تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
پاکستان کې د تحریک انصاف لاریون، زیاتېدونکی کړکېچ او د سیاسي حل هڅې
په پاکستان کې د پخواني لومړي وزیر عمران خان ملاتړو پر اوومه ورځ هم خپل احتجاج (لانګ مارچ) ته دوام ورکړی.
د خیبر پښتونخوا د اعلی وزیر سهیل اپریدي په مشرۍ د لاریون کاروان نن له چارسدې تر روانېدو وروسته شپه مردان ته رسولې ده.
هغه د مردان په منګا بازار سیمه کې د لاریون ګډونوالو ته په وینا کې غوښتنه وکړه، چې خلک دې دوشنبه (د اکتوبر ۱۳مه) ځانونه صوابۍ ته ورسوي.
تر دې مخکې د خیبرپښتونخوا د ایالتي حکومت ویاند شفیع جان ویلي وو، چې اعلی وزیر سهیل اپریدی به د اکتوبر ۱۳مه د لاریون د راتلونکې تګلاره اعلان او د لاریون ګډونوال د اکتوبر ۱۴مه له صوابۍ خپل سفر مخ ته یوسي.
د نوموړي په وینا د تحریک انصاف ګوند مشرانو نن (شنبه) په پېښور کې د سهیل اپریدي په مشرۍ یوه "مهمه ناسته" هم کړې.
د خیبر پښتونخوا د ایالتي حکومت ویاند ویلي، د اعلی وزیر دفتر کې د پيټيای د سرپرست بیرستر ګوهر علي خان، عمومي منشي سلمان اکرم راجه، ایالتي مشر جنید اکبر خان او پارلماني مشر شاهد خټک په ګډون په دې ناسته کې د هېواد د سیاسي وضعیت، د ګوند لخوا د پیل شوي لاریون او نورو سیاسي مسایلو په تړاو تفصیلي خبرې وشوې.
بېرسټر ګوهر علي خان تر دې ناستې وروسته رسنیو ته ویلي، چې خیبر پښتونخوا د حکومت واکمني د وفاقي یا مرکزي حکومت د لاسوهنې له کبله کمزورې شوې ده.
هغه وویل، حقیقت دا دی چې دمګړۍ په خیبر پښتونخوا کې عملآ د والي واکمني (ګورنر راج) حاکمه ده او یوازې یې رسمي اعلان پاتې دی.
د یادونې ده چې په پاکستان کې د ایالتونو والیان د مرکزي حکومت استازي وي او ګورنر راج داسې وضعیت ته ویل کېږي، چې وفداق د خپلو دغو استازو له لارې د ایالتي حکومت واکونه نېغ په نېغه لاس کې واخلي.
"د ټيټيپي بي ټیم"
پاکستان کې د تحریک انصاف ګوند لاریون داسې حال کې دوام موندلی چې د دغه ګوند او مرکزي حکومت ترمنځ د خبرو له ناکامېدو وروسته کړکېچ په پراخېدو دی.
په دې لړ کې د پاکستان د اطلاعاتو وفاقي وزیر عطاءالله تارړ نن په اسلام اباد کې د خپل ګوند له ځینو مشرانو سره یوې ګډې خبري غونډه کې ویلي، چې د تحریک انصاف حکومت خیبر پښتونخوا له سختو ستونزو سره مخامخ کړې ده.
هغه ادعا کړې، چې د پيټيای تګلارې د پرمختګ پر ځای د شاتک لامل شوې او دا چې ګوندې له همدې کبله په دغه ایالت کې د بنسټیزو پرمختیايي پروژو او د کار موندنې فرصتونه له لاسه وتلي.
عطا تارړ تحریک انصاف ګوند د پاکستاني طالبانو تحریک (ټيټيپي) "بي ټیم" وباله او تور پور کړ چې دغه ګوند ترهګر د خیبر پښتونخوا په استوګنیزو سیمو کې ځای پر ځای کړل.
