو امکان شته چې د جمال جرمي مخینه نه وي څېړل شوې، یا دا چې هغه له جعلي نومه کار اخیستی وي.

کله چې هغه په فرانسه کې محاکمه کېده، محکمې واورېدل چې هغه د "پاشا" تر څنګ څو نور مستعار نومونه هم کارول. څارنوالانو حتی ویلي وو چې هغه دومره ډېر جعلي نومونه لرل چې کله به یې د خپل هویت د یادولو لپاره د خپل اټکل شوي نوم لیکنه د خپلې بیسبال خولۍ دننه لیکله.

"دا ښار زموږ دی"

موږ د څو سرچینو په مرسته د جمال لټون محدود کړ - له هغوی یوې سرچینې له هغه سره د یوې جعلي بهانې له لارې ټیلیفوني اړیکه جوړه کړه او مکالمه یې ثبت کړه.

جمال وویل چې اوس په لیسټر کې مېشت دی او فخر یې کاوه: "موږ په دې ښار کې هر څوک پېژنو، دا ښار زموږ دی."

هغه ویلي چې ښه پیسې ګټي او زیاته یې کړه چې د سګریټو د لېږد/قاچاق په برخه کې کار شته، چې له یوه ګودامه ترسره کېږي.

جمال دا هم ومنله چې بې له لایسنسه موټر چلوي، خو ویې ویل چې د پلټنې یا نیول کېدو په اړه اندېښنه نه لري.

هغه وویل: "دلته موږ ته څوک لاس نه شي راوړلی. ان پولیس مو نه دروي."

د دې معلوماتو له مخې، موږ د لیسټر په سیمه کې هغه شرکتونه وڅېړل چې ښايي له جمال سره تړاو ولري او د بلابي په کلي کې مو دوه کوچني پلورنځي وموندل - چې شاوخوا ۶,۰۰۰ نفوس لري او د ښار په څنډه کې موقعیت لري.

دا دواړه پلورنځي "Candy Corner" نومېږي او په لویه لار یوازې څو متره واټن لري (په تصادفي ډول، له هغو یو د محلي محافظه‌کار وکیل د انتخاباتي دفتر تر څنګ هم موقعیت لري.

موږ څو ورځې د دغو رنګینو پلورنځیو د ورځني تګ راتګ څارنه وکړه، چې تر ناوخته پورې یې vape او خواږه خرڅول.

موږ د جمال د ۲۰۱۶ کال د فرانسې د محکمې یوه عکس هم درلود، چې پکې هغه د پولیسو ترمنځ ولاړ دی او د وزن پورته کوونکي واسکټ یې اغوستی و.

په لږ وخت کې موږ داسې یو کس ولید چې له ظاهره یې په بشپړ ډول له جمال سره یې ورته والی درلود، خو هغه اوس په ډېر رسمي ډول جامې اغوستې وې - جینز او داسې ښکارېده چې کشمېري کوټ یې اغوستی دی.

د دې لپاره چې دا یقیني کړو همدا جمال دی، موږ د یو پټ هویت لاندې د هغه له هغو دوکانونو یو ته ولاړو چې هغه پکې د نغدو پیسو په کاونټر کې کار کاوه او خبرې مو ورسره پیل کړې.

هغه ځان "سلطان" معرفي کړ، او موږ مو ولیدل چې د هغه د لاس په شاتنۍ برخه کې یو ټاټو (نقش) موجود و، چې د جمال له ټاټو سره برابر و - هغه جمال چې په خپلو ټولنیزو رسنیو کې ځان "سلطان پاشا" بولي.

که هغه د پناه غوښتنه کړې وي، نو باید نه یې کار کولی او نه یې موټر چلولی وای، خو موږ هغه څو ورځې په دوامداره ډول دواړه کارونه ترسره کول ولید.

"پروا مې نه شته"

په پای کې موږ د یوې بلې وړې دوکان مخې ته له جمال سره مخامخ شوو، هغه مهال چې هغه له دوکانه بهر لاره جارو کوله.

هغه وویل چې هېڅکله یې د انسانانو په قاچاق کې لاس نه درلود او نه هم په فرانسه کې زنداني شوی دی. د هغه ادعا دا وه چې له ۲۰۰۹ کال راهیسې په بریتانیا کې ژوند کوي.

