د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان د سولهييز غږ غلي کولو لپاره له ترهګرۍ ضد قوانینو "ناسمه ګټه" اخلي

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, نورګل شفق
- دنده, بيبيسي، لندن
- د خپرېدو وخت
- د لوستلو وخت: ۷ دقیقې
د بښنې نړیوال سازمان د پاکستان یوې محکمې له لوري ماهرنګ بلوڅ ته د عمري بند سزا اورل "د عادلانه محاکمې حق ته سپکاوی" ګڼلی، د هغې او ورسره ملګرو د "ژر تر ژره" خوشي کولو او پر هغوی د لګېدلو تورونو د لغوه کولو غوښتنه یې کړې ده.
د دغه سازمان په خبرپاڼه کې د جنوبي اسیا سيمهیيزې مشرې ایزابېل لوسي له خولې ویل شوي، "دا پرېکړه چې د عادلانه محاکمې حق ته سپکاوی دی، دا په ډاګه کوي چې د پاکستان ترهګرۍ ضد قوانینو نه څنګه د سولهييز غږ غلي کولو لپاره ناسمه ګټه اخیستل کېږي".
د بښنې نړیوال سازمان د بلوچستان د ترهګرۍ ضد محکمې له لوري د بلوڅانو د یووالي کمېټې (بيوایسي) مشرې ډاکټرې ماهرنګ بلوڅ او د دې کمېټې بل غړي صبغت الله شاهجي د محاکمې پر څرنګوالي هم نېوکه کړې ده.
په اعلامیه کې د اغلې لوسي له قوله ویل شوي، په داسې حال کې چې پر ماهرنګ بلوڅ او شاهجي باندې د لګېدلو تورونو په اړه "هېڅ مستقیم شواهد نه دي وړاندې شوي"، هغوی ته سزا په "زندان کې دننه د ګړندۍ او پټې محاکمې" وروسته اورول شوې چې دا "د نړیوالې عادلانه محاکمې له معیارونو" سره په ټکر کې ده او د محکمې "د قانوني بهیر په اړه یې سختې اندېښنې راولاړې کړې دي".
دغه سازمان ویلي چې ماهرنګ بلوڅ د ۲۰۲۵ کال له مارچ میاشتې راهیسې "په ناقانونه توګه توقیف کې ساتل کېږي" او وکیلان یې د دوسیې په تعقیب کې "له ستونزو سره مخامخ دي".
پر پاکستان یې تور پورې کړی چې اغلې بلوڅ او شاهجي یې "یوازې د بشري حقونو لپاره د کار کولو له امله په نښه" کړي او غوښتنه یې کړې چې، "سمدلاسه خوشي او د دوی له فعالیت سره تړلي تورونه لغوه شي".
ماهرنګ بلوڅ د یوه امنیتي کس پر وژنې تورنه شوې
د بلوڅانو یووالي کمېټې مشرې ډاکټرې ماهرنګ بلوڅ ته تېره دوشنبه (چنګاښ لومړۍ/جون ۲۲) د بلوچستان په کوټه کې د ترهګرۍ ضد محکمې د عمري بند سزا واوروله.
هغه او د صبغت الله شاهجي په ګډون د دې کمېټې ځينې نور فعالان د ۲۰۲۴ کال په جولای کې په ګوادر کې د احتجاج پر مهال د یوه امنیتي کس په وژنه تورن شوي.
په هغه احتجاجي پرلت کې د شبیر په نوم یو امنیتي کس په ډبرو لګېدو نه وروسته مړ شو او د هغه د وژل کېدو قضیه د دوی پر ضد ثبت شوې وه.

د عکس سرچینه، Getty Images
مدافع وکیل یې ویلي چې هغه کس د ادعا له مخې، د ګڼېګوڼې پرمهال په ډبرو لګېدلی او مړ شوی او کوم قصدي عمل نه و. خو محکمې ورته د عمري بند سزا واوروله.
په کوټه کې د بيبيسي خبریال محمد کاظم وايي چې د دې محکمې قاضي محمد علي مبین هغې ته په داسې حال کې سزا واوروله چې دا او د بلوڅانو د یووالي کمېټې نورو بندي غړو او مدافع وکیلانو له محکمې سره پریکون اعلان کړی او له همدې امله یې له تېرو شاوخوا ۱۲ ورځو راهیسې په هده نومي زندان کې دننه پرلت کړی دی.
