تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د سوریې پخوانی مفتي احمد بدرالدین حسون ولې په عمري بند محکوم شو؟
د سوریې یوې محکمې د دوشنبې په ورځ د دغه هېواد پخوانی مفتي احمد بدرالدین حسون ته حضوري محاکمه واوروله او د عمر بند سزا یې ورته واوروله. د سوریې د رسمي خبري اژانس "سانا" د راپور له مخې، حسون په څو جرمونو، له ډلې یې د مذهبي او طایفوي اختلافونو د راپارولو او د بشار الاسد د واکمنۍ پر مهال له خپل مقامه په ناوړه ګټې اخیستنې مجرم پېژندل شوی دی.
حسون له ۱۶ کلونو د ډېرې مودې لپاره د سوریې د جمهوریت د مفتي په توګه دنده ترسره کړې وه. دا په سوریه کې تر ټولو لوړ رسمي اسلامي دیني مقام بلل کېږي. نوموړی له بشار الاسد سره د نژدې اړیکو له امله هم مشهور و او په بېلابېلو دیني مراسمو کې به ډېر ځله د هغه تر څنګ لیدل کېده. هغه د پخواني حکومت له واکمنۍ سره د تړلو هغو شخصیتونو له ډلې لسم کس دی چې د انتقالي حکومت له واک ته رسېدو وروسته د سوریې د قضايي نظام له لوري محکومېږي.
دا د لومړي ځل لپاره دی چې د پخواني حکومت پورې د تړلو شخصیتونو پر وړاندې د روانو محاکمو په لړ کې یو دیني عالم په رسمي ډول محکومېږي. د سوریې قضايي نظام د اګست په ۱۱مه هم د بشار الاسد، د هغه د ورور ماهر الاسد او پنځو پخوانیو امنیتي چارواکو پر وړاندې په غیابي ډول د اعدام حکم صادر کړی و.
تر دې مخکې د پخواني امنیتي چارواکي عاطف نجیب او د پخواني ولسمشر د تره زوی وسیم الاسد پر وړاندې هم حضوري د اعدام حکمونه صادر شوي وو.
"سانا" د محکمې د رئیس قاضي فخرالدین العریان له قوله ویلي چې محکمې دې پایلې ته رسېدلې چې د الاسد د واکمنۍ پر مهال رسمي دیني بنسټونه، په ځانګړي ډول د افتاء اداره، د پوځي او امنیتي عملیاتو لپاره د دیني توجیه او پوښښ برابرولو او د عامه افکارو پر وړاندې د دغو عملیاتو د توجیه کولو لپاره کارول کېدل.
قاضي العریان زیاته کړې چې د محکمې په باور، دیني ادارې په ملکي سیمو کې د بېرل بمونو کارول هم توجیه کړي وو، چې د نوموړي په وینا، دا کار د نړیوال بشري حقونو د قوانینو له اصولو سرغړونه وه.
العریان وویل چې محکمې د حسون په اړه د بشریت ضد جرمونو او جنګي جرمونو په تړاو هم شواهد ثابت بللي دي. نوموړي همداراز ویلي چې حسون د "قدس لوا" مشرتابه او غړو ته، چې د سوریې د پخواني حکومت د ځواکونو ترڅنګ یې جګړه کوله، په منظم ډول مالي ملاتړ ورکاوه.
د محکمې په حکم کې د حسون منقولې او غیرمنقولې شتمنۍ هم ضبط او د دولت د خزانې په ګټه مصادره شوې دي.
د دمشق څلورمې جنایي محکمې د جون په ۲۵مه د حسون محاکمه پیل کړې وه. دا قضیه د بشار الاسد د واکمنۍ پر مهال د هغه د رول په تړاو وه.
د "سانا" د راپور له مخې، پر حسون لګېدلي تورونه د خپل شخصي ګټو د ترلاسه کولو لپاره له خپل رسمي مقام څخه ناوړه ګټه اخیستنه، له بشار الاسد او د عمومي استخباراتو د پخواني رئیس علي مملوک سره نږدې اړیکې، او همداراز له لوړپوړو پوځي افسرانو او د هغو وسلهوالو ډلو له مشرانو سره نژدې اړیکې شاملې وې چې د پخواني حکومت د ځواکونو ترڅنګ یې جګړه کوله.
همداراز حسون تورن شوی چې د پخواني پوځ سرتېري او افسران یې هڅولي وو څو د حکومت د مخالفانو پر وړاندې له حکومت څخه ملاتړ وکړي. پر هغه دا تور هم لګېدلی چې داسې څرګندونې یې کړې وې چې د محکمې په وینا، په هغو سیمو کې د ملکي وګړو او کډوالو پر وړاندې د کرکې او تاوتریخوالي هڅونه پکې شوې وه چې د حکومت له کنټروله بهر وې، په ځانګړي ډول ختیځ حلب او ادلب.
د تورونو په فهرست کې دا هم شامل دي چې حسون په خپل دیني او رسمي مقام کې د هغو شخصیتونو ملاتړ کړی و چې د جنګي جرمونو په ترسره کولو تورن وو؛ له ډلې یې سوریایي پوځي افسر عصام زهرالدین او د ایران د قدس ځواک پخوانی قوماندان قاسم سلیماني یاد شوي دي. پر هغه همداراز په سوریه کې د روسیې او ایران د لاسوهنې د ملاتړ تور لګېدلی دی.