نوموړي وویل د خیبرپښتونخوا حکومت د دې پر ځای چې د ترهګرۍ ضد څانګه او پولیس په عصري وسلو او وسایلو سمبال کړي، د ښځو په تړاو د "طالبانو وروسته پاتې فکر" پر ټول ایالت وتاپه.
عطاءالله تارړ وویل لومړي وزیر شهباز شریف د ولس خدمت لپاره شپه او ورځ یوه کړې او مرکزي حکومت د پټرولو د سبسایډۍ په ګډون د مرستو بېلابېل پروګرامونه عملي کړي دي.
د پاکستان د اطلاعاتو وفاقي وزیر عطاءالله د پاکستان تحریک انصاف ګوند د حکومت پر دورې نیوکه وکړه او تور یې پورې کړې چې ګوندې د دغه ګوند بنسټګر (عمران خان) یوازې محدود وخت دولتي چارو ته ځانګړی کاوه، په داسې حال کې چې د خیبرپښتونخوا خلک له بېوزلۍ، بېکارۍ او وروسته پاتې والي سره مخ وو.
د اطلاعاتو وفاقي وزیر وویل د خیبر پښتونخوا خلک د ترهګرۍ په جال کې راګیر دي او په دغه صوبه کې د امن او نظم وضعیت د اندېښنې وړ دی.
بلاول بوټو: که هر څه کېږي مسوولیت د پيټيای په غاړه دی
د پاکستان د واکمن اېتلافي حکومت کې د شامل پیپلز ګوند مشر بلاول بوټو زرداري هم تېره ورځ ویلي وو، چې په خیبر پښتونخوا کې د بیړني حالت اعلان "قانوني اټومي بم" ته ورته دی او کارېدل یې باید وروستی غوراوی وي.
هغه په کراچۍ کې یوې غونډې ته خبرو کې زیاته کړه، چې یوه اوونۍ مخکې فدرالي حکومت او "ټول نظام" په خیبر پښتونخوا کې د بېړني حالت اعلان ته چمتو و، خو د نوموړي په وینا د پیپلز ګوند دریځ دا و چې د اساسي قانوني دغه ډول غیر معمولي واکونه باید وروستی اقدام وي.
هغه له حکومت سره د خبرو د ناکامېدو پړه هم پر تحریک انصاف ګوند واچوله.
د پيپلز ګوند مشر وویل، دا چې په خیبر پښتونخوا کې د بېړني حالت یا د والي واکمني (ګورنر راج) خبره کیږي، نو مسؤلیت یې د دغه ایالت د اعلی وزیر سهیل اپریدي پر غاړه دی.
هغه ټینګار وکړ چې پيټيای باید له لاریونون او پرلتونو لاس واخلي او توندلاری سیاست پرېږدي.
مولانا فضل الرحمان د شهباز شریف په دفتر کې
پاکستان کې د تحریک انصاف ګوند او مرکزي حکومت ترمنځ د خبرو له ناکامېدو وروسته د کړکېچ د زیاتېدو احتمال ته په کتو د مذاکراتو بېرته پیلېدو لپاره د منځګړیتوب هڅې هم روانې دي.
په دې لړ کې په دې وروستیو کې د جمعیت علمای اسلام (ف) د مشر مولانا فضل رحمان نوم د ژبو په سر دی.
هغه نن له خپل یوه پلاوي سره د لومړي وزیر شهباز شریف دفتر ته ورغلی.
په دې پلاوي کې د خېبر پښتونخوا په ایالتي اسمبلۍ کې د د جمعیت علمای اسلام (ف) پارلماني مشر مولانا لطف الرحمان، سناتور کامران مرتضیٰ او سناتور مولانا عطاءالحق هم شامل دي.
دوه ورځې وړاندې داسې رپوټونه خپاره شوي وو چې حکومت او تحریک انصاف ګوند دواړو د مولانا فضل الرحمن د منځګړیتوب هڅو ته غاړه ایښې وه.