په افغانستان کې د طالبانو حکومت د دفاع وزير محمد یعقوب مجاهد مسکو ته تللی

د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۳ دقیقې

په افغانستان کې د طالبانو حکومت د دفاع وزير مولوي محمد يعقوب مجاهد د روسيې په کوربتوب يوه نړيوال امنيتي فورم کې د ګډون لپاره د دغه هېواد پلازمېنې مسکو ته تللی دی.

په افغانستان کې د طالبانو حکومت د فاع وزارت يوه چارواکي بي بي سي ته ويلي، په دې کنفرانس کې به د سيمه ييز امنيت، ګډو امنيتي ننګونو او متقابلو همکاريو په اړه بحث او د نظرونو تبادلې وشي.

د روسيې د بهرنيو چارو وزارت له مخې، دا دری ورځنی فورم به د سې شنبې په ورځ (۲۶ مې) پيل او تر پنجشنبې به دوام وکړي. په دې فورم کې به د امنيتي مسايلو تر څنګ په بېلابېلو موضوعګانو ناستې، کنفرانسونه، دوه اړخيزې او څو اړخيزې غونډې او نندارتونونه ترسره شي.

د ياد وزارت له مخې له ۱۸۰ ډېر بهرني دولتي پلاوي او نړيوال سازمانونه دې ناستې بلل شوي او د روسيې د بېلابېلو وزارتونو استازي او امنيتي کارپوهان به هم په دې فورم کې ګډون وکړي.

که څه هم ګڼ طالب چارواکو وړاندې هم روسيې ته سفرونه کړی دي خو دا لومړی ځل دی چې د طالبانو حکومت د فاع وزير دغه هېواد ته په سفر ځي.

په افغانستان کې د طالبانو حکومت یوې سرچینې بي بي سي ته وویل، ښاغلی مجاهد به روسیې ته د دې سفر په ترڅ کې له یو شمېر لوړپوړو روسي چارواکو سره هم وویني. دغه سرچینه زیاتوي، د ښاغلي مجاهد دې سفر ته د زمینې برابرولو لپاره د طالبانو حکومت یو پلاوي مخکې مسکو ته تللی و.

روسيه په افغانستان کې د طالبانو له حکومت سره نژدې اړيکي پالي او يوازنی هېواد دی چې د طالبانو حکومت یې په رسميت پېژندلی دی.

روسیه د هغو لږ شمېر هېوادونو له ډلې ده، چې په ۲۰۲۱ کال کې یې د طالبانو د بیا واکمنېدو او د امریکایي ځواکونو له وتلو وروسته په کابل کې خپل سفارت نه و تړلی. مسکو دغه راز په ۲۰۲۲ کال کې د طالبانو له حکومت سره لومړی نړیوال اقتصادي تړون لاسلیک کړ چې له مخې یې افغانستان ته تېل، ګاز او غنم برابروي.

په روان کال کې طالبان د روسیې له هغه لېسته هم وایستل شول چې ترهګریز سازمانونه په کې شامل وو.

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د تېر کال په وروستیو کې، د افغانستان وضعیت بدلېدلو لپاره د طالبانو له حکومت سره د اړیکو ساتل خورا مهمه چاره بللې وه او ويلي یې وو چې افغانستان په بشپړه توګه د طالبانو تر کنټرول لاندې دی او هېڅ یو هېواد نه شي کولای، په کابل کې له اوسني مشرتابه سره د اړیکو له درلودلو پرته، د دې هېواد پر چارو واقعي اغېز ولري.

د روسیې د ملي امنیت شورا منشي سرګي شویګو، هم څه موده وړاندې ويلي وو چې هېواد یې طالبانو له حکومت سره د یوې "بشپړې ملګرتیا" د رامنځته کولو په حال کې دی او د سیمې نور هېوادونه هم له کابل سره د همکاریو پراخولو ته هڅوي.

د دې هرڅه سربېره روسيه د نشه يي توکیو د قاچاق ترڅنګ په افغانستان کې د وسله والو ډلو فعاليت او د داعش د ګواښ له کبله اندېښمنه ده خو په عين حال کې یې د مخدره توکو او داعش پر ضد د طالبانو حکومت کړنې ستايلې هم دي.

په افغانستان کې د طالبانو پر حکومت نيوکې کېږي چې وسله والو اورپکو ډلو ته یې ځای ورکړی دی. پاکستان تل په افغانستان کې د طالبانو حکومت ته د پړې ګوته نيسي چې پاکستاني طالبان له هغه ځايه پر دوی بریدونه کوي. خو د طالبانو حکومت بيا تل دا تورونه رد کړي دی.

په افغانستان کې د طالبانو له بيا واک ته رسېدو سره له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زدکړو بنديزونه او پر مېرمنو یو لړ نور محدوديتونه لګېدلي دي چې د روسيې په ګډون د نړيوالې ټولنې له خوا غندل شوي او د طالبانو پر حکومت یې د دغو بنديزونو او محدوديتونو د لرې کېدو غوښتنه کړې ده.