د کرېکټ نړیوالې شورا د افغان کډوالو ښځينه کرېکټ لوبغاړو د ملاتړ پروګرام وغځاوه

د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۴ دقیقې

د کرېکټ نړیوالې شورا (ای‌سي‌سي‌) په خپله کلنۍ غونډې کې پرېکړه کړې چې د افغان کډوالو ښځینه کرېکټرانو مالي‌ او تخنیکي ملاتړ ته به دوام ورکوي.

دا غونډه تېره اوونۍ د سکاټلنډ پلازمېنه اېډېنبرا کې جوړه شوې وه.

د بي‌بي‌سي سپورت څانګې لا مخکې د سرچینو په حواله ویلي وو چې د ای‌سي‌سي‌ غونډه کې به د دغه پرواګرام د غځېدو پرېکړه وشي.

د کرېکټ نړیوالې شورا د افغان ښځینه کرېکټرانو ملاتړ لپاره د 'پرمختیايي مسیر پروګرام' د غځولو د پرېکړې ترڅنګ یوې ځانګړې کاري ډلې ته دا دنده ورسپارلې، چې تر ۲۰۳۰ کال پورې د ای‌سي‌سي د غوراوي په سیالیو کې د دې لوبډلې ګډون لپاره لارنقشه برابره کړي.‌

د افغان کډوالو ښځینه کرېکټ لوبډلې د پرمختیايي مسیر پروګرام تېر کال د انګلنډ، استرالیا او هند کرېکټ بورډونو له ای‌سي‌سي سره په ګډه جوړ کړی او چارې یې د همدغو بورډونو د ځانګړې کاري ډلې لخوا پر مخ وړل کېدې.

اوس د کرېکټ نړیوالې شورا بورډ تایید کړې چې د دوی خپلواکه مدېره ډاکتره روز ریوز او د ای‌سي‌سي د اجرائیوي کمېټې غړې سرا کین به هم د دې ځانګړې کاري ډلې غړې وي.‌

دغه ځانګړې کاري ډله به د پرمختیايي مسیر پروګرام د پلیتابه څارنه او هڅه کوي چې افغان کډوالو ښځینه لوبغاړو لپاره د تجربې، استازولۍ او لوړو رقابتي معيارونو ترمنځ انډول رامنځته کړي.

د کرېکټ نړیوالې شورا پر خپله ویب‌پاڼه خپاره کړي رپوټ کې د ډاکترې روز ريوز له خولې ویلي چې دا ځان ته ویاړ ګڼي، چې "د ای‌سي‌سي له ځانګړې کاري ډلې سره يو ځای" کېږي او په دغه "مهم نوښت" کې برخه اخلي.

هغې زیاته کړې، دې ډلې ته دنده ورسپارل شوې چې داسې "روښانه او دوامداره" لانقشه جوړه کړي چې د جوړښتي روزنې، معنا لرونکو رقابتي فرصتونو او د لوړ فعالیت له مناسبو لارو د افغان کډوالو ښځينه کرېکټرانو د دوامداره پرمختګ ملاتړ وکړي.

هممهاله ناهېدې څپان او فېروزې افغان هم چې افغان کډوالې کرېکټرانې دي، د دغه پروګرام پر غځېدو خوښي ښودلې.

ناهېدې ویلي دغه پروګرام یې لا له مخکې په ژوند کې "رښتينی بدلون" راوستی دی.

هغې ویلي "يوازې دا نه چې موږ ته يې د کرېکټ لوبې د دوام فرصت راکړی، بلکې دا امکان يې هم برابر کړی چې موږ سره رایو ځای شو او د يوې لوبډلې په توګه ولوبېږو."

فېروزې بیا د دغه پروګرام په اډانه کې د لوبډلې په توګه هند او انګلنډ ته کړي سفرونه "نه هېرېدونکې تجربه" بللې ده.

هغې ویلي: "د خپلې استوګنې په ځايونو کې له مسلکي روزونکو سره تمرينونه زموږ پرمختګ کې ډېر مهم رول لوبوي. "

د استراليا پخوانۍ لوبغاړې او د کرېکټ مبصرې ميل جونز هم دا نوښت "مهم او ځواکمن" بللی دی.

هغې ویلي تر ۲۰۳۰ کال پورې د ای‌سي‌سي د غوراوي پړاوو لپاره یوه روښانه لارنقشه د افغان کډوالو ښځینه کرېکټ لوبغاړو راتلونکې لپاره "مهمه ژمنتیا" ده.

دغه پروګرام کې څه دي؟

افغان کډوالې ښځینه کرېکټ لوبغاړې به د ای‌سي‌سي د دغه ملاتړي پروګرام په چوکاټ کې د خپلې استوګنې ځایونو کې کرېکټ، د ځواک او فزيکي چمتووالي روزونکو، او فزيوتراپۍ خدماتو ته لاسرسی ولري او ترڅنګ به یې په تدریجي ډول لوبو کې د ګډون وخت او د سیالیو فرصتونه هم ډېر شي.

دغو لوبغاړو ته به، چې دمګړۍ په استرالیا، انګلنډ او کاناډا کې اوسي، د تمرین او لوبو د فرصتونو په برابرېدو سره په خپلو سیمو د کرېکټ چاپېریال کې لا ډېرې ښکېلې شي.

دوی ته به دا فرصت هم برابرېږي چې تېرو میاشتو کې هند او انګلنډ ته د ترسره کړو سفرو په څېر د یوې لوبډلې په توګه ګډ تمرینونه او سیالۍ ترسره کړي.

خو د ګډې لوبې دغه فرصتونه به په تدریجي ډول پلي کېږي او له داسې سیالانو سره به وي چې له ستراتیژیک لیده غوره شوي، چې په دې توګه تر ۲۰۳۰ پورې د ای‌سي‌سي د غوراوي سیالیو پورې د دوی د پرمختګ ملاتړ وشي.