سې‌اېن‌اېن وايي د ټرمپ ځانګړی استازی دوحې ته روان شوی

دوحه

د عکس سرچینه، EPA / Shutterstock

د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۴ دقیقې

دوو امریکايي چارواکو سي‌اېن‌اېن تلویزیوني شبکې ته ویلي، چې منځني ختیځ لپاره د ډونلډ ټرمپ ځانګړی استازی سټېف ویټکاف دوحې ته روان شوی دی.

تر اوسه مشخصه نه ده چې له هغه سره په دغه سفر کې د ټرمپ زوم جارېد کوشنر هم ملګری دی، که څنګه.‌

تر دې ورمخکې د امریکا متحدو ایالتونو ولسمشر نن (سې‌شنبه د جون ۳۰مه) په دوحه کې د خپلو استازو او ایران ترمنځ د نویو مذاکراتو اعلان کړی او ویلي وو چې دا خبرې "ښايي مهمې" وي.

هغه دا هم ویلي چې دا کتنه د ایران په غوښتنه کېږي.

هممهاله یوه جګپوړي امریکايي چارواکي سي‌اېن‌اېن ته ویلي، د ایران او امریکا ترمنځ په دې وروستیو کې پر یو بل له متقابلو بریدونو سره سره، د جګړې پای ته رسېدو هوکړه‌لیک په تړاو تخنیکي مذاکرات له پلان سره سم مخکې ځي.‌

خو دا په داسې حال کې ده چې د ایران بهرنیو چارو وزارت بیا د مذاکراتو هر ډول پلان رد کړی او ویلي دي چې د دوی استازي دوحې ته د ایران د شتمنیو د ازادېدو لپاره ځي.

د ایران د مذاکراتي پلاوي د تخنیکي برخې مشر کاظم غریب‌ابادي د ځينو رسنیو هغه رپوټونه رد کړل چې ګواکې تهران له واشنګټن سره د سې‌شنبې په ورځ مذاکرات کوي.

ښاغلي غریب‌ابادي ویلي، "که څه هم له قطر سره په مشوره د مقابل لوري د ژمنو د پلي‌کولو په ګډون، د معمول په څېر خبرې روانې دي خو د ځینو رسنیو هغه خبرونه نه شي تاییدېدلی چې وايي، د کاري ډلو لخوا به په دوحه کې تخنیکي خبرې اترې ترسره شي".

تر دې وړاندې امریکايۍ خبري ویب‌پاڼې اکسیوس ویلي چې تهران او واشنګټن هوکړه کړې چې فارس خلیج کې پر یو بل د تازه بریدونو لړۍ دروي او په څو راتلونکو ورځو کې به دوحه کې مستقیمې خبرې اترې پیل کړي.

هرمز تنګی

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، د اکسیوس په وینا د تهران او واشنګټن تازه مذاکرات به پر هرمز تنګي متمرکز وي

د اکسیوس خبریال بارک راوید لیکلي: "یو جګپوړی امریکایی چارواکی وايي، متحدو ایالتونو او ایران هوکړه کړې چې د یو بل خلاف بریدونه ودروي."

نوموړي زیاته کړې "د دغه چارواکي په وینا، ټاکل شوې دواړه خواوې دوحه کې د سې‌شنبې ورځې لیدنې پر مهال د هرمز تنګي پر سر د اختلافاتو هواري ته لارې چارې ومومي."

د اکسیوس د رپوټ له مخې، د تهران او واشنګټن دغه تازه پلان شوي مذاکرات به پر هرمز تنګي متمرکز وي.

تهران وايي، امریکا سره د جګړې پای ته رسولو تړون کې هوکړه پر دې شوې چې د هرمز تنګي کنټرول به د ایران لاس کې وي او دا چې تازه نښتې هم د دغه تنګي په مدیریت کې د امریکا د لاوسوهنې له کبله شوې.

ایران او عراق

د عکس سرچینه، IRNA

د عکس تشریح، عباس عراقچی بغداد کې د عراق ولسمشر نزار امیدي سره هم وکتل

د ایران بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي همدا تېره ورځ (یکشنبه) د عراق د سفر پر مهال وویل، امریکا سره د شوې هوکړې له مخې د هرمز تنګي بشپړ پرانیستل "یوازې" د تهران په غاړه دي او دا چې هر ډول لاسوهنه د دغه بهیر پر وړاندې د خنډ او د کړکېچ د ډېرېدو لامل ګرځي.

هغه د عراق له ولسمشر نزار امیدي سره د کتنې پر مهال ویلي، "د امریکا او صهیونیستي رژیم [اسرائيل] لخوا د هوکړې له ځینو برخو - په ځانګړې توګه د هغې له لومړي بنده سرغړونه، سیمې ته د امنیت او ثبات د راګرځېدو پر وړاندې جدي خنډ ګرځېدلی."

د ایران بهرنیو چارو وزیر زیاته کړې چې دوی غواړي چې د دې هوکړې مواد عملي شي، خو د مقابل لوري له اړخه به د هر ډول سرغړونې پر وړاندې "پریکنده ګامونه واخلي."

د یادونې ده چې تېرو درېیو ورځو کې لږ تر لږه دوه بېړۍ له هرمز تنګي د تېرېدو پر مهال د بریدونو هدف ګرځېدلې، چې له کبله یې د ایران او امریکا ترمنځ بریدونه هم تبادله شوي دي.

لومړۍ بېړۍ د پنجشنبې پر ورځ په نښه شوه، چې ورپسې امریکا د ایران پر سویلي ساحلونو بریدونه وکړل، او ایران هم وویل چې په غبرګون کې یې په سیمه کې د امریکا اډې په نښه کړې دي.

تهران او واشنګټن دواړه یو بل د اوربند پر ماتولو تورنوي.