AI به له الوتکو سره د اقلیم تودوونکو "اسماني کرښو" په مخنیوي کې مرسته وکړي

    • Author, شیونا مک‌کالم
    • دنده, د ټکنالوژۍ د چارو مشره خبریاله
  • د خپرېدو وخت
  • د لوستلو وخت: ۵ دقیقې

موږ ټولو کله کله اسمان ته کتلي او د الوتکو تر شا مو هغه سپینې کرښې لیدلې دي.

دې کرښو ته کنتریلونه یا د تماس کرښې یا د الوتکو د بخار کرښې ویل کېږي. دا یخې ورېځې د اقلیم په بدلون کې ونډه لري او ساینسپوهان هڅه کوي داسې لارې ومومي چې د رامنځته کېدو مخه یې ونیول شي.

اوس په بریتانیا کې د ۵ میلیونه پونډو په ارزښت یوه ازمایښتي پروژه به وڅېړي چې ایا مصنوعي ځیرکتیا (AI) کولی شي په دې برخه کې مرسته وکړي؛ یعنې وړاندوېینه وکړي چې په کومو سیمو کې د تودوخې زیاتولو وړ کنتریلونه جوړېږي، چې الوتکې له دغو سیمو ډډه وکړي.

دا پروژه به د شمالي اتلانتیک د هوايي دهلېز په ختیځه برخه کې د Shanwick Oceanic هوايي حریم باندې تمرکز وکړي. ویل کېږي چې دغه سیمه د نړۍ د کنتریلونو له امله د رامنځته کېدونکې تودوخې شاوخوا ۵ سلنه برخه جوړوي.

د " Operation Blue Skies" په نوم دا ۳۰ میاشتنی پروژه ګوګل، د بریتانیا حکومت، د هوا پېژندنې اداره Met Office، د هوايي ترافیک د کنټرول اداره NATS، او د کمبریج پوهنتون او امپریال کالج لندن څېړونکي سره یوځای کوي.

کنتریلونه، چې د بخار کرښو په نوم هم یادېږي، هغه مهال جوړېږي چې د الوتکې د انجنونو ګرمه ایګزاستي ګازونه په لوړه ارتفاع کې له ډېرې سړې هوا سره مخ شي او د یخ واړه کرسټالونه رامنځته کړي.

ډېری دغه کرښې ژر له منځه ځي، خو په ډېرو سړو او لمدو شرایطو کې ممکن اوږده موده پاتې شي او خپرې شي. په دې توګه ورېځې جوړوي - هغه تودوخه بندوي چې په عادي حالت کې به له ځمکې فضا ته وتلې وای.

ډاکټر پاول هاجسن، چې د دې پروژې لپاره د ګوګل تخنیکي مشر دی، د بي‌بي‌سي Tech Life پروګرام ته وویل چې د هغه پنځه کلن ماشوم دغو سپینو کرښو ته تر علمي نوم ډېر رنګین نوم ورکوي: "د اسمان ګرافیتي" یا اسماني کرښې.

هغه وویل: "زموږ په اند، د کنتریلونو له امله رامنځته کېدونکې تودوخه د هوايي چلند د اقلیمي تودوخې شاوخوا درېیمه برخه جوړوي. "

ډاکټر هاجسن ومنله چې د دې کچې په اړه لا هم یو څه ناڅرګندتیا شته، خو ویې ویل چې ساینسپوهان ډاډه دي دا ستونزه "یا ډېره لویه ده، یا بېخي ډېره لویه".

دا پروژه په داسې وخت کې هم پیلېږي چې د بریتانیا حکومت د هوايي ډګرونو د پراختیا ملاتړ کوي. له همدې امله دا پراخه پوښتنه هم مطرح کېږي چې ایا ټکنالوژیکې حللارې کولی شي د الوتنو د زیاتېدونکې غوښتنې پر مهال د هوايي چلن چاپېریالي اغېزې تر کافي اندازې راکمې کړي؟

ګوګل د هغو ګڼو سترو ټکنالوژۍ شرکتونو له ډلې هم دی چې په نوي ډیټا سنټرونو میلیاردونه ډالر لګوي. دا د کمپیوټرونو د چِپونو هغه ستر او ډېر برېښنا مصرفوونکي مرکزونه دي چې مصنوعي ځیرکتیا پرمخ وړي؛ چاپېریال ساتونکي اندېښنه لري چې دا مرکزونه ښايي د اقلیم په بدلون کې لا زیاته ونډه واخلي.

