تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
اسرائیلی چارواکی: تر هغې به پوځ نه وباسو چې حماس په رښتینې توګه بې وسلې نه شي
د حماس له هغې موافقې وروسته چې د بې وسلې کېدو لپاره یې چمتووالی ښودلی، یوه لوړپوړي اسرائیلي چارواکي د لومړي رسمي غبرګون په توګه ویلي:
''د غزې تړانګې په اړه د نن سهار د بېلابېلو راپورونو او د دیپلوماتیکو پرمختګونو په تړاو، اسرائیل یو ځل بیا ټینګار کوي چې د اسرائیل دفاعي ځواکونه 'ای ډي ایف' به له اوسنۍ 'ژېړې کرښې' څخه تر هغې شا ته نه شي، چې حماس په رښتینې او بشپړه توګه بې وسلې نه شي.''
د یادونې ده، ژېړه کرښه په غزه کې هغه ټاکل شوې کرښه ده چې اسرائیل د ۲۰۲۵ کال د اکتوبر د اوربند له تړون وروسته منلې وه، چې ځواکونه به یې تر هغې سیمې پورې شاتګ کوي.
له دې مخکې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د پنجشنبې په شپه اعلان وکړ چې د حماس «په بشپړ ډول بې وسلې کېدو» لپاره یوه هوکړه شوې ده، او له هغې وروسته به اسرائیلي ځواکونه له غزې ووځي.
د جمعې په ورځ د کابینې په غونډه کې له ټرمپ وپوښتل شول چې ایا اسراییل هم له دې هوکړې سره موافق دي که نه. هغه په ځواب کې وویل چې له اسرائیل سره ''یو تفاهم'' لري او زیاته یې کړه:
''اسراییل له دې موضوع ډېر خوښ دي.''
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو او ولسمشر ټرمپ دواړو دا پرمختګ د سیمې د سولې لپاره ''یو لوی ګام'' بللی، خو ټرمپ په ورته مهال منلې چې وضعیت ''ډېر پېچلی'' دی.
کله چې له ټرمپ نه وپوښتل شول چې کوم اقدام باید لومړی ترسره شي، یعنی د اسرائیلو وتل که د حماس بې وسلې کېدل، هغه څرګند ځواب ور نه کړ.
خو د امریکا ولسمشر بي بي سي ته ویلي چې هغه هئیت چې د 'سولې بورډ' په نوم یادېږي، د هغو وسلو ساتنه او کنټرول به پر غاړه واخلي چې حماس یې سپاري.
مخکې د حماس یو لوړپوړي چارواکي بي بي سي ته ویلي و دې ډلې په غزه کې په بشپړه توګه د بې وسلې کېدو لپاره د ''سولې هیئت'' له پلان سره موافقه کړې ده او تمه ده چې ډېر ژر په دې اړه رسمي اعلامیه خپره شي.
د حماس چارواکي له دې څرګندونو لږ مخکې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ وویل، د ''سولې هیئت'' له لوري د غزې په تړاو داسې یوه هوکړه شوې چې له مخې به یې حماس او نورې وسله والې ډلې ''په بشپړه توګه بې وسلې'' شي.
اسرائیل تر اوسه په دې هکله څه نه دي ویلي.
ټرمپ وايي، اسرائیلي ځواکونه به ''د بې وسلې کېدو د بهیر له بشپړېدو سره سم'' له غزې ووځي. هغه دغه هوکړه ''یو مهم ګام'' بللی چې له مخې به یې غزه په پای کې د یوه نوي فلسطیني حکومت لخوا اداره شي.
د امریکا په منځګړیتوب د غزې د اوربند د پلان په دویم پړاو کې د حماس بې وسلې کول شامل دي.
په دغه دویم پړاو کې د غزې د بیا رغاونې چارې هم شاملې دي.
د امریکا متحدو ایالتونو ولسمشر ډونلډ ټرمپ پر خپلې ټولنیزې شبکې ټروت سوشیال یوه پیغام کې لیکلي وو:
''دا د ټرمپ ۲۰ ماده ییز پلان د پلي کېدو په لاره کې یو مهم پړاو دی. دا هوکړه به په احتیاط سره د جوړو شویو پړاوونو له مخې عملي شي.''
ټرمپ وايي، د بې وسلې کېدو بهیر له بشپړېدو وروسته به اسرائیلي ځواکونه په تدریجي ډول له غزې ووځي.
