اپل لومړنی قاتېدونکی ایفون بازار ته وړاندې کوي
اپل لومړنی قاتېدونکی ایفون بازار ته وړاندې کوي
د خپرېدو وخت
د اپل د نوي اجرائیوي مشر، جان ټرنَس، تر مشرۍ لاندې دې شرکت د ایفون له نژدې ۲۰ کاله وړاندې کولو وروسته، په ایفون کې لومړی لوی بدلون اعلان کړ: قاتېدونکی ټیلېفون.
نوی ایفون چې Duo نومول شوی، د کتاب په څېر بڼه لري او د دې محصول تر اوسه تر ټولو لویه نسخه ده.
په امریکا کې یې د پیل بیه ۱,۹۹۹ ډالره (۱,۴۷۵ پونډه) ده او تر ۳,۲۰۰ ډالرو پورې رسېږي؛ نو دا د اپل تر ټولو ګرانه نسخه هم ده.
ټرنس وویل چې Duo له ایپډ الهام اخیستی، خو د قاتېدو ځانګړتیاوې یې "روانې او په بشپړه توګه طبیعي" وبللې.