کله چې موږ ورته د ۲۰۱۶ کال د فرانسې د محکمې عکس وښود، هغه دا رد نه کړه چې همدا هغه دی. خو کله چې مو ورته وویل چې دا د نیول کېدو ثبوت دی، هغه ځواب ورکړ: "زه پروا نه لرم."

جمال دا هم رد کړه چې هغه د هغه کوچني سوپرمارکېټ کارکوونکی دی چې موږ یې لیدلی و، سره له دې چې موږ هغه څو ځله د نغدو پیسو تر شا او همدارنګه د مالونو د انتقال پر مهال لیدلی و.

هغه خپل اصلي نوم هم نه وښود، خو ویې ویل چې د کورنیو چارو وزارت او د کډوالۍ اداره یې نوم پېژني.

کله چې موږ ترې وپوښتل ولې بې له معتبر لایسنسه موټر چلوي، د جمال ځواب یوازې دا و: "نو څه؟ ما خو څوک وهلي نه دي؟".

ایا کافي پلټنې کېږي؟

د جمال قضیه یوازې یوه جلا پېښه نه ده. په اروپا کې د قانون پلي کوونکو چارواکو موږ ته ویلي چې هغوی د فرانسې، جرمني او بلجیم په محکمو کې د محکومو ۱۵ نورو انسان قاچاقبرانو په اړه معلومات لري چې باور کېږي اوس په بریتانیا کې ژوند کوي او د جعلي نومونو لاندې یې د پنا غوښتنه کړې ده.

موږ د داسې یوه سړي په اړه هم معلومات ترلاسه کړل چې په فرانسه کې محکوم شوی و، خو اوس په مانچسټر کې ژوند کوي، کارول شوي موټر پلوري او داسې انګېرل کېږي چې لا هم د انسانانو د قاچاق په فعالیتونو کې ښکېل دی.

بل کس چې هم په فرانسه کې محکوم شوی و، په بلاکپول کې مېشت دی. هغه په جعلي نوم د پنا غوښتنه کړې او په ټولنیزو رسنیو کې دعوه کوي چې د پاتې کېدو اجازه ورکړل شوې ده.

د کډوالو خدماتي اتحادیې د استازې لوسي مورټن په وینا، له برېکسېټ څخه د بریتانیا له وتلو وروسته، بریتانیا نور له ډېرو اروپایي هېوادونو سره د معلوماتو تبادلې رسمي تړون نه لري، چې دا د پناه غوښتونکو د جرمي او مهاجرتي ریکارډونو د څېړلو بهیر ستونزمن کړی.

هغې وویل: "که موږ وکولای شو ډیټابېسونه شریک کړو، ان که یوازې له خپلو نژدې ګاونډیانو - جرمني، بلجیم، هالنډ او فرانسې سره وي - نو بیا به موږ پوهېږو چې دوی د انسان قاچاق په جرم محکوم شوي دي."

په بریتانیا کې د پناه غوښتونکو د راتګ پر مهال د ګوتو نښې اخیستل کېږي او د بریتانیا د پولیسو له ډیټابېس سره پرتله کېږي، خو دا سیستم لازمي نه ده چې په نورو هېوادونو کې د محکومیت ریکارډونه وښيي.

د کورنیو چارو وزارت ویلي: "ټول د پناغوښتنې غوښتونکي د لازمي امنیتي څېړنو لاندې راځي چې د هغوی هویت د مهاجرت، امنیت او جرمي پلټنو لپاره تصدیق شي".

دغه ټکی تېر کال د پوله‌ي امنیت وزیر الکس نوریس هم یاد کړی و، چې ویلي یې وو د پلټنو د اعتبار د ساتلو لپاره د دغو چکونو جزئیات په عام ډول نه خپرېږي.

د کورنیو چارو وزارت زیاته کړې چې بریتانیا له څو هېوادونو سره داسې تړونونه لري چې د جرمي ریکارډونو تبادله ممکنه کوي او د کډوالۍ د قانون پلي کول اوس د تاریخ په تر ټولو لوړه کچه کې دي، په داسې حال کې چې د غیرقانوني کار په تور نیونې ۸۳٪ زیاتې شوې دي.