ټرمپ: د ایران په غوښتنه سبا په دوحه کې مذاکرات کوو

د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۳ دقیقې

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ وايي چې د ایران او امریکا چارواکي به سبا په قطر کې سره وګوري.

ښاغلي ټرمپ پرخپله خواله رسنۍ (ټروت سوشل) لیکلي، "ایران د کتنې غوښتنه کړې ده. دا [لیدنه] به سبا په دوحه کې وشي".

د امریکا ولسمشر په دې اړه نور جزیات نه دي ورکړي خو د ایران د مذاکراتي پلاوي د تخنیکي برخې مشر کاظم غریب‌ابادي د ځينو رسنیو هغه رپوټونه رد کړل چې ګواکې تهران له واشنګټن سره د سې‌شنبې په ورځ مذاکرات کوي.

ښاغلي غریب‌ابادي نن ویلي، "که څه هم له قطر سره په مشوره د مقابل لوري د ژمنو د پلي‌کولو په ګډون، د معمول په څېر خبرې روانې دي خو د ځینو رسنیو هغه خبرونه نه شي تاییدېدلی چې وايي، د کاري ډلو لخوا به په دوحه کې تخنیکي خبرې اترې ترسره شي".

تر دې وړاندې امریکايۍ خبري ویب‌پاڼې اکسیوس ویلي چې تهران او واشنګټن هوکړه کړې چې فارس خلیج کې پر یو بل د تازه بریدونو لړۍ دروي او په څو راتلونکو ورځو کې به دوحه کې مستقیمې خبرې اترې پیل کړي.

د اکسیوس خبریال بارک راوید لیکلي: "یو جګپوړی امریکایی چارواکی وايي، متحدو ایالتونو او ایران هوکړه کړې چې د یو بل خلاف بریدونه ودروي."

نوموړي زیاته کړې "د دغه چارواکي په وینا، ټاکل شوې دواړه خواوې دوحه کې د سې‌شنبې ورځې لیدنې پر مهال د هرمز تنګي پر سر د اختلافاتو هواري ته لارې چارې ومومي."

د اکسیوس د رپوټ له مخې، د تهران او واشنګټن دغه تازه پلان شوي مذاکرات به پر هرمز تنګي متمرکز وي.

تهران وايي، امریکا سره د جګړې پای ته رسولو تړون کې هوکړه پر دې شوې چې د هرمز تنګي کنټرول به د ایران لاس کې وي او دا چې تازه نښتې هم د دغه تنګي په مدیریت کې د امریکا د لاوسوهنې له کبله شوې.

د ایران بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي همدا تېره ورځ (یکشنبه) د عراق د سفر پر مهال وویل، امریکا سره د شوې هوکړې له مخې د هرمز تنګي بشپړ پرانیستل "یوازې" د تهران په غاړه دي او دا چې هر ډول لاسوهنه د دغه بهیر پر وړاندې د خنډ او د کړکېچ د ډېرېدو لامل ګرځي.

هغه د عراق له ولسمشر نزار امیدي سره د کتنې پر مهال ویلي، "د امریکا او صهیونیستي رژیم [اسرائيل] لخوا د هوکړې له ځینو برخو - په ځانګړې توګه د هغې له لومړي بنده سرغړونه، سیمې ته د امنیت او ثبات د راګرځېدو پر وړاندې جدي خنډ ګرځېدلی."

د ایران بهرنیو چارو وزیر زیاته کړې چې دوی غواړي چې د دې هوکړې مواد عملي شي، خو د مقابل لوري له اړخه به د هر ډول سرغړونې پر وړاندې "پریکنده ګامونه واخلي."

د یادونې ده چې تېرو درېیو ورځو کې لږ تر لږه دوه بېړۍ له هرمز تنګي د تېرېدو پر مهال د بریدونو هدف ګرځېدلې، چې له کبله یې د ایران او امریکا ترمنځ بریدونه هم تبادله شوي دي.

لومړۍ بېړۍ د پنجشنبې پر ورځ په نښه شوه، چې ورپسې امریکا د ایران پر سویلي ساحلونو بریدونه وکړل، او ایران هم وویل چې په غبرګون کې یې په سیمه کې د امریکا اډې په نښه کړې دي.

تهران او واشنګټن دواړه یو بل د اوربند پر ماتولو تورنوي.