د دې ازمایښتي پروژې بنسټ پر دې نظر ولاړ دی چې که ساینسپوهان وکولای شي هغه سیمې په هوا کې مخکې له مخکې اټکل کړي چې د کنتریلونو د جوړېدو احتمال پکې ډېر وي، الوتکې کولی شي له دغو سیمو ډډه وکړي.

ګوګل به د سپوږمکیو له انځورونو او د الوتنو له معلوماتو کار واخلي، چې معلومه کړي الوتکو پخوا په کومو سیمو کې کنتریلونه جوړ کړي دي.

بیا به دا معلومات د هوا له بڼو سره یوځای شي، چې وړاندوېینه وشي په کومو سیمو کې د نویو کنتریلونو د جوړېدو شرایط رامنځته کېدای شي.

دا معلومات به NATS ته ولېږل شي، چېرې چې د هوايي ترافیک کنټرولونکي کولی شي پیلوټانو ته لارښوونه وکړي چې له دغو سیمو ډډه وکړي.

د الوتنې د مسیر د ډېر بدلون پر ځای، په دې ازمایښتي پروژه کې به تر ډېره د الوتکې ارتفاع شاوخوا ۲،۰۰۰ فوټه بدله شي.

دا کار لا له وړاندې د سختو خوځښتونو (Turbulence) او خرابې هوا د مخنیوي لپاره په معمول ډول ترسره کېږي، نو تمه ده چې مسافر به یې چندان احساس نه کړي.

د NATS د پایښت مشر، ایان جېپسن، وویل چې په شمالي اتلانتیک کې به د الوتکو لپاره دا کار "تر ډېره د موجودو کړنلارو په کارولو عادي بهیر" وي.

ازموینې به د ۲۰۲۶-۲۷ او ۲۰۲۷-۲۸ کلونو د ژمي په ټاکلو ماښامونو او شپو کې ترسره شي، هغه مهال چې هوايي ترافیک کم وي.

تمه ده چې د ازموینې په دورو کې شاوخوا ۱۰،۰۰۰ الوتنې له دغه هوايي حریمه تېرې شي، خو یوازې د دغو الوتنو یوه کوچنۍ برخه به په ځانګړې توګه د کنتریلونو د مخنیوي لپاره د الوتنې ارتفاع بدله کړي.

د بریتانیا د ترانسپورت وزارت به دې پروګرام ته ۲.۶۵ میلیونه پونډه ورکړي، په داسې حال کې چې ګوګل به د مصنوعي ځیرکتیا د څېړنې، انجینرۍ او کمپیوټري زېربناوو له لارې ۱.۴ میلیونه پونډه مرسته وکړي.

خالصه اقلیمي ګټه؟

د هوايي چلند وزیر کیر ماتر وویل چې دا پروژه به د اتلانتیک پر سر د الوتنې په مسیرونو کې "کوچني بدلونونه" وازمويي، چې ښايي د الوتنو د چاپېریالي اغېزو په کمولو کې مرسته وکړي.

هغه وویل: "دا په نړۍ کې لومړۍ دا ډول پروژه ده، او د بریتانیا نوښت په دې برخه کې لارښوونه کوي."

د الوتکې د ارتفاع بدلول ښايي د تېلو د زیات مصرف سبب شي. نو یوه مهمه پوښتنه دا ده: ایا د کنتریلونو مخنیوی به په بل ځای کې یوازې د اضافي کاربن اخراج د رامنځته کېدو لامل شي؟

هاجسن وویل، پخوانیو ازموینو ښودلې چې د اضافي تېلو مصرف د هغه اقلیمي زیان په پرتله ډېر کم دی چې د تودوخه رامنځته کوونکي کنتریل د مخنیوي له لارې له منځه وړل کېږي.

هغه وویل: "د CO₂ اضافي اخراج له ۱ سلنې کم دی، په داسې حال کې چې د کنتریل اقلیمي زیان تقریباً د هوايي چلند د ټول CO₂ اخراج د کچې په اندازه دی. "

د Operation Blue Skies لپاره جوړو شویو محاسبو ښودلې چې د Shanwick له لارې د بشپړ انحراف په صورت کې به د هرې اغېزمنې الوتکې د تېلو مصرف شاوخوا ۱۰۰ کیلوګرامه زیات شي.

د هاجسن په وینا، د هوايي شرکتونو په کچه پخوانیو ازموینو د کنتریلونو په جوړېدو یا د هغوی د تودوخې په اغېز کې شاوخوا ۶۰ تر ۷۰ سلنې پورې کموالی ترلاسه کړی دی.

تمه ده چې د Operation Blue Skies پایلې به په علمي مجلو کې خپرې شي او د نړۍ د نورو ساینسپوهانو د پراخې علمي ارزونې لپاره به هم وړاندې شي.