د ښي لاس' پر موټرو له بندیز وروسته د وېش بازار ځوړ

د ویډیو تشریح، د ښي لاس' پر موټو له بندیز وروسته د وېش بازار ځوړ
د ښي لاس' پر موټرو له بندیز وروسته د وېش بازار ځوړ
د خپرېدو وخت

په کندهار کې د ویش بازار د دویم لاس موټرو د پېر او پلور له مهمو مرکزونو و، چې د زرګونو کورنیو د عاید سرچینه او د ډېرو خلکو د ورځني ژوند یوه برخه وه. خو د طالبانو حکومت له نږدې ۳۰ کلونو وروسته د دې بازار د کانټینري‌ ګاډو پر پېر او پلور بندیز لګولی دی.

د ښي‌لاسي موټرو د واردولو دغه بندیز، چې د خوندیتوب د اندېښنو له امله لګېدلی، اوس د هغو سوداګرو، کارګرانو او اړوندو کاروبارونو د برخلیک په اړه جدي پوښتنې راولاړې کړې دي چې له کلونو راهیسې یې د همدې بازار له لارې خپل ژوند پر مخ وړی.

په دې راپور کې د ویش بازار اوسنی وضعیت او د دغه پرېکړې اقتصادي اغېزې پر هغو خلکو څېړو چې له کلونو راهیسې یې د همدې بازار له لارې د ځان او خپلو کورنیو لګښتونه برابرول.

راپور: مامون درانی