وکیلې او د ماهرنګ بلوڅ خور نادیه بلوڅ ویلي چې د دوی حقوقي ډلې ته د "قانوني بهیر اجازه نه ده ورکړل شوې" او دوی دا پرېکړه رد کړې ده.
هغې ویلي، دا پرېکړه د "پټې محکمې" له لوري صادره شوې او مدافع وکیلان و نه توانېدل چې د هغې پر ضد عیني شاهدانو نه "سمې پوښتنې" وکړي او هغوی هم د "وډيو له لارې شاهدي ورکړې ده".
په همدې حال کې د پاکستان د بشري حقونو کمیسون هم له محکمې غوښتي چې خپلې پرېکړه ته "له سره بېړنۍ کتنه" وکړي.
د اغلې بلوڅ ترڅنګ د بلوڅانو د یووالي کمېټې ځينې نورو غړو صبغت الله شاه جي، د بلوڅ محصلانو ټولنې مشر بالاچ قادر او بل مشر ابوبکر کلانچي ته هم د عمري بند سزا اورول شوې ده.
رسنیو خبر ورکړی چې د "ځینو امنیتي لاملونو" له کبله دا محاکمه د کوټې په زندان کې دننه په یوه "ځانګړې محکمه" کې ترسره شوه.
خو د بلوڅانو یووالي کمېټه بیا پر حکومت او محکمې تور پورې کوي چې ګواکې د پرانیستې محکمې پر ځای په "ځانګړو محاکمو" کې سزاګانې ورته اورول کېږي.
ماه رنګ بلوڅ څه وايي؟

د عکس سرچینه، @MAHRANGBALOCH5
که څه هم ماه رنګ بلوڅ لا په دې اړه تازه څه نه دي ویلي، خو د بلوڅانو یووالي کمېټې د محکمې تر پرېکړې لږ مخکې پرخپله اېکس پاڼې د ماه رنګ بلوڅ یو لیک خپور کړی چې هغې ته پر منسوبه اېکس پاڼه هم خپور شوی دی.
په لیک کې د ډاکټرې ماه رنګ بلوڅ له قوله ویل شوي چې د حکومت او قاضیانو د پرېکړو پر ضد یې له تېرو اتو ورځو یا ۱۹۲ ساعتونو راهیسې په زندان کې دننه پرلت او احتجاج پیل کړی چې د صبغت الله بلوڅ په ګډون، بیبرګ بلوڅ، بیبو بلوڅ او ګلزادي بلوڅ هم ورسره دي.
په لیک کې ادعا شوې چې 'حکومت او د قضا برخې چارواکي په پرلپسې ډول د دوی د خلاصون مخه نیسي، ضمانوتونه یې ردوي، په زندان کې د لا ډېرې مودې ساتلو لپاره یې په بېلابېلو تورونو تورنوي او د پرانیستې محکمې پر ځای په یوه ځانګړې محکمې کې سزاګانې ورته ټاکي'.
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای
په لیک کې دوی غوښتنه کړې چې قضیه دې یې د خصوصي محکمې پر ځای په "یوه پرانیستې محکمه" کې ترسره شي او همداراز یې د ترهګرۍ ضد محکمې قاضي محمد علي مبین د بدلون غوښتنه هم کړې ده.
ډاکټرې ماهرنګ ویلي چې زندانونه یې د "مبارزې" برخه دي او له "حقغوښتنې یې نه شي لاسپهسر کولی".
د بلوڅ فعالانو نیول او ورته غبرګونونه
د یادولو ده چې د ۲۰۲۵ کال د مارچ پر ۲۱ پولیسو د بلوڅانو پر یوه لاریون ډزې وکړې چې درې تنه پکې ووژل شول او لږ تر لږه اووه نور پکې ژوبل شول.
د هغې پېښې په غبرګون کې د ماه رنګ بلوڅ او بیبو بلوڅ په ګډون د بلوڅ یووالي کمېټې غړو په کوټه کې سوله ييز پرلت پیل کړ او په احتجاجونو کې د درو وژل شوو کسانو مړي یې هم له ځانه سره ایښي وو. وروسته دوی پولیسو ونیول او د پياېماو قانون له مخې یې بندیان کړل.

