ملګري ملتونه: تېر درې کاله په افغانستان کې له ۱۴۰۰ ډېر ماشومان وژل شوي یا ټپیان شوي دي

د عکس سرچینه، © UNICEF/UNI963174/Karimi
د ملګرو ملتونو په یوه تازه راپور کې ویل شوي، چې د ۲۰۲۳ کال له جنورۍ د ۲۰۲۵ کال تر ډسمبر پورې، په افغانستان کې ۱۴۱۵ ماشومان وژل شوي یا ټپیان شوي دي. راپور د ماشومانو لپاره بشري مرستو ته د لاسرسي د مخنیوي د پېښو د پام وړ زیاتوالی، په پوځي لیکو کې د ماشومانو جذب او د زرګونو ماشومانو له زدکړو محرومېدل هم په ګوته کوي.
د ماشومانو او وسلهوالو شخړو په اړه د ملګرو ملتونو د سرمنشي په راپور کې راغلي، چې د ماشومانو د حقونو د جدي سرغړونو د ټولو تایید شویو پېښو له کمېدو سره سره، لا هم زرګونه ماشومان له بېلابېلو خطرونو سره مخ دي.
د راپور له مخې، ملګرو ملتونو په دې درې کلنه موده کې د ماشومانو د حقونو د جدي سرغړونو څلور زره او ۵۸۲ پېښې تایید کړې دي. دغه پېښې د ۱۹۹۳ ماشومانو په اړه وې.
په راپور کې ویل شوي، ناامني، بېوزلي، د خلکو بېځایه کېدل، له جګړو پاتې چاودېدونکي توکي او د ښځو او نجونو پر حقونو محدودیتونو په افغانستان کې د ماشومانو وضعیت نور هم ستونزمن کړی دی. د افغانستان او پاکستان په پوله کې د نښتو زیاتوالي هم د ماشومانو پر ژوند اغېز کړی دی.
د ملګرو ملتونو د راپور له مخې، د ماشومانو د حقونو د جدي سرغړونو تر ټولو ډېرې تایید شوې پېښې بشري مرستو ته د هغوی د لاسرسي د مخنیوي وې.
د دغو پېښو شمېر ۲۲۴۱ ته رسېدلی، چې د مخکینۍ درې کلنې مودې په پرتله ۱۸۹ سلنه زیاتوالی ښيي.
ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی، چې د خلکو بشري اړتیاوو ته په پام، دغه وضعیت د ماشومانو لپاره اساسي خدمتونو او بشري مرستو ته لاسرسی له ستونزو سره مخ کوي.
د راپور له مخې، د ۲۰۲۵ کال تر پایه په افغانستان کې شاوخوا ۲۳ میلیونه او ۲۰۰ زره کسان بشري مرستو ته اړتیا لرله، چې ۱۱ میلیونه او ۷۰۰ زره یې ماشومان وو.
چاودېدونکو توکو د سلګونو ماشومانو ژوند اخیستی دی

د عکس سرچینه، AFP via Getty Images
د ملګرو ملتونو د راپور تر پوښښ لاندې درې کلنه موده کې په افغانستان کې ۱ زره او ۴۱۵ ماشومان وژل شوي یا ټپیان شوي دي. له دې ډلې ۴۴۶ ماشومانو ژوند له لاسه ورکړی او ۹۶۹ نور ټپیان شوي دي.
راپور وايي، د ماشومانو د مرګژوبلې ۸۰ سلنه د چاودېدونکو توکو له امله رامنځته شوې ده. په دې کې هغه ناچاودلي مهمات هم شامل دي چې له پخوانیو جګړو پاتې دي.
دغه توکي ښايي په کرنیزو ځمکو، د کورونو ترڅنګ، د سړکونو په غاړو یا د ماشومانو د لوبو په ځایونو کې پاتې وي او د لمس کولو یا ورسره د لاس وهنې په صورت کې وچاودي.
یوازې تېره اوونۍ درې ماشومان په یوه پېښه کې ووژل شول، چې ویل کېږي د جګړې له وخته د پاتې شوې هاوان مرمۍ د چاودنې له امله رامنځته شوې وه.