هغه زیاتوي:
''کله چې بې وسلې کېدل بشپړ شي، اسرائیلي ځواکونه به ووځي، او د ثبات نړیوال ځواک به له یوې نوې فلسطینۍ پولیس ادارې سره یو ځای د غزې د امنیت مسوولیت پر غاړه واخلي، چې غزه د خپلو اوسېدونکو او ګاونډیانو لپاره خوندي شي.''
ټرمپ دغه راز له مصر، قطر او ترکیې د منځګړیتوب او د مذاکراتو په برخه کې د رول له امله مننه کړې ده.
په ورته مهال، د فرانسې خبري اژانس (اې ایف پي) د مصر د دولتي رسنیو له قوله راپور ورکړی چې قاهره به د غزې د اوربند د پلان د دویم پړاو په اړه د منځګړو هېوادونو د غونډې کوربه وي.
امریکایي چارواکي: که اسرائیل له غزې ونه وځي، ټرمپ به 'ډېر ناهیلی' شي
د بې وسلې کېدو او وتلو پلان د ''صفر باور'' او تائید پر بنسټ چمتو شوی
بي بي سي هغه څلور مخه سند ترلاسه کړی چې د یوې پړاویزې نقشې لارښود وړاندې کوي. په دې طرحه کې د حماس د بې وسلې کېدو بهیر د اسرائیلي ځواکونو له تدریجي وتلو او د یوې نوې فلسطینۍ انتقالي ادارې له جوړېدو سره تړل شوی، چې د یوه نړیوال ثبات ساتونکي ځواک ملاتړ به ورسره وي.
امریکايي چارواکو ویلي چې دا پلان په قصدي ډول د ''صفر باور'' او سختې ارزونې پر اصل ولاړ دی. د دوی په وینا، نه به حماس او نه هم اسرائیل تر هغو پورې بل پړاو ته لاړ شي، چې مقابل لوری خپلې ژمنې په بشپړه توګه عملي نه کړي.
د چارواکو په خبره، په لومړي سر کې به په غزه کې کوچنۍ وسله والې ډلې بې وسلې کېږي. له هغه وروسته به حماس د خپلو هغو پوځي جوړښتونو له منځه وړلو بهیر پیل کړي چې چارواکي یې د ''دولت ته ورته پوځي زیربنا'' بولي.
په دغو جوړښتونو کې تونلونه، د وسلو زېرمتونونه، د وسلو د تولید مرکزونه او فابریکې شامل دي.
امریکايي چارواکو منلې چې د دې تاسیساتو له منځه وړل به ډېر وخت ونیسي او د نورو پړاوونو پرتله به اوږد بهیر وي.
د نقشې له مخې، کله چې ټول پړاوونه بشپړ شي، نوې فلسطیني اداره به په غزه کې د وسلو بشپړ کنټرول په لاس کې ولري.
اسرائیل تر اوسه د دې راپور او د پلان د جزییاتو په اړه په رسمي ډول څه نه دي ویلي.
په ورته مهال د سولې بورډ لخوا د غزې لپاره د سولې د پلان"تګلاره"خپره شوې
د دې نقشې لومړی اصل، چې په ټولنیزو رسنیو کې خپور شوی، دا دی:
"ټولې خواوې د ولسمشر ټرمپ د هغې جامع طرحې ملاتړ او ژمنتیا بیا تائیدوي چې موخه یې په غزه کې د سولې ټینګول دي."
د نقشې نور مهم اصول هماغه دي چې مخکې راپور ورکړل شوي وو، چې د حماس تدریجي بې وسلې کېدل، له غزې څخه د اسرائیلي ځواکونو وتل او د یوه نړیوال ثبات ساتونکي ځواک ځای پر ځای کول پکې شامل دي.
خو د دې پلان د عملي کېدو پر څرنګوالي لا هم بنسټیز اختلافونه شته.
حماس ویلي چې یوازې هغه مهال به خپلې درنې وسلې وسپاري چې اسرائیل له غزې ووځي.
په مقابل کې، یوه لوړپوړي اسرائیلي چارواکي ویلي چې اسرائیل به تر هغه خپل ځواکونه ونه باسي، چې حماس ''په رښتیني او بشپړ ډول'' بې وسلې شوی نه وي.