تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
اوکرايين ته د بریتانيا د لومړي وزير سفر؛ برنهم له کيېف سره د اوږد واټن توغنديو جوړولو معلومات شريکوي
د بریتانيا لومړی وزير انډي برنهم واک ته له رسېدو راهيسې په لومړي سفر کې کيېف ته تللی دی. ټاکل شوې چې نوموړی به هلته اوکرايين ته د اوږده واټن ويشتونکو توغنديو د جوړولو نقشه او معلومات ورکړي.
لومړی وزير به د "لېوالتيا لرونکو هېوادونو ايتلاف" په نامه د غونډې مشري هم وکړي. دا ايتلاف د بریتانيا د مخکيني لومړي وزير کېير سټارمر تر مشرۍ لاندې د بریتانيا او فرانسې له خوا جوړ شوی و.
نوموړی به همدا ډول د بریتانيا د خلکو په استازيتوب یو مډال ترلاسه کړي او د دې تر څنګ به د اوکرايين د خپلواکۍ د ورځې په مراسمو کې هم ګډون وکړي.
ښاغلی برنهم به اعلان وکړي چې حکومت یې دفاعي شرکت (اېم بي ډي اې) ته اجازه ورکړې چې د اوږد واټن سکالپ توغنديو بریتانيا کې د جوړو شويو برخو اړوند پټ معلومات له محرميته وباسي.
په وروستيو څو ورځو کې پر اوکرايين د روسيې مخ په زياتېدونکو بریدونو له امله به بریتانيا له کيېف څخه په خپل ملاتړ يو ځل بيا ټينګار وکړي. د روسيې له خوا تېره جمعه اوکرايين کې پر يوه سوداګريز مرکز د برید له امله لږ تر لږه ۱۶ کسان وژل شوي وو.
کيېف ته له خپل سفر وړاندې برنهم ويلي وو، "د اوکرايين د خپلواکۍ د ۳۵ کليزې په تړاو د اوکرايين خلک بايد په دې اړه هېڅ شک ونه لري؛ بریتانيا ستاسو تر شا ولاړه ده او تر هغه وخته به ستاسو تر څنګ وي چې اړتیا یې وي".
"زه له اوکرايين سره د خپل هېواد په کړې مرسته وياړم او غواړم د اوکرايين خلک دا خبره مخامخ له ما واوري چې زموږ ملاتړ به هېڅکله کمزوری نشي، بالاخره د اوکرايين امنيت زموږ امنيت دی".
نوموړي وويل، له بریتانيا سره د اوکرايين ملګرتيا به "د روسيې له ناقانونه جګړې ډېر اوږد دوام وکړي" او زياته یې کړه، "روسيه باید زموږ د هوډ په اړه هېڅ شک ونه لري، تر هغه به شاتک ونکړو چې عادلانه او تلپاتې سوله نه وي رامنځته شوې".
دا څرګندونې وروسته له هغه کېږي چې مسکو په دې وروستیو کې د روسيې پر بنسټيزو تاسيساتو د اوکرایين بریدونو کې د بریتانيا د ډرون الوتکو کارولو له کبله ګوتڅنډنه کړې وه.
کيېف هم پر مسکو او د روسيې پر نورو سيمو خپل د اوږد واټن بريدونه زيات کړي دي چې ډېری یې د تېلو پر چاڼځايونو او زېرمو شوی دي.
د اوږد واټن سکالپ توغندي ۱۳۰۰ کليوګرامه وزن او ۵.۱۰ متره اوږدوالی لري. دغه توغندي کولی شي د روسيې دننه نژدې ۲۴۱ کيلومتره موخې په نښه کړي. دا واټن د اوکرايين د بي پيلوټه الوتکو له وړتيا کم دی خو بيا هم دا يو مهم ګام دی چې ښيي نړيوال متحدين د وسلو او ټکنالوژۍ د شريکولو لپاره چمتو دي.
د توغنديو جوړونکی شرکت وايي دا توغندي له وړاندې ټاکل شويو او ثابتو موخو د ويشتلو لپاره طرحه شوي دي. دا توغندي د ورځې شپې او په هر ډول هوا کې کارول کېدی شي او پرمختللي سيسټمونه لري.
ويل کېږي دا توغندي د بریتانيا شاهي ځواک، د فرانسې او ايټالیا د هوايي ځواک سره شته چې په عراق، سوريه او ليبيا کې کارول شوي دي.
د بریتانيا د دفاع وزير لوک پولارډ د بي بي سي په برېکفاسټ خپرونه کې ويلي، دوی د توغندي نقشې له اوکرايين سره شريکوي چې اوکرايين وکړی شي، "د دې ناقانونه يرغل پر وړاندې دفاع وکړي..."
نوموړي زياته کړې، "خبره يوازې د جګړې په لومړۍ کرښه کې نه ده؛ سوداګريز مرکزونه او د استوګنې سيمې هم د روسيې په دې ناقانونه جګړه کې په نښه کېږي... موږ به تر هغه د اوکرايين ملاتړ ته دوام ورکړو چې اړتيا یې وي".
پولارډ ويلي، اوکرايين بېلابېلو وسلو ته اړتيا لري. له همدې کبله بریتانيا نور دفاعي هوايي تجهيزات هم برابروي چې روسي کروز توغندي راوغورځوي او د بې پيلوټه الوتکو پر وړاندې د مقابلې ګامونه پورته کړل شي.
اوکرايين هيله لري چې نور پېټرياټ توغندي به هم ترلاسه کړي. زېلينسکي يو ځل د روسيې د بالسټيک توغنديو پر وړاندې د کارېدونکو دغو وسلو د ډېرولو غوښتنه کړې ده.