راپور همدارنګه وايي، چې په دې موده کې د افغانستان په سرحدي سیمو کې د پاکستاني ځواکونو هوايي بریدونو او توپچي بریدونو هم د ماشومانو د مرګژوبلې لامل شوي دي. د ماشومانو د مرګژوبلې ۱۵۹ پېښې د پاکستان د وسلهوالو ځواکونو بریدونو ته منسوبې شوې دي.
د ملګرو ملتونو د راپور له مخې، د ماشومانو د حقونو د جدي سرغړونو تر ټولو ډېرې پېښې د افغانستان په سوېلي سیمه کې ثبت شوې دي، چې شمېر یې ۱ زره او ۲۳ ته رسېږي.
په راپور کې د ماشومانو د حقونو د جدي سرغړونو ډېری پېښې طالبانو ته منسوبې شوې دي، چې شمېر یې ۳ زره او ۱۸۰ دی. ۱ زره او ۲۰۲ نورې پېښې د نامعلومو عاملانو له خوا شوې دي. همدارنګه، ۳۰ پېښې د داعش خراسان څانګې، اووه د هغې ډلې چې ځان د ملي مقاومت جبهه بولي، او یوه د هغې ډلې چې ځان د افغانستان د ازادۍ جبهه بولي، ته منسوبې شوې دي.
د ماشومانو او وسلهوالو شخړو په چارو کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې ونېسا فریزر، ویلي چې هېڅ ماشوم باید له دې وېرې سره ژوند ونه کړي چې ښوونځی، سړک یا د لوبو میدان یې د ټپي کېدو یا وژل کېدو په ځای بدل شي.
هغې له ټولو ښکېلو لورو غوښتي چې د ماشومانو د ساتنې لپاره اقدامات وکړي او په استوګنیزو سیمو کې د چاودېدونکو وسلو له کارولو ډډه وکړي.
مېرمن فریزر د ماینپاکۍ او د ناچاودلو مهماتو د پاکولو د پروګرامونو پر ملاتړ د زیاتولو هم ټینګار کړی دی.
په پوځي لیکو کې د ماشومانو جذب ډېر شوی دی

د عکس سرچینه، AFP via Getty Images
په راپور کې بله لویه اندېښنه د طالبانو د حکومت د پوځي ځواکونو په لیکو کې د ماشومانو جذب او کارول دي.
د راپور له مخې، د ماشومانو د جذب او کارولو تایید شوې پېښې د مخکینۍ درې کلنې مودې پرتله ۸۱ سلنه زیاتې شوې او شمېر یې ۵۵۷ ته رسېدلی دی.
خو تېره ورځ، په افغانستان کې د طالبانو حکومت مرستيال ویاند حمدالله فطرت د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د راپور په غبرګون کې بي بي سي ته ويلي، دا راپور ردوي او د "اسلامي امارت په لیکو کې د کم عمره کسانو ګومارل په کله منع دي".
د امریکا د بهرنيو چارو وزارت د ۲۰۲۶ کال د انساني قاچاق په اړه خپل کلني راپور کې ويلي، په افغانستان کې "د پوځيانو په توګه د ماشومانو ګومارل او جنسي غلامي" شته او په وینا یې د طالبانو د حکومت امنيتی ارګانونه د دې پديدې د له منځه وړولو لپاره کافي هڅې نه دي کړې.
ټولې ثبت شوې پېښې د هلکانو په اړه وې او طالبانو ته منسوبې شوې دي. د دغو ماشومانو د ځینو عمر یوازې ۱۲ کاله و.
خو راپور وايي، چې د ارزول شوې مودې په ترڅ کې ۵۷۶ هلکان د افغانستان په شمالي او شمال ختیځو سیمو کې د طالبانو د پوځي ځواکونو له لیکو ایستل شوي او د بېرته ټولنې ته د ورګډېدو په پروګرامونو کې شامل شوي دي.
دا اقدام د طالبانو د دفاع وزارت د هغې لارښوونې په چوکاټ کې شوی، چې د دې ډلې په پوځ کې د ماشومانو جذب او کارول منع کوي.
د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې د طالبانو له چارواکو غوښتي چې د ماشومانو جذب پای ته ورسوي او د ماشوم تعریف له هغه تعریف سره برابر کړي چې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د حقونو په کنوانسیون کې راغلی دی.
د ښوونځیو پوځي استعمال زرګونه ماشومان له زدهکړو بېبرخې کړي دي
د ملګرو ملتونو په راپور کې ویل شوي، چې د ارزول شوې مودې په ترڅ کې پر ښوونځیو او روغتونونو د بریدونو ۳۳۸ پېښې تایید شوې دي. له دې ډلې ۱۶۳ بریدونه پر ښوونځیو او ۱۷۵ پر روغتونونو شوي دي.
همدارنګه، د ۶۴ ښوونځیو او یوه روغتون پوځي استعمال د دې لامل شوی، چې ۳۲ زره او ۵۰۰ ماشومان له زدهکړو بېبرخې شي.
له زدهکړو محرومېدل، په ځانګړي ډول د نجونو په برخه کې، د راپور له مهمو اندېښنو څخه دي.
ملګري ملتونه وايي، له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زدهکړو بندیز او په بشري مرستندویه ادارو کې د ښځو پر کار محدودیتونو د دغو ادارو وړتیا کمه کړې، چې ښځو او ماشومانو ته اړین او حیاتي خدمتونه وړاندې کړي.
د راپور له مخې، د نړیوالو سازمانونو د کارکوونکو ښځو پر تګ راتګ او د دغو سازمانونو سیمو ته پر لاسرسي محدودیتونو هم د مرستو پر رسولو منفي اغېز کړی دی.
ونېسا فریزر د طالبانو له چارواکو غوښتي چې هغه قوانین او تګلارې لغوه کړي، چې ښځې او نجونې له خپلو حقونو د بشپړې ګټې اخیستنې او په ټولنه کې له ګډون محروموي.
د جنسي تاوتریخوالي او د ماشومانو د بندي کېدو په اړه اندېښنې

د عکس سرچینه، AFP via Getty Images
د ملګرو ملتونو په راپور کې د ماشومانو پر وړاندې د جنسي تاوتریخوالي ۲۴ پېښې هم ثبت شوې دي.
په راپور کې ویل شوي، چې له غچ اخیستنې وېره، ټولنیز شرم او د پېښو د راپور ورکولو ستونزې د دې لامل کېږي، چې د جنسي تاوتریخوالي ډېرې پېښې ثبت نه شي.
ملګري ملتونه د "بچهبازي" د منع کولو د حکم پر بشپړ پلي کېدو ټینګار کړی دی. دغه عمل د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر په قانون کې هم منع شوی دی.
د راپور په بله برخه کې راغلي، چې ۳۱ ماشومان د ملي امنیت اړوندو جرمونو یا له وسلهوالو ډلو سره د اړیکو په تور له ازادۍ محروم شوي دي.
خو دا شمېر د بندي شویو ماشومانو حقیقي شمېر نه ښيي. د ملګرو ملتونو په وینا، په ۲۰۲۴ او ۲۰۲۵ کلونو کې د توقیفخونو ته د لاسرسي محدودیتونو د نورو پېښو د څېړلو او تایید مخه نیولې ده.
د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې د طالبانو له چارواکو غوښتي چې د ماشومانو د وضعیت د څېړلو لپاره دې د ملګرو ملتونو کارکوونکو ته توقیفخونو ته له خنډ پرته د لاسرسي زمینه برابره کړي.
د ماشومانو د ساتنې لپاره د ملګرو ملتونو غوښتنه
ملګرو ملتونو له ټولو ښکېلو لورو غوښتي چې د نړیوالو قوانینو له مخې خپلو ژمنو ته ژمن پاتې شي او د ماشومانو د حقونو د جدي سرغړونو د مخنیوي لپاره عملي ګامونه واخلي.
دغه سازمان له نړیوالې ټولنې هم غوښتنه کړې چې د بشري مرستو، د ماشومانو د ساتنې، ماینپاکۍ او له وسلهوالو ډلو څخه د جلا شویو ماشومانو د ملاتړ لپاره خپلې مالي مرستې زیاتې کړي.
ونېسا فریزر ویلي، د هرې شمېرې تر شا د یوه ماشوم کیسه پرته ده، چې ژوند یې د تل لپاره بدل شوی دی.
هغې ټینګار کړی، چې د ماشومانو د ساتنې لپاره ګډې هڅې کولای شي په افغانستان کې د یوې لا سولهییزې او له هیلو ډکې راتلونکې لپاره زمینه برابره کړي.


