د عکس سرچینه، Getty Images
پياېماو د پاکستان داسې قانون دی چې پر بنسټ یې هر هغه کس د امنیتي ادارو له لوري نیول کېږي چې دوی یې د "عامهنظم ګډوډوونکي" او "خلکو ته ګواښ پېښوونکي" وګڼي.
تر نیول کېدو شاوخوا میاشت وروسته په پام کې وه چې ډاکټره ماه رنګ بلوڅو بیبو بلوڅ او په ځانګړي ډول ورسره ښځينه غړې خوشې شي خو د بلوچستان ایالتي حکومت یوې محکمې یې د توقیف موده یوه میاشت نوره هم وغځوله چې اوس پرې شاوخوا درې میاشتې باندې یو کال اوړي.
د ماه رنګ بلوڅ او د ورسره بلوڅ فعالانو نیول کېدو پراخ غبرګونونو وپارول او د بښنې نړیوال سازمان هم د ۲۰۲۵ کال د مارچ پر ۲۴ د اغلې بلوڅ نيول کېدل وغندل، دا یې "غیر قانوني" نیول وبلل او د هغې د ژر تر ژره خوشي کېدو غوښتنه يې وکړه.
هغه مهال هم د بښنې نړیوال سازمان په ګډون د بشري حقونو پنځو سازمانونو له پاکستانه په یوه پرانیستي لیک کې وغوښتل چې د بشري حقونو هغو بلوڅ فعالانو له "ځورونې او خپلسري توقیف' لاس واخلي چې په پاکستان، په ځانګړي ډول بلوچستان کې د بیان ازادۍ حق ته په کتو سولهييزې غونډې کوي.
ټولو پنځو بنسټونو د پاکستان دا دریځ "په کلکه وغانده" او د دغه هېواد له لومړي وزیر شهباز شریف یې وغوښتل چې بلوڅ فعالان خوشي کړي او د "خپلو مخالفانو ځپل" پای ته ورسوي.
په لیک کې همداراز ویل شوي وو چې، "پاکستانۍ ادارې باید په سیسټماتیک ډول د بلوڅ یووالي کمیټې (بيوایسي) د غړو هدف ګرځول او ځورول بس کړي، ځکه چې دا یو سولهييز غورځنګ دی چې زرګونه خلک یې د عدالت او حساب غوښتنې په ملاتړ او د جبري ورکېدو د پای ته رسولو لپاره سره راټول کړي دي."
خو د پاکستان لومړي وزیر او یا کومې بلې ادارې ورته کوم غبرګون ښکاره نه کړ خو په تېر کې یې د بلوڅانو جبري ورکول او یا ځورول رد کړي.
ماهرنګ بلوڅ څوک ده؟
ډاکټره ماهرنګ بلوڅ د بلوڅانو د حقونو مدافع ده او له اوږدې مودې راهیسې یې په بېلابېلو بڼو له بلوڅانو سره د پاکستان حکومت د چلن پر ضد اعتراضونه او احتجاجونه کړي دي.
ماهرنګ بلوڅ وروسته له هغه د بلوڅانو د "حق غوښتنې کمپاین" پیل کړ چې په ۲۰۰۹ کې یې پلار د پاکستان د امنیتي ادارو له لوري تر نیول کېدو دوه کاله وروسته په داسې حال کې مړ وموندل شو چې پر بدن یې د شکنجې نښې وې.
هغې د ۲۰۲۳ کال په وروستیو کې د یوه احتجاجي لاریون په ترڅ کې د هغو سلګونو ښځو مشري وکړه چې شاوخوا زر میله (۱۶۰۰ کیلومتره) یې د خپلو کورنیو د "تريتم شوو غړو لپاره د عدالت غوښتنې" په موخه یې تر پلازمېنې اسلام اباده پلی مزل او پرلت وکړ.
د ماهرنګ بلوڅ نوم په ۲۰۲۴ کې د بيبيسي د کال الهام بښونکو او اغېزمنو ښځو په نوملړ کې هم راغی. تر نیول کېدو څو ورځې وړاندې د نوبل سولې جایزې ته د نوماندانو په نوملړ کې هم شامله وه.
د اغلې بلوڅ په ګډون بلوڅ مشران پر پاکستان حکومت او پوځي ادارو تور پورې کوي چې د بلوڅانو په وژنو او جبري ورکېدنو کې لاس لري او د دوی بنسټیز حقونه نه ورکوي، خو یادې ادارې دا تورونه ردوي.





