د سوریې اوسنیو چارواکو، چې د ۲۰۲۴ کال په ډسمبر کې د الاسد د حکومت له نسکورېدو وروسته واک ته ورسېدل، ژمنه کړې چې عدالت به تامینوي او د الاسد د واکمنۍ پر مهال د ترسره شویو سرغړونو مسوول کسان به محاکمه کوي.
چارواکو د اپرېل په میاشت کې د پخوانیو سیاسي او امنیتي چارواکو او د پخواني حکومت پورې د تړلو شخصیتونو پر وړاندې علني حضوري او غیابي محاکمې هم پیل کړې. پر دغو کسانو د هغو جنګي جرمونو په ګډون تورونه لګېدلي چې د ۲۰۱۱ کال له حکومت ضد لاریونونو وروسته د پیل شوې جګړې له بهیر سره تړاو لري.
دغه لاریونونه، چې د زور له لارې له ځپلو وروسته په وسلهواله جګړه بدل شول، له یوې لسیزې ډېر دوام وکړ او له پنځو لکو د زیاتو کسانو د وژل کېدو لامل شول.
احمد حسون څومره پېژنئ؟
احمد بدرالدین حسون، چې د ۱۹۴۹ کال د اپرېل په ۲۵مه زېږېدلی، له ۲۰۰۵ تر ۲۰۲۱ کال پورې د سوریې د عربي جمهوریت د عمومي مفتي په توګه دنده ترسره کړه؛ په ۲۰۲۱ کال کې دغه مقام لغوه شو.
بشار الاسد د ۲۰۲۱ کال په وروستیو کې د جمهوریت د مفتي مقام لغوه کړ او واکونه یې د اوقافو وزارت اړوند فقهي علمي شورا ته وسپارل. د دې پرېکړې لپاره رسمي دلیل اعلان نه شو، خو دا اقدام په داسې وخت کې وشو چې دولت له څو کلونو راهیسې پر دیني چارو خپله څارنه او کنټرول پراخاوه.
حسون د اسلامي مطالعاتو په پوهنتون کې زدکړې کړې وې او د شافعي فقهې په برخه کې یې دوکتورا ترلاسه کړې وه. هغه په عربي ادبیاتو کې د لیسانس سند هم درلود. نوموړي د اسلامي نړۍ د ښوونې، علومو او کلتور سازمان په عالي مشورتي شورا کې د رسنیو د کمېټې مشري هم کړې وه.
د سوریې د جګړې پر مهال د حسون نوم د بشار الاسد د حکومت له ملاتړ سره تړل کېده. د هغه د څرګندو ملاتړیزو دریځونو له امله، په ځانګړي ډول د مخالفو سیمو پر ضد د پوځي عملیاتو او د اعتراضونو د ځپلو پر مهال د بېرل بمونو د کارولو په تړاو، هغه ته د "بېرلونو مفتي" لقب ورکړل شو.
د ۲۰۲۵ کال د مارچ په ۲۶مه، د سوریې امنیتي ځواکونو حسون د دمشق په نړیوال هوايي ډګر کې ونیوه. دا اقدام وروسته له هغه وشو چې د سوریې د عدلیې وزارت د څارنوالۍ له لوري د هغه د نیولو حکم صادر شوی و. د هغه د محاکمې لومړۍ غونډه د ۲۰۲۶ کال د جون په ۲۵مه د دمشق په څلورمه جنایي محکمه کې ترسره شوه.
د سوریې چارواکو حسون هغه مهال د دمشق په نړیوال هوايي ډګر کې ونیو چې غوښتل یې د جراحي عملیاتو لپاره اردن ته سفر وکړي. د هغه د نیولو حکم مخکې د څارنوالۍ له لوري صادر شوی و، خو په هغه وخت کې د نیولو دلیلونه رسماً نه وو اعلان شوي. د سوریې د بشري حقونو د څار ادارې په وینا، حسون د پاسپورټ له مهر کېدو یوازې څو شېبې وروسته ونیول شو.
د هغه تر نیول کېدو مخکې، د فبرورۍ په ۱۷مه او ۱۸مه په حلب کې د حسون د کور مخې ته اعتراضونه هم شوي وو. یو شمېر اعتراض کوونکو د هغه کور ته ننوتلي او د حسون د محاکمې او حساب ورکولو غوښتنه یې کړې وه. دا اعتراضونه وروسته له هغه وشول چې یوه ویډیو خپره شوه او په کې هغه ته د بشار الاسد د حکومت د ملاتړ له امله د "بېرلونو مفتي" لقب کارول شوی و.
یو شمېر راپورونو د هغه نیول د سوریې د جګړې پر مهال د الاسد د حکومت د ملاتړ له دریځونو او څرګندونو سره تړلي بللي دي؛ په ځانګړي ډول هغه دریځونه چې د حکومت د مخالفانو پر وړاندې یې د پوځي عملیاتو او ځپنې ملاتړ باله.
حسون د ۲۰۱۱ کال له پیل شوې سوریایي جګړې پر مهال د حکومت په رسمي دیني تبلیغاتو او ویناوو کې له اغېزناکو دیني څېرو څخه هم ګڼل کېده.
د جګړې پر مهال داسې اوازې هم خپرې شوې وې چې حسون ګواکې "د سوریې له انقلاب سره یوځای شوی"، خو وروسته څرګنده شوه چې دا ادعا سمه نه وه.