اوربند سره سره د اسرائیل او حزب الله ترمنځ نښتې روانې دي

د عکس سرچینه، Kawnat Haju / AFP via Getty Images
- Author, جاروسلاوف لوکایېف
- د خپرېدو وخت
- د لوستلو وخت: ۴ دقیقې
سره له دې چې اسرائیل او حزبالله د امریکا لخوا د جزوي اوربند وړاندیز شوې طرحه منلې، په سویلي لبنان کې نښتې لا هم روانې دي. د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د دوشنبې پر ورځ وویل، له دواړو خواوو سره یې خبرې کړې دي او "هغوی موافقه کړې چې ټولې ډزې درېږي".
دا څرګندونې له هغه وروسته مخې ته راځي، چې ایران خبرداری ورکړی و، چې په لبنان کې د اسرائیل پوځي عملیات د امریکا او ایران ترمنځ د اوربند لپاره ګواښ دي.
لبنان کې چارواکي وايي، حزبالله هغه پلان منلی چې له مخې به یې دا ډله پر اسرائیل بریدونه بندوي او اسرائیل به هم د لبنان پر پلازمېنه بېروت برید نه کوي.
د اسرائیل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو هم دغه موافقه تایید کړې، خو په وینا یې، که حزبالله د اسرائیلو پر ښارونو او ملکي وګړو بریدونه ونه دروي، پر بېروت به بریدونه دوام ومومي، او اسرائیلي ځواکونه به لا هم په سویلي لبنان کې عملیات وکړي.
که څه هم داسې ښکاري چې اوربند تر ډېره حده ساتل شوی، خو تېره شپه بیا هم تاوتریخوالی رامنځته شوی دی.
حزبالله وايي، وسله والو یې د سویلي لبنان په حداثه او بیاضه ښارګوټو کې پر اسرائیلي ټانکونو راکټي ګوزارونه کړي دي. د اسرائیلو پوځ وايي، د سې شنبې ورځې په لومړیو ساعتونو کې یې له لبنانه ویشتل شوي دوه توغندي شنډ کړي دي. د چا ټپي کېدو راپور نه دی ورکړل شوی.
د لبنان دولتي خبري اژانس بیا په خپل راپور کې وايي، اسرائیلو د هېواد په څو سویلي سیمو بریدونه کړي او په وینا یې په بین ښار کې د چاودنې خورا زورور غږ اورېدل شوی.
د دوشنبې په سهار د اسرائیل لومړي وزیر ویلي و، چې د حزبالله له لوري د راکټي او ډرون بریدونو په غبرګون ک یې د بېروت په سویلي سیمو کې د "ترهګرو هدفونو" پر ضد د بریدونو امر کړي.
دې سره د ایراني چارواکو له لوري سخت غبرګونونه څرګند شول. د ایران بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي وویل، د امریکا او ایران ترمنځ موافقه " د لبنان په ګډون په ټولو جبهو کې یو ښکاره اوربند دی،" او زیاته یې کړه چې "په یوه جبهه کې سرغړونه، په ټولو جبهو کې د اوربند ماتول دي."
په یوه جلا خبر کې، د ایران تسنیم خبري اژانس راپور ورکړی چې تهران ښايي د لبنان په تړاو د اسرائیلي پوځي اقداماتو له امله له امریکا سره غیرمستقیم مذاکرات وځنډوي.
دغه خبري اژانس چې د ایران د سپاه پاسداران ځواک پورې تړاو لري، دغه راز ویلي چې ایران او متحدین یې کولای شي " د بابالمندب تنګي په ګډون، نورې جبهې هم فعاله کړي" چې د سره سمندر په داخلي ځای کې موقعیت لري.
خو ټرمپ وروسته په خپله خواله رسنۍ ټروت سوشل ولیکل چې له ایران سره خبرې په "چټک سرعت" مخ پر وړاندې روانې دي او په وینا یې ده له نتنیاهو او د حزبالله له استازو سره خبرې کړې دي.
د امریکا ولسمشر لیکلي: "ما د اسرائیل له لومړي وزیر بنیامن نتنیاهو سره ډېر ګټور تماس درلود، او هېڅ پوځیان به بېروت ته نه ځي، او هغه ځواکونه چې روان وو، بېرته راګرځول شوي دي."
هغه زیاته کړې: "دغه راز د لوړې کچې استازو له لارې مې له حزبالله سره هم ښې خبرې کړې دي، هغوی موافقه کړې چې ټولې ډزې به بندېږي، اسراییل به پر دوی برید نه کوي، او هغوی به هم پر اسرائیل برید نه کوي."
د اسرائیل په بریدونو کې د ایران مذهبي مشر له وژل کېدو وروسته پر اسرائیل د حزب الله له توغندیزو بریدونو سره د مارچ پر ۲مه نېټه د امریکا، اسرائیل او ایران ترمنځ جګړې کې لبنان هم ښکېل شو.
اسرائیل په ځواب کې په ټول لبنان کې هوايي بریدونه پیل کړل او په سویلي برخو کې یې ځمکني عملیات هم ترسره کړل او سره له دې چې پر بېروت بریدونه تر ډېره کم شوي د، په وروستیو اونیو کې یې شدت زیات شوی دی.

د عکس سرچینه، Reuters
د لبنان د روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، د جګړې له پیل راهیسې لږ تر لږه ۳۴۳۳ کسان وژل شوي دي. خو په دې شمېر کې د وسله والو او ملکي وګړو ترمنځ توپیر نه دی شوی.
اسرائیل وایي، په همدې موده کې د پولې دواړو غاړو کې د دوی ۲۵ سرتېري او څلور ملکي وګړي وژل شوي دي.
متحده ایالاتو هڅه کړې چې د لبنان پېښې له ایران سره له روانو خبرو جلا وساتي، خو ایران چې له ډېر پخوا راهیسې حزب الله ته مهم سیاسي، پوځي او مالي ملاتړ ورکوي، ټینګار کوي چې هره موافقه باید په لبنان کې د سولې ضمانت هم ولري.
د یکشنبې پر ورځ یو امریکایي چارواکي وویل، د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو نتنیاهو او د لبنان ولسمشر جوزف عون ته هلته د " تاوتریخوالي تدریجي کمولو" یو پلان وړاندیز کړی دی.
د اپرېل له ۱۶مې راهیسې، چې د اسرائیل او لبنان ترمنځ اوربند عملي شوی، اسرائیلي پوځ دوه ځله پر بېروت برید کړی، چې وروستی یې د پنجشنبې پر ورځ و.
خو دا د پخوا پرتله یو څرګند کمښت دی، ځکه راپورونه څرګندوي چې سپینې ماڼۍ پر اسرائیل فشار راوړی و، چې د دې لپاره چې له ایران سره د جګړې د پای ته رسولو د یوې پراخې هوکړې ته لار هواره شي، په بېروت کې خپل پوځي اقدامات محدود کړي.
د امریکا او ایران ترمنځ اوربند د اپرېل په ۸مه عملي شو، خو تر اوسه یې جګړه په بشپړه توګه نه ده درولې.
د ایران او امریکا ترمنځ ترینګلتیا د اونۍ په پای کې د هرمز تنګي په سیمه کې زیاته شوه. امریکا وايي، د اونۍ په پای کې یې د ایران پر پوځي اډو بریدونه کړي دي، په داسې حال کې چې تهران ویلي، په ځواب کې یې په کویټ کې د امریکا یوه اډه په نښه کړې ده.



















