تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د مذاکراتو په اړه د ایران او امریکا متضادې څرګندونې؛ پزشکیان وايي، استعفا نه کوم
ایراني رسنیو د مسعود پزشکیان د یوې ویډیويي وینا برخې خپرې کړې دي چې پکې د ایران ولسمشر وایي: ''زه به استعفا ور نه کړم او پر خپل دریځ به ټینګ پاتې شم.''
ښاغلی پزشکیان په دې ویډیو کې وايي: ''موږ له پوځي ځواکونو سره په بشپړه توګه همغږي یو.''
د ایران رسنۍ وایي چې د ښاغلي پزشکیان د اوسنیو موضوعاتو، په ځانګړي ډول د جګړې له پېښو سره د تړلو مسایلو په تړاو د خبرو بشپړ متن به ډېر ژر خپور شي.
ښاغلي پزشکیان پرون ویلي وو چې ایران ''له خپلو پولو او حقونو دفاع کوي، خو د جګړې د پراخېدو غوښتونکی نه دی.''
له دې مخکې د مسعود پزشکیان د دفتر یوه لوړپوړي غړي هغه راپورونه چې ګواکې د ایران ولسمشر استعفا کړې ده، ''بې بنسټه او بشپړ دروغ'' وبلل.
مهدي طباطبایي، چې د ایران د ولسمشر د دفتر د اړیکو او اطلاعاتو مرستیال دی، پراېکس یوه پیغامکې لیکلي:
''د دروغجنو فتنهګرو او د سخت دریځۍ او بې تدبیرۍ د پلویانو ناوړه ائتلاف، ملي یووالی او سپېڅلی انسجام په نښه کړی دی.''
تر دې مخکې، د محمدباقر خرازي څرګندونې، چې د ایران د اسلامي جمهوریت د مشر د کورنۍ له نږدې روحانیونو څخه ګڼل کېږي، په ایراني رسنیو او ټولنیزو شبکو کې پراخ انعکاس موندلی و.
خرازي ویلي وو چې د ایران د اسلامي جمهوریت مذهبي مجتبی خامنهيي مشر ویلي:
''که پزشکیان یو ځل بیا استعفا وړاندې کړي، موږ به یې استعفا ومنو.''
په ورته مهال د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ ویلي وايي، له ایران سره خبرې روانې دي، خو تهران دا ادعا رد کړې او اعلان یې کړی چې له متحده ایالاتو سره هېڅ ډول خبرې اترې نه دي پلان شوې.
د ایران دا څرګندونې وروسته له هغه مخې ته راځي، چې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ وویل د ایران د جګړې پای ته رسولو لپاره به نوې خبرې د دوشنبې په ورځ پیل شي، او زیاته یې کړه چې د همدې هدف لپاره یې پر ایران د ''لویو او پراخو'' بریدونو امر لغو کړی و.
ټرمپ دا نه وو ویلي چې په دې خبرو کې به څوک ګډون کوي، خو ایران وايي، له امریکا سره په خبرو بوخت نه دي او د داسې خبرو لپاره هېڅ پلان نه لري.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقايي وايي چې اوسمهال د ایران او امریکا ترمنځ هېڅ ډول خبرې نه دي روانې.
له ده مخکې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ پر ایران د بریدونو له "لغو" کولو وروسته تېره شپه وویل چې د دوشنبې په ورځ (نن) له ایران سره "نوې خبرې" پيلېږي. خو د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند وویل چې د تهران پام دمګړۍ له عمان سره د هرمز تنګي په اړه پر هغو خبرو ورټول دی چې له تېرو اتو ورځو راهیسې روانې دي.
ښاغلي بقايي ویلي، "زموږ لومړۍ هڅه دا ده چې له عمان سره په سلا-مشورې او همکارۍ یوه لار وټاکو؛ داسې یوه بریالۍ لاره چې پرمټ یې په هرمز تنګي کې د بېړیو تګراتګ خوندي کړو".
اسماعیل بقايي د وړمې شپې څرګندونې بیا تکرار کړې دي او ویلي یې دي چې هرمز تنګی له عمان سره د اختلاف پر سر نه بلکې د امریکا او اسرائيل د بریدونو له امله تړل شوی. د ده په وینا، له عمان سره هوکړه د هرمز تنګي د پرانیستل کېدو په معنا نه ده.
په ظاهره داسې ښکاري، چې د ایران له لوري د مذاکراتو ردولو څرګندونو ولسمشر ټرمپ خواشینی کړی، او هغه پر خپله خواله رسنۍ ټروت سوشیال یوه پیغام کې وویل:
مریکايي ولسمشر په خپل پیغام کې لیکلي: ''د ایران مشرتابه په نه باور کېدونکې کچه دوهمخیز چلند کوي. هغوی د لیدنې غوښتنه کوي، خبرې پیلېږي او د نږدې راتلونکې لپاره نورې ناستې هم تنظیمېږي، خو بیا په عام محضر کې وایي چې هېڅ خبرې نه کوي او یوازې له عمان سره مذاکرات لري.''
ټرمپ زیاته کړې چې: ''وروسته ایران خپلې هماغه تکراري خبرې کوي او وایي چې د هرمز تنګي به د ځواک له لارې اداره کوي، حال دا چې دا سیمه لا له وړاندې په بشپړ ډول د امریکا د سمندري ځواکونو او زموږ د 'محاصرې' تر کنټرول لاندې ده.''
امریکايي ولسمشر دغه راز لیکلي: ''تر هغه چې موږ ونه غواړو، ایران ته هېڅ شی نه رسېږي، او تر هغه چې کومه موافقه ونه شي، هېڅ شی به هم ونه رسېږي. که ایران دا ومني او که یې ونه مني، حقیقت دا دی چې موږ د یوې داسې ستونزې د حل په اړه خبرې کوو چې دوی خپله له لسیزو راهیسې رامنځته کړې ده.''
هغه د خپل پیغام په پای کې لیکلي: ''خبره ډېره ساده ده: ایران به هېڅکله هم اټومي وسلې ترلاسه نه کړي.''
د شخړې د پای ته رسولو لپاره خبرې، چې تر ډېره د منځګړو په مرسته روانې وې، تېره میاشت له ناکامۍ سره مخ شوې او هغه اوربند یې پای ته ورساوه چې د اپرېل په میاشت کې پرې موافقه شوې وه.
ټرمپ څو ځله ژمنه کړې، چې د جګړې پای ته رسولو لپاره به ډېر ژر یوه سیاسي او د خبرو له لارې حل لاره وموندل شي، خو له دغو څرګندونو وروسته بیا د دواړو لورو ترمنځ متقابل بریدونه بېرته پیل شوي دي.
سره له دې چې روښانه نه ده چې د خلکو له سترګو پټې کومې خبرې روانې دي او که نه، ټرمپ او سپینې ماڼۍ په وار وار ایران تورن کړی چې په خصوصي ډول یو څه وایي، خو په عامه توګه بیا بل څه څرګندوي.