تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
فوټبال نړیوال جام: اکواډور جرمني ته ماتې ورکړه او بل پړاو ته یې لار وموندله
اکواډور لوبډلې د اي ګروپ په نننۍ سیالۍ کې جرمني ته د یو په مقابل کې په دوو ګولونو ماتې ورکړه. دا په داسې حال کې ده، چې جرمني لوبډلې د لوبې پیل کې ګول وکړ.
د دې ګروپ وروستۍ سیالۍ د پنجشنبې پر ورځ په ورته مهال د جرمني او اکواډور، او دغه راز د عاج ساحل او کوراساو ترمنځ وشوې.
د همدې ګروپ په بله لوبه کې عاج ساحل د دوو ګولونو په وهلو سره کوراساو ته ماتې ورکړه او د ۶ نمرو په ترلاسه کولو سره له جرمني وروسته بل پړاو ته لاړه.
اکواډور جرمني ته په ماتې ورکولو سره ۴ امتیازه ترلاسه کړل او د غوره درېیم ځای لرونکو لوبډلو سره به بل پړاو ته لاړ شي.
د جرمني او اکواډور د لوبې یوه ځانګړنه دا وه، چې درې ښځینه لوبڅارانو څارله او دغه راز د دې لوبې د نندارچیانو شمېر چې د امریکا ختیځ ساحل په نیوجرسي کې ترسره شوه، له ۸۰ زرو زیات و.
د ډي ګروپ وروستۍ سیالۍ چې امریکا هم پکې شامله ده، لږ وروسته پیلېږي.
جرمني لوبډله له دې مخکې بل پړاو ته وتلې، خو دوی په ټولو سیالیو کې خپلې وروستۍ ۱۱ لوبې ګټلې، او که یې دا لوبه هم ګټلې وای د خپلو بریاوو تر ټولو اوږده لړۍ به یې برابره کړې وه، د ۱۲ لوبو هغه لړۍ چې د ۱۹۷۹ له مې میاشتې یې د ۱۹۸۰ تر جون پورې روانه ساتلې وه.
خو د یوې داسې لوبډلې له لوري یې مخه ونیوله شوه، چې تر دې وړاندې یې په روانو سیالیو کې یو ګول هم نه و وهلی.
د امریکا ولسمشرۍ ماڼۍ کې د فوټبال نړیوال جام چارو د کاري ډلې ویاند د پنجشنبې پر ورځ، د ایران د ملي فوټبال لوبډلې د شکایت په غبرګون کې، چې امریکايي چارواکي یې په ''ځورونې او اذیت'' تورن کړي وو، وویل چې د دې لوبډلې لپاره رامنځته شوی ځنډ ''لنډ مهاله'' و.
ویندوی زیاته کړه، د ایران لوبډلې لېږدونکې الوتکه ''د پلان له مخې یا ټاکلي وخت ته نږدې'' د سیاټل ښار ته رسېدلې.
دغه ویندوی د دې موضوع په هکله نور جزئیات ورنه کړل او په وینا یې نور څه د ویلو لپاره نه لري.
د پرونیو راپورونو له مخې، کله چې د ایران لوبډلې لوبغاړي د امریکا خاورې ته ننوتل، بیا هم د سرحدي چارو پر مهال مهدي طارمي او سعید الهوي، چې د روزونکي امیر قلعه نويي له مرستیالانو دي، له ځنډ سره مخ شول، او نور ایراني ملګري یې کاروان اړ شول چې تم شي.