تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د پاکستاني سوکوهونکي قدرت الله په ګډون یو شمېر لوبغاړي له کامن وېلت لوبو وروسته بې درکه شوي
- Author, جوناتن ګېډس
- دنده, ګلاسګو
- د خپرېدو وخت
- د لوستلو وخت: ۳ دقیقې
د ګلاسګو په کامن وېلت لوبو کې ګډون کوونکي ځینې لوبغاړي بې درکه شوي او د خپلو لوبډلو له نورو غړو سره بېرته خپلو هېوادونو ته نه دي ستانه شوي.
د سکاټلنډ پولیسو په وینا، د لوبو له پای ته رسېدو وروسته د یکشنبې په ورځ راپورونه ترلاسه شوي چې د یو شمېر لوبغاړو درک نه لګېږي.
د پاکستان ځايي رسنیو د راپورونو له مخې، سوک وهونکی (باکسر) قدرت الله له خپلو نورو ملګرو سره پاکستان ته په ستنېدونکې الوتکه کې نه دی سپور شوی. چارواکي چې کله د هغه د موندلو لپاره ورغلل، په خپله خونه کې یې هم ونه موند.
بلخوا د پاکستان سوکوهنې فدراسیون یوه چارواکی وايي، چې نوموړی د ټاکل شوي مهالوېش له مخې بېرته نه دی ستون شوی، خو دوی هیله لري چې د ویزې د مودې له پای ته رسېدو مخکې پاکستان ته ستون شي.
بي بي سي د دې موضوع په اړه د پاکستان د سپورټس بورډ له عمومي رئیس یاور حسین څخه د دریځ پوښتنه وکړه، هغه وویل چې د دې قضیې د څېړنې لپاره یو تحقیقاتي کمېسیون جوړ شوی او راپور به یې په درېیو ورځو کې خپور شي.
تر اوسه پورې ترلاسه شوي معلومات ښيي چې قدرت الله د هغو نورو پاکستاني لوبغاړو سره هېواد ته نه دی ستون شوی چې د کامن وېلت لوبو لپاره استول شوي وو.
په بېرته ستانه شوو ورزشکارانو کې باکسره فاطمه زهرا هم شامله ده، چې د لومړي ځل لپاره یې پاکستان ته د برونزو مډال ګټلی و.
د یوګانډا څلور لوبغاړي هم بېرته نه دي تللي
په همدې حال کې د سپورټي وېبپاڼې 'این بي سي سپورټس' د راپور له مخې، د یوګانډا د باکسینګ ټیم څلور غړي هم خپل هېواد ته په ستنېدونکې الوتکه کې سپاره نه شول.
د وېبپاڼې په وینا، د ټیم یوه غړي ویلي چې دغه لوبغاړي غواړي په سکاټلنډ کې سیاسي پناه ترلاسه کړي.
دا لومړۍ پېښه نه ده. له دې وړاندې هم د کامن وېلت لوبو له ځینو پخوانیو پړاوونو، د ۲۰۱۴ کال د ګلاسګو لوبو په ګډون، لسګونه لوبغاړي لادرکه شوي وو.
له هغو کسانو ځینو وروسته د پناه غوښتنه کړې وه، په داسې حال کې چې ځینې نور په بشپړ ډول ورک شوي وو او د هغوی په اړه نور معلومات نه وو ترلاسه شوي.
د سکاټلنډ د پولیسو یوه ویاند ویلي:
"موږ ته د یو شمېر لوبغاړو د لادرکه کېدو راپورونه رسېدلي دي. د وضعیت د ارزونې لپاره پلټنې روانې دي."
د این بي سي سپورټس د راپور له مخې، دغې رسنۍ له څلورو لادرکه شویو یوګانډايي سوک وهونکو څخه له یوه سره اړیکه نیولې ده. یاد ورزشکار ادعا کړې چې دوی غواړي په سکاټلنډ کې پناه ترلاسه کړي او خپلو ورزشي فعالیتونو ته په داسې هېواد کې دوام ورکړي چې د دوی په اند د یوګانډا پرتله غوره روزنیز امکانات او ډېر فرصتونه لري.
ویل کېږي چې دغه باکسر له یوګانډايي خلکو غوښتي چې د دوی پرېکړه درک کړي او د دې اقدام له امله دې پرې منفي قضاوت نه کوي.
بلخوا، د کامن وېلت لوبو په ترڅ کې د یوګانډا د لوبډلې یوه ویاند بي بي سي سکاټلنډ نیوز ته ویلي چې لوبډله نه غواړي په دې موضوع څه تبصره وکړي.
تر دې وروسته د یوګانډا د لوبډلې پاتې غړي بېرته خپل هېواد ته روان شوي